د شهیدانو سالار ارواح ښاد محمدهاشم وطنوال دپرتمین شهادت دلومړي تلین په ویاړ!
په دعاګانواودرودونو … دافغانستان ملي ګوند درانه مشرتابه، په کوردننه اوله کوره بهرخورو ورو ویاړلو ملګرواو په ځانګړي توګه دارواح ښاد قدرمنې کورنۍ ته دزړه له کومي تسلیت وړاندې کوم اود پاک خدای (ج) څخه ورته په فردوس جنت کې دسترمقام هیله اوغوښتنه لرم.
ارواح ښاد وطنوال صاحب په رښتیاه هم دومره سپېڅلی، داراموعصابوڅښتن په ټوله مانا مودبه، د عالي کلتوراوفرهنګ لرونکی شخصیت و. هغه متواضع اوپه بشپړدرنښت یې دنوروخبرو، وړاندیزونو او نیوکو ته په سړه سینه غوږ نیوه، چې هره ناسته یې خپلو دوستانواوملګروته د پوهي او لازمي مرستي د ورکولو مانا درلوده. که دخبرو او مباحثو په لړکې به مقابل لوری دخپل حد اوچوکاټه بهر احساساتي هم شو، ده به په خاص مهارت ، نرمه، علمي اومنطقي ژبه هغه بیرته خپل حد ته راوست، چې د مینې او متقابل درنښت ولولې به سرترپایه خورې وې
…
زموږ هیواد اوګوند دهیواد په دې نازکو اوسرنوشت سازو، شیبو کې داسې ملی ، منلی او ښاغلی شخصیت له لاسه ورکړ، چې نه یوازې د افغانستان ملي ګوند له پاره، بلکې دهیواد ملی اومترقي غورځنګ له پاره، یوه نه جبرانېدونکې ضایعه اوتشه وه او ده. ددې سترې ضایعې له امله یوواربیا خپلو درنو ملګو او په خاصه توګه د ارواح ښاد درنې کورنۍ ته د زړه له کومي تسلیت وړاندې کوم اودپاک خدای (ج) څخه دسپېڅلي شهید روح تل ښاد اویاد غواړم.
پاک خدای (ج) دې زموږ مشرانو اوکشرانو ته ددې توفیق ورکړي چې دده په درنو قدمونو قدم کیږدو او دده یاد تل ښاد وساتو.
دشهید پاک روح ته ددري داشعر په پښتو ژباړلی ډالۍ کوم :
درمسلخ عشق جز نیکو را نه کشن دجنګ میدان کې جنګریزان دسرسړی وژنی
روبا صفتانی بد خو را نه کشن لاشي لوغړ داټول پرېږدي فقط زمری وژنی
ګرعاشق صادق یی زه کشتن مه حراس که ته زمری یې میداني شه مرګ نه مه وېرېږه
مرداربود آنکه آورا نه کشن په ژوندمرداردی چې پرېږدي یې مېړنی وژنی
د ارواح ښاد شهید ملګری(اسمعیل(غرنی)