اجازه راکړئ په نننې کنفرانس کې ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلی او د کنفرانس کوربه ته کور ودانی ووایم چې ښه شیبه یې برابره کړي ، تر څو د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو څخه افغان ، سیاستوال ، فرهنګیان ، ټولنیز شخصیتونه او د هېواد د یو شمیر وطنپالونکو سیاسي نهادونو استازې ، یو تر بله سره وګوري او د نظریو تبادله وکړي . د سولي او سیاسي همغږۍ کنفرانس جوړیدل او په هغه کې په افغانستان کې د ملي جبهې د جوړیدو له پاره د لمړنیو شرایطو مساعدول په زړه پورې موضوع ده چې نن پرې بحث او د نظریو راکړه ورکړه کېدلی شي . زه د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند په استازیتوب خوشاله یم ، له تاسو سره په هېواد کې د جبهو د جوړولو په اړتیا ، په هغو کې د ګډون اړوند د خپل ګوند تجربې شریکې کړم او تاسو ته ډاډ درکړم ، که د سولي او سیاسي همغږۍ د کنفرانس اوسنۍ هلي ځلي کارنده پریوځې او په هېواد کې د یوي ملي جبهې د جوړیدو سبب شي چې ډیر ډموکراټیک کرکتر ولري ، بې شکه زموږ ګوند به د داسې نوښت په بریالې کولو او په هغه کې د ګډون کولو ډاډمن لوری وي
زموږ د ګوند له نظره ، افغانستان په سیاسي ، اقتصادي ، فرهنګي ، ټولنیز او ان پوځي پیجلو شرایطو کې واقع شوی دی . خود کامه او غیر دموکراتیکو رژیمونو ورسته پاتې ساتلی ، د څه کم څلویښتو کلونو تپل شوي جګړو له امله یې ټول بنیادونه کمزورې یا له منځه تللې ، د بهرنیو لاسوهنو په تیره بیا د ګاونډیانو د سپین سترګیو له وجې د خلکو ملي یووالی د سوال سره مخ شوی ، دولتې کمزورې ادارې ورته نوسان لرونکې دیپلوماسې ، بې انصافه عدلیه او قضا ، بې تجربې وسله وال ځواکونه او پولیس او د فساد څخه ډک یو چاپیریال په میراث پریښودلی دی . د نړیوالې ټولني بې پرواییو ، د ناټو د وسله والو ځواکونو یو لړ بې ځایه تاړاکونو او اپریشنونو په بهرنې ملاتړ د خلکو باور لږ کړی . د جهاد ، طالب ، داعش پروژو او د هغوي څخه په میراث را پاته شوي زورواکانو ، جنګسالارانو ، د دولتې او ولسې شتمنیو د تالان او غصب ، د مخدره موادو د پروسس او لیږد مافیا د هېوادوالو ژوند ډیر تریخ کړی . د ولسمشریزو ټاکنو څخه د راپاته کشمکشونو ادامه ، د ملي یووالي په حکومت کې د وړتیا پر بنیاد نه بلکه د سمتې ، محلې او ژبنیو تمایلاتو پربنسټ کادري سیاست ، چنې او معاملي ولس زورولی . د ملي شورا د دواړو خونو یو شمیر استازې په ریښتونې ډول د خلکو استازیتوب نه کوي ، ځکه هغوي د ستونزو د حل پر ځاي ستونزې زیږوي او په فساد کې ژور ښکیل شوي . ملي ، ډموکرات او وطنپالونکې ځواکونه هم د ستونزو د حل په وړاندي یوه خوله نه دي او د جګړې د مصیبتونو له کبله د فاسد کلچر شتون په ټولنه کې د ګوندونو رول او فعالیت پیکه کړی
په داسې یوه نامساعده وضعه کې ځوانان او تحصیل یافته قشر له وطن څخه وځې ، ملي پانګه وال د زیاتې پانګونې له پاره زړه نه ښه کوي . همدارنګه یو شمیر رسنۍ لکه چې اړینه ده وطنپالونکی رول نه لوبوي او د خلکو د متحدولو پر ځاي ، نفاق ته لمن وهې او د پردیو د فرهنګي یرغلونو له پاره په وطن کې وړ بستر برابروي
