د مبارکۍ پیغام

                                                                             د مبارکۍ پیغام

 

هېوادوال خبر دي  ، د اګست ۱۹ مه  چې د زمرې د میاشتې د ۲۸ نیټي سره سمون خوري  د ګران افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخستلو بختوره ورځ ده . له دې کبله په اروپا کې د وطن د ترقۍ ملي ګوند شورا ګوندي مشرتابه ، میړنیو او وطنپالونکو ګوندي غړو او د افغانستان ازادۍ خوښوونکو خلکو ته  دهېواد د خپلواکۍ دبیا ګټلو د ۹۴ مې کلیزي په ویاړ د زړه د تل څخه تودي مبارکۍ وړاندي کوي .

افغانانو د لمړې اسیایي هېواد د اوسېدونکو په توګه نږدي یوه پیړۍ وړاندي د خپل ځوان پاچا غازي امان الله خان او یو لړ نورو ازادۍ دوستو مشرانو په لارښوونه د نړۍ ستر ښکیلاک ګر ځواک یانې برتانیا ته وروستۍ داسې ماته ورکړه ، چې د هغې په برکت په نړۍ کې ډیر نوي خپلواک هېوادونه وزیږیدل  او د برتانیا دلوي امپراطورۍ د نړیدو حساسې شیبې پیل شوي .

که څه هم چې افغانانو د خپلواکۍ ګټلو څخه وروسته په خپل وطن کې د ثبات د راوستلو په لمړۍ لسیزه او بیا د تیرو څه کم څلورو لسیزو اوږدې کورنۍ جګړي د پایښت له امله  څرنګه چې اړینه وه د ازادۍ مزه ونه کتله او نږدې د هر افغان د انګړ دروازي په وینو سري شوي . په پايکې هرو مرو هر هېوادوال سولي ، ټیکاو او پرمختګ ته بیساري اړتیا لري . بنا پر دې ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا خپلو ګوندي امن پسندو غړو ، ملي  ـ  ډیموکراتو ځواکونو او وطنپالونکو هېوادوالو ته وړاندیز کوی چې ، په خپلو کې یو موټی شي ، ملي یوالی ورغوي ، بهرنۍ لاسوهنې ته د پاي ټکی کیږدي ، اقتصادي ـ سیاسي ـ فرهنګي او ټولنیزه هوساینه تامین کړي ، امنیتې لیږد او ټاکنوکې فعاله ونډه واخلي ، دنړیوالوسره د ځان په ګټه اړیکې جوړي کړي او په دې توګه سوله راولي او خپلواکي ټینګه او پیاوړي کړي .

                                                             ژوندی دې وي افغانستان . 

                                                                   تل دې وي خپلواکي .

                                                                د ا ، م ، ګ د اروپا شورا

Comments are closed.