د افغانستان ملی ګوند د اروپايي شورا
د غمرازۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ سره مو يو ناببره زړه بګنوونکی خبر تر لاسه کړ . نن د مارچ په ديارلسمه ۲۰۱۲ زېږد کال ، د ژمن او آزمايل شوی وطنپالوونکی کمين ګل د سپيڅلو آرمانونو، شور او زوږ څخه ډک زړه، ناڅاپه له خوځيدو ولويد.کمين ګل د لومړی ځل له پاره د خپلو يارانو له مشورې پرته د ابدی سفر تصميم ونيو . خوږژبی ، صميمی او مهرابان کمين ګل به د ژوند په ټولو لويو او وړو چارو کې د کورنۍ د غړو ، ملګرو او دوستانو سره مشورې کولې . پراخې سينې ، ساړو ماغزو او تاوده زړه کمين ګل ته کمينی ، درويشی او د خپلو خپلوانو او ملګرو په زړونو کې پاچاهی وربښلی وه . کمين ګل د تواضع او خاکسارۍ ،پاکۍ او رښتينولۍ ، شرافت او صداقت او ټولو لوړو اخلاقی فضايلو نمونه او مثال وو . کمين ګل ولاړ ، خو نه هيريدونکی تصوير يې د خپلو يارانو په زړونوکې لکه د کاڼی کرښه پاتې شوه
. هسې ګرم بازار بل په جهان نه شته لکه ګرم دی بازار د درويشانو
هومره خلک يې زيارت کا پس له مرګه چې بازار وی په مزارد درويشانو
د کمين ګل د بې وخته مړينې د ناوړه خبر سره د کمين ګل د درنې کورنۍ ، خپلو ، خپلوانو او د سنګر د ملګرو زړونه داسې خوږمن شول چې تر ډېره به د درانده وير او ماتم ويرجنه سيوره پرې پراته وی . مونږ ددې ويرجنې او لړزوونکی پېښې له امله د کمين ګل درنې کورنۍ ، د افغانستان ملی ګوند ټولو ويرژلو غړو ، په ځانګړی توګه د افغانستان ملی ګوند مشرتابه او په سر کې محترم ملګری عبدالحی مالک ته د زړه له کومی تسليت وړاندې کوواو د نه هيريدونکی کمين ګل روح ته دعا کوو . اناللله و انا اليه راجعون .