د موجودو مصیبتونو د له منځه تللو له پاره زموږ د ګوند په نظر د هېواد د ټولو ملي ډموکراټیکو ځواکونو ، ګروپونو او مستقلو شخصیتونو فعالېدل لنډه لار بلل کیږي . که د افغانستان سیاسي ګوندونه ، سازمانونه او نوري مدنې ټولني خپل منځې اختلافات یوي ډډې ته کړي او د روانې ستونزې د غوڅېدو په غټو ټکو د عمل یووالی وکړي ، بې شکه د نیکمرغۍ په لور د تګ لاره زیاته لنډیدلی شي . موږ نه وایو چې زموږ ګوند ډیر فعال دی ، ښایې زموږ ګوندي پراتیک هغومره ګړندی نه وي چې د افغاني ټولني په ټولو کچو کې احساس شي ، خو په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند د افغانستان د یو لړ ډموکراټیکو او وطنپالونکو سیاسي نهادونو او ګروپونو د نږدې کولو او یو کولو له پاره یو لړ ګامونه پورته کړي چې په خوښۍ سره ویلی شم یو لړ دغو اقداماتو ښه نتیجه ورکړي ده چې په لنډو یې زه دلته یادونه کوم
د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند د لسو کلونو د سیاسي ډموکراټیکي سابقې په درلودلو سره د افغانستان د سیاسي ګوندونو د قانون پر بنسټ د درې راجستر شوي ګوندونو او د دوه سیاسي شوراګانو د یووالي په نتیجه کې منځته راغلی او په تیره یوه لسیزه کې یې په بیلا بیلو وختونو کې د هېواد د دوه سیاسې ملي جبهو غړیتوب درلود چې د یادو شوو جبهو دمطرح پروګرامونو په پلې کولو کې یې فعاله ونډه لرله . زموږ ګوند اوس هم د افغانستان دننه د ډموکراټیکو ګوندونو او نهادونو د ایتلاف غړی دی . لکه چې مخکې ورته اشاره وشوه ، موږ تازه د ګوندي یووالي د تشکیلاتې ادغام له پروسې څخه د هېواد دننه او بهر ملکونو کې په بري راوتلې یو او په راتلونکو څلورو میاشتو کې د ګوند د سر تر سري کنګري له پاره تیاري نیسو چې هلته به ګوندي غړي له لاندي څخه پورته ته د ډموکراټیکو ټاکنو له لاري خپلي ګوندي شوراګانې او انتخابې مشران وټاکې . موږ دا ګوندي ټاکنې یو فرصت بولو چې ګوندي غړو ته د ګوند د روانې پالیسۍ په وړاندي مالومات ورکړو او د هغوي د جوړونکو وړاندیزونو پر اساس به ګوندي کنګره کې د ګوند پالیسې او د ګوند د مشرتوب ارګانونه د ازادې سیالۍ له لاري په ډموکراټیک ډول وټاکو . موږ اوس د دې تجربه ترلاسه کړي چې څه ډول د یوي هېوادنۍ سیاسي جبهي په کار کې ګډون وشي او د هغې د مطرح پروګرام د پلې کولو له پاره کوم ګامونه پورته شي
موږ د خپل ګوند تاداو د هېواد په تپانده زړه کابل کې ایښي او داسې سوچ کوو ، چې هر مهم سیاسي فعالیت به له کابله پیل کوو ، ځکه کابل زموږ د ډیر ګران هېواد افغانستان پلازمینه او د هېواد د سیاست هغه زانګو ده چې ډیر ګوندونه یې د وطنپرستۍ په مینه زنګولې او لوي کړي دي . د سولي او سیاسي همغږۍ د کنفرانس د جوړیدو نوښت ډیر پر ځاي نوښت دی ، کاشکې دا جرګه هم د افغانستان زړه کابل کې جوړه شوي وی . دا چې اوس نوموړی کنفرانس د جرمنې هېواد د فرانکفورت ښار کې رابلل شوی ، یوه ښه موقه بولم چې په بهر کې افغان روڼ اندي او د یو شمیر سیاسي فرهنګي نهادونو استازي او مستقل شخصیتونه د هېواد د سالمو وطنپالونکو ځواکونود نږدي کېدو هلې ځلې وکړي . څومره چې موږ د کنفرانس د بحث د موضوعاتو څخه خبریو ، ګډونوال به په هېواد کې د یوې ملي جبهي د جوړیدو اړتیا وڅیړي او د غونډي د برخه والو د موافقې څخه وروسته به په کابل کې د یوي بلې غونډي د جوړیدو تیارۍ ته اقدام کوي
لکه چې د کنفرانس په نورو ویناګانو کې ورته ګوته ونیول شوه ، زموږ ګوند په دې نظر دی چې د افغانستان د خلکو د څو لسیزو ستونزي د افغانستان د هغه موقعیت څخه اوبه خوري په کوم سیاسي ، اقتصادي جغرافیوي موقعیت کې چې هېواد پروت دی . د جهاد ، طالب او داعش پروژي هم د دې سیمې د طبیعې زیرمو د لوټولو سناریوګانې دي . دا چې د ډموکراسۍ د رواجولو په پلمه د ډموکراسۍ او پرمختګ ضد کړۍ د افغانستان په سینه خپله ولکه غزوي او ټینګوي ، هدف یې د صحنې څخه د ډموکراتيکو او هېواد پالو ځواکونو ګوښه کول دي . عجیبه دا ده چې د نړیوالي ډموکراسي