د محترم دوکتور اشرف غنی احمدزی څخه د ملاتړ

 

د هالنډ هيواد د لايډن په ښار کې د

د دوکتور اشرف غنی احمدزی د ټاکنيز ټيم د ملاتړ د غونډې

رپوټ

د روان ۲۰۱۴کال د مارچ ۱۶

 

د روان ۲۰۱۴ کال د مارچ د مياشتې په شپاړسمه نيټه د هالنډ هيواد دلايډن په ښار کې افغانانو د پيل شوی کال د وری د مياشتې د (۱۶ ) نيټې په ولسمشريزو ټاکنو کې د دوکتور اشرف غنی احمدزی د ټاکنيز ټيم څخه په يوه آواز د خپل ملاتړ غږ اوچت کړ . غونډه د ماسپښين په څلورو بجو د قرآن پاک په تلاوت سره د اپلدورن د ښار د جومات د محترم ملا امام له خوا پرانستل شوه . وروسته د محترم ګل احمد له خوا د لنډې وينا په ترڅ کې د غونډې اجنداء ولوستل شوه

.

ورپسې محترم ډګروال حکيم خان خپله بيانيه واوروله او د نورو خبرو تر څنګ يې وويل چې د ولسمشری د نوماندانو له منځه ډاکټر اشرف غنی احمدزی په رښتيا سره وړ نوماند دی او مونږ بايد د خپلو اړيکو څخه په ګټه اخيستنی سره د اشرف غنی د ټاکنيز تيم د برياليتوب له پاره استفاده وکړو .

ور پسې د افغان ملت د ګوند په استازيتوب محترم عثمانی خپله وينا واوروله او د ډاکټر اشرف غنی بډايه بيوګرافی يې ولوستله او د افغان ملت د ګوند ملاتړ يې وستايه .

وروسته د غرغښت ټولنی مشر محترم ډګروال نوروز د خپلې ټولنې په استازيتوب د محترم دوکتور اشرف غنی احمدزی د ټاکنيز ټيم له نوماندی څخه خپل ملاتړ اعلان کړ . نوموړی ټينګار وکړ چې د خپلو کورنيو سره بايد اړيکی ونيسو او ددې مهم په اړه هغوی وپوهوو چې د داکتر اشرف غنی احمدزی له ټاکنيز ټيم څخه ملاتړ د افغانستان د سوله ايزې راتلونکی او ټول اړخيز پرمختګ له پاره د فوق العاده اهميت لرونکی دی .

محترم محمد فاروق کارمند د وطن د ترقی ملی ګوند د مرکزی شورا غړی د خپلې وينا په ترڅ کې د محترم دوکتور اشرف غنی احمدزی وړتياوې او د نورو نوماندانو په وړاندې لوړتياوې په ګوته کړی محترم کارمند وويل چې افغانستان بايد د پرمختګ په لور وخوځيږی او دا چاره تر هر چا زياته د داکتر اشرف غنی احمدزی د ټاکنيز ټيم په وس پوره ده

ده وويل که افغانان سوله، بيا جوړونه او پرمختګ غواړی ، نو لازمه ده چې د مسؤليت له مخې د ډاکتر اشرف غنی احمدزی له تيم څخه ملاتړ وکړی .  

وروسته حکيم روان د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا په استازيتوب د هيواد د روښانفکرانو د مهم رول په اړه د هغوی د پاملرنې غوښتنه وکړه .

محترم ګل احمد هڅه وکړه چې محترم داکتر اشرف غنی احمدزی په تيليفونی اړيکه د غونډې ګډون کوونکو ته وينا واوروی ، خو هغوی د سفر له امله ونه کولای شوه د غونډې د ګډونکوونکو سره اړيکه ونيسی . په پای کې د ځوان ژورناليست نظير له خوا د غونډې پيغام ولوستل شو او غونډه د دعائې په لوستلو سره پای ته ورسيده .

Comments are closed.