ننګرهار بیا په وینو سور شو. . . ایا موږ د دې وړتیا لرو چې اختر ولمانځو؟؟؟
خپل اختر په نوي جامو ، ډول ډول خوړو او ساز و اواز بدرګه کړو؟؟؟
د سرو وینو اختر
د تورو شپو د تور ماښام اختره ستړی مه شي
د ماتو هېلو مات نظام اختره ستړی مه شي
ما وې چې ستا په راتلو ښاد او هم اباد به شمه
اوس یم ټپي په بد انجام اختره ستړی مه شي
تورې تروږمۍ پسې سحر وي د اختر په مانا
سحر شوو سور د انتقام اختره ستړی مه شي
زموږ دا کور را باندې ګور شو د رڼا په تمه
د سره سحر خوني حمام اختره ستړی مه شي
تېر اخترونه د امان او د فیضان شیبې وې
په ځانمرګوشولې بدنام اختره ستړی مه شي
نور خپل بچي په ښو خوړو نوو جامو نازوي
زما د بچودکړولو د دوام اختره ستړی مه شي
ها خوشالۍ شولې د نور و نور دې نه لمانځم
ته یې پردی د بېل مرام اختره ستړی مه شي
اسماعیل غرنۍ
کونټري ـ برتانیا
اګست ۲۰۱۳ م