د غلو بې شرمه حکومت بايد استعفاء ورکړی

نن د ۲۰۱۲ زيږد کال د فبروری د مياشتې په ۲۸ نيټه مې د هالنډ هيواد د همدې نيټې د تلګراف په ورځپاڼه کې لاندې مطلب ولوست :

« په افغانستان کې ماشومان له ساړه مری »

« کابل ـ د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولايت کې دومره ساړه دی چې د دوو ورځو په جريان کې دقيقأ ( ۳۵ ) ماشومان ساړه وژلی دی . د بدخشان ولايت د کارکوونکو له خولې د ولايت مرکز ته په څېرمه سيمو او ولسواليو کې دا ماشومان د ساړه د لاسه وژل شوی دی . د درنو واورو د اوريدو له امله د نږدې پرتو ولسواليو لارې بندې شوی دی . ددې ولايت يوه ډاکتر نور خاورين ويلی چې ماشومان د ساړه او سږو د التهاب له امله وژل شوی دی . خو مونږ ايله اوس وکولای شوه چې يو سيار د بيړنيو مرستو کلينيک د ماشومانو سره دمرستوله پاره وګمارو.

په افغانستان کې دا ژمۍ د تيرو ۱۵ کالو په موده کې تر ټولو سخت ژمۍ دی . تيره اونۍ د عامې روغتيا وزارت وويل چې د يوې مياشتې په موده کې د ( ۴۰ ) ماشومانو ژوند ساړه واخيست . له دې جملې قربانيانو څخه تر نيمايی زيات يې د مهاجرينو د هغو کمپو ماشومان دی چې د کابل په څڼډو کې جوړ شوی دی .»

کله مې چې دا مطلب ولوست ، ستونۍ مې ستغ شو ، په سترګو کې مې اوښکې په موجو شوې او د ځان سره مې وويل چې يا خدايه ته چيرې يې ؟ او دا زمونږ په اولس څه تيريږی ؟ زمونږ د بدخشان لعلونه ، کوچنی ماشومان په يوويشتمه پيړۍ کې د ساړه له لاسه تر خاورو لاندې کيږی ، زمونږ د ملايکو په شان ميندې بورې کيږی ، په بې اسرې سترګو کې يې اوښکې وچې شوی دی . د زاريو ، ژړاګانو ، چيغو او واويلاوو د اوريدو غوږونه کاڼه دی . خدايه ! تا مونږ د ليوانو په خولو کې هېر کړی يو . دهغو ليوانو په خولو کې چې ستا په نوم ستا د بندګانو سرونه غوڅوی . تا هغوی ته د کاڼو زړونه ورکړی دی ، په کومو کې چې د هيڅ ډول ترحم له پاره ځای نه شته . زمونږ د وږو او لوڅو يتيمانو او نااميده کونډو رنډو او محتاجو بوډاګانو څيرې ګريوانونه تيږې ويلې کوی ، خو ستا د جنت او دوزخ د ټيکه دارانو په ډبرينو زړونو هيڅ آغېز نه شی کولای . يا خدايه ! هغوی چې ستا په پاک نوم او ستا د محبوب او نازولی پيغامبر په نوم سوداګانې کوی او د ديرش کلن تباه کوونکی جنګ او ډالرو له برکته د بې شانه ماڼيو خاوندان شوی او ددې په وينو ډوب ملت په برخليک او سوځيدلی هيوادمعاملې کوی او شتمنۍ يې په زور او ظلم خپلې کړی ، دهيواد د ننه او د هيواد څخه د باندې ورباندې عيش او عشرت کوی ، وايی چې دا ليوان تا ګمارلی دی او خپل چور او تالان ستا ورکړه بولی . يا خدايه ! دا څنګه معما ده چې د جنګ لعنت زمونږ له مسلمان او دينداره ملت څخه هر څه واخيستل ، خو د دين ټيکه دارانو او تنظيمی ليډرانو ته يې هر څه ورکړل ؟ دا څنګه زمونږ د کور د پاسه د معمول او قاعدې پر خلاف يو بام او دوې هواوې دی ؟ څنګه کيدای شی چې داسې يو څوک تا ګمارلی وی ، چا چې جوماتونه پرايښی

