دافغانستان دخلکو دترقی ملی ګوندددارالانشا
دمبارکی پیغام ۱۳۹۴ /۳۱/۶
د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملی ګوند دارالانشأ ،د ګونډ غړو، د افغانستان ديندار ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکی وړاندې کوی. خدای د وکړی چې د اختر ورځې د خپلو درنو کورنيوله غړو سره په سوله او خوشحالۍ کې تيرې کړئ.
داخترونو نیکمرغه ورځی د نړۍ د ټولو مسلمانانو لخوا دجشن د ورځی په توګه په ډیری خوښۍ سره لمانځل کیږی خو افغانان بیا برسیره پر دی داورځ د یوه افغانی عنعنی له مخی دیو جشن په څیر کور پر کور لمانځی .
افغانان دا ورځ نه یوازی په نوو کالیو او قربانیو سره بدرګه کوی ، بلکه له کینی او کرکی څخه د زړونو پاکول ، اویو بل ته د دوستۍ غیږی پرانیستلو ته دیو دود په سترګه ګوری .
ددغی نیکمرغی ورځی د را رسیدو په درشل کی تاسی ، ستاسی درنو کورنیو ، ټول زوریدلی افغان اولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومی مبارکی بیا هم وړاندی کوو . اوپه همدی مناسبت ددغه زوریدلی اولس دناهیلیو او بی وسیو ږغ په لوړ اواز پورته کوو چی نور ددی غم لړلی ولس توان او حوصله پای ته رسیدلی او په خپل عاجزانه ژوند هم تنګ شوی دی له دی امله په ټولو سیاسی ،مدنی کړیواو افغانو غږکوو چی دخپل تاریخی او افغانی مسولیت په په پوهیدو سره د سولی یو غښتلی بهیر رامنځ ته کړی د اځکه چی دهیواد هستی ا ونیستی د اور په لمبو کی دسوزیدو په حال کی ده ، د علم او پوهی دروازی تړلی دی او په هر ګوټ کی د وینو رودونه بهیږی او د اختر د خوښيو د راتلو پرځای هره ورځ په هیواد کې د جنګ او ترور د سختو او زړه لړزوونکو پيښو شاهدان دی . مونږ د لوی خدای له درباره د شهيدانو کورنيو ته د زړونو تسلی او زخميانو ته د درملنې، روغتيا او اوږده خوشحاله ژوندانه غوښتونکی یو . د ګوند له غړو، ټولو وطنوالو، اسلامی امت او بشريت څخه غواړو چې په افغانستان کې د سولې، امنيت او سوله ايز ژوندانه د شرايطو د چمتو کولو په لار کې خپلې هڅې لا پسی ګړندۍ کړی.
خدای د وکړی چې راتلونکی اخترونه د ورورولۍ، سولې او امنيت په فضاکې تجليل کړو.
عبدالحی مالک
دافغانستان دخلکو دترقی ملی ګوند رئیس