د مبارکۍ پیغام

                                              د مبارکۍ پیغام

 

د وطن د ترقۍ ملي ګوند او د افغانستان

د خلکو د ترقۍ سازمان د توافق په اړه!

                                                                                                                      په پوره ليوالتيا موخبر ترلاسه کړچې د وطن د ترقۍ ملي ګوند مشرتابه د خپلو ټاکل شوو سپېڅلوموخو له مخې ، يوبل نوښتګرګام هم پورته کړ. يقينآ چې دهېواد د زړه بګنونکو روانو پېچلو حالاتود ټيکاو اوثبات له پاره  د دا ډول پر وخت ، پرځای او کوټلو ګامونو د اوچتولو څخه پرته بله هيڅ ډولممکنه چاره نه تر سترګو کیږي. ډېرئ سياستوال اوسياسېټولنې د ورته کړنو د تر سره کولو ارمانجن دي ، خو داچې بېباوريو او لړزان سياسي چاپېريال د هغوئ شاوخوا نیولي ده ، د دې جوګه شوي نه دي چې د وطن د ترقۍ ملي ګوند اود افغانستان د خلکو د ترقۍ د سازمان په څیر سیاسي نوښت وکړي. اوس هرپتمن افغان په تیره بیا د ملک سیاستوالو ته ښایي زموږ د ګوند د نظر او عمل یووالئ او حقانیت لا مالوم شوی وي. همدارنګه د وطن د ترقۍ ملي ګوند او د افغانستان د خلکو د ترقۍ ګوند اوسنې سازماني توافق ثابته کړه چې یوازي هېوادنۍ موخې تعقیبول او د هغوئ په برابرمناسب تاکتیکونه په کار اچول کولاي شي د هېواد په کچه ستر ملي دموکرات ګوندونه رامنځته کړي چې هغوئ به د دې واک ولري چې د هېواد روان ملي ناورین ته د پاي ټکی کیږدي او په سیاست کې د اوسنیو صادرو شوو مډلونو ، چوکاټونو او کاپیو څخه افغانان وژغوري.

په برتانیا کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند بهرنۍ څانګه او د هغې په ګردچاپیره ګوندیان په داسي حال کې چې خپل مشرتابه ته د دې توافق له امله تودي مبارکۍ وړاندي کوي ، په شوي توافق ویاړي او د هغه څخه ننګه او ملاتړ څرګندوي او د ورته نورو ګامونو د اوچتولو په موخه یو ځلي بیا د هغوئ تر څنګ د کلک ودریدلو هوډتازه کوي.

                                      د ملګرتوب په توده مینه

                           په برتانیا کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند شورا  

Comments are closed.