د وزارتونو ، رياستونو ، ماڼيو ، اخيری مودل موټرو ، رشوتونو ، د نشه ای توکو او وسلو د تجارت په کار اخته دی ؟ د مرګ او تباهۍ ددې بې رحمه او بې زړه سوۍ سوداګرو خيټې او کوناټی ورځ تر بلې پړسيږی او زمونږ د غيرتی ولس په رګو کې وينې وچيږی . زمونږ ولس د چښلو اوبه نه لری او ددوی د عصری او اروپايی ډوله مجللو کورو په نلونو کې وينې بهيږی او سهار او بيګاه په دې وينو لامبی . ددوی د شانداره، تاودو او مجهزو ماڼيو لږ شانې ها خوا زمونږ د بې کورو او بې ځمکو بزګرانو کورنۍ په بې دروازو او بې چته کوډلو او سوريو سوريو کيږديو کې اوسيږی او د ژمی ساړه يې د ماشومانو ژوند آخلی . ستا د غوره اسلام منلی پيغامبر خو به شوروا هم مسلمانو او غيرمسلمانو ګاونډيانو ته ويشله او يواځې به يې نه خوړه ، ولې په نننۍ اسلامی نړۍ کې ليوان د عمر عادل پر ځای ناست دی ؟ څوک به د کرزی ، فهيم ، خليلی ، سياف ، ربانی ، حقانی، مسعود، ګلبدين ، دوستم ، محسنی ،محمدی،محقق ، خالص او دهغوی د کورنيو او متعلقينو مليونونه حساب کړی ؟

د انسانانو عدالت خو په بې صبرۍ سره ددې بې رحمو مليونرانو عادلانه محاکمه غواړی . خدايه ! ستا عدالت دې انجام ته څه وايي ؟ ( ۱ )

باوردی چې د کرزی د ويش ډلې ( شريکان ) هيڅکله هم د هيواد ددې بې دفاع او بې سرپناه اوسيدونکو په هکله فکر نه دی کړی . زمونږ دخلکو ماشومان ساړه وژنی ، لوږه او سوء تغذی زمونږ ماشومان وژنی ، زمونږ او دهيواد راتلونکی د ورکې او نابودۍ د ګواښ سره مخامخ ده . دا نو د فساد په اداره پورې څه اړه لری ؟ د فساد اداره دخپلو مليونونو د ايستلو غم وخوری او که دخلکو ؟ دوی د دوبۍ په مدينت العرب ، برج الخليفه او پالم آيسلاندکې د خپلو کورونو د رانيولو غم وخوری او که د لوږې ، مرضونو او ساړه څخه زمونږ دخلکو د خلاصون غم ؟ لنډه دا چې خبرې ډېرې دی او سر يې يو دی . که د کرزی حکومت او تنظيمی سياسی ـ مذهبی ليدرانو شرم او حيا درلودلای ، بايد ددې ماشومانو دمرګ او خپلې بې کفايتۍ له امله يې استعفاء کړی وای . نه پوهيږو چې دا ناروا به څو نوره دوام وکړی . خو زمونږ دخلکو متل دی چې : کوږ بار تر منزله نه رسی . زمونږ خلک بايد پوه شی چې فاسدې ادارې او ناوړه ګاونډيانو په ګډه سره زمونږ بيخ او بنسټ ته کولنګ اخيستی دی . خو په نړۍ کې داسې ملت نه شته چې له ډيرو تيارو او پرزيدو وروسته يې کور د لمر رڼا نه وی تود کړی او په خپلو پښو نه وی ولاړ . يوه ورځ به زمونږ کوڅې ته هم اختر راشی . يقينی ده چې ددې له پاره زمونږ ولس بايد هوښيار او بيدار شی ، په خپلو کې د ورورۍ او يووالی لاسونه ورکړی .

( ۱ ) د هيواد دستر ، نامتو او پياوړی شاعر او ليکوال سليمان لايق د (( وينو حمام )) له شعر څخه .

Comments are closed.