افغاني سټایل تجربه زموږ د هېواد د سیاسي ګوندونو او سازمانونو پر ځاي په ځانګړو شخصیتونوکیږي چې اصلا هغوي د ډموکراسۍ د تامین ستنې نه دي ، بلکه دا ګوندونه دي چې د یوه ملک د ډموکراسۍ چت د هغوي په فعال شتون ودانیږي . د افغانستان حاکم قشر ، لوړپوړي چارواکې او د نړیوالي ټولني یو شمیر استازي د افغاني پیاوړو ګوندونو د ظهور څخه په دې ویره لري چې ګواکې د هغوي په شتون کې هغه معاملې ، سرغړونې او بې پروايۍ امکان نه لري لکه اوس یې چې زموږ د خلکو ژوند تریخ کړی دی . بنا نننۍ کنفرانس باید فشار واچوي چې په افغانستان کې د ډموکراسۍ د تمرین په ډګر کې فعال وطنپرست ګوندونه رامخې ته شی او د اوسنیو معامله ګرو تنظیمونو او نهادونو مخه ډب شي چې په قومې ، مذهبې او ژبنې لحاظ پټ او پنا فعالیت کوي او د اجنبې په اشاره د افغانانو یووالی خرابوی . تر څو چې خلکو ته خدمتګار ګوندونه او سازمانونه ملاتړ نه شي او په ټولنه کې د هغوي رول لوبونې ته کار ونه شي ، د ریښتونې هغې ملي جبهي د جوړولو تجربه د بریالیتوب روڼ سباوون نه لري د کومې جبهي له پاره چې هڅه او هاند کیږي . که د منځپانګې نه پرته جبهو ته اړتیا وي ، همدا اوس د هېواد دننه په ډیر کش او فش یو لړ جبهی جوړي شوي ، د جهاد او طالب د دورو یو لړ مشران یې په مشرتابه کې ټومبل شوي او د کودو کودو جنګسالارانو ، قوماندانانو ، زورواکانو ، غاصبینو او مفسدینو ډلې هم ورسره یو ځاي شوي دي . دا هغه جبهي او ایتلافونه دي چې په افغاني ټولنه د حاکم قشر د واک ننګینو ورځو د زیاتولو او ټنګولو چوپړ کوي . له دې امله هغه جبهه چې د سولي او سیاسي همغږۍ د کنفرانس له ادرس څخه افغانانو ته وړاندیز کیږي ، په مکمله توګه باید د یو لړ تشکیل شوو هغو جبهو سره توپیر ولري چې تر اوسه د هېواد د حاکم قشر د ګټو ساتندوي کوي . خلک به د هیڅ یو نوي سیاسي نهاد څخه ملاتړ ونه کړي ، تر څو چې د موجودو سیاسي جبهوي نهادونو په پرتله د هغوي د ستونزو په لږولو او له منځه وړلو کې د پوره احساس کېدو وړ نه وي . سر له اوسه سوچ په کار دی چې د افغانستان د وطنپالونکو سیاسي ځواکونو او ملي مستقلو شخصیتونو د راټولېدو په داسې یوه ټولګه کار وشي چې د پروګرام او عملکرد له مخې د خلکو په متحد کولو او د افغانستان د حاکم قشر په لاس کې د موجودو ټولو امتیازونو ، چې د قانون څخه په پټه یې د خان کړي او په هیڅ ډول د هغې استحقاق نه لري ، په بیرته ستنولو کې سم نوښت وکړي . حاکم قشر ملي ډموکراټیکو ګوندونو، سازمانونو او مستقلو شخصیتونو ته د فعال سیاست د کولو مجال نه ورکوي ، د هغوي د انحصار دا کړۍ باید ماته شي . د دې په څنګ کې وطنپال ځواکونه ، ګروپونه او شخصیتونه خپل اختلافات او د نه حل کېدونکو مسألو پرسر ناندرۍ باید یوي خواته کړي او د خپل دریځ په ټینګولو سره په دې توګه مفسدو او واک پسندو کړیو ته خپله پوهه او توانایې وښیې . په داسې یو موقعیت کې د ودریدوسره جوځت به ضرور زموږ د ګوند او ملاتړو هر اړخیز حمایت له تاسو سره وی
په دې موضوع چې ایا زموږ هڅې دې د اوسنې حکومت د پالیسیو او اقداماتو د اصلاح په کچه وي ؟ یا موږ د ملي یووالي د حکومت د تردولو په اجندا کار کولو ته هم اړ کیږو ، زموږ د ګوند دریځ دادی ! موږ د افغانستان اوسنۍ وضعه ډیره پیچلې او ترینګلې بولو ، زورواکان او جنګسالاران تر غاښو وسله وال شوي دي ، د ښۍ او کیڼې بنسټپالنې د خوریدو په موخه پراخ ایدیولوژیک کار ادامه لري ، مرموزي تروریستې کړۍ د افغانانو او د سیمې د ډیرو نادارو خلکو د تنګدستۍ څخه په سؤ استفادي ځان وژونکې ترهګریز او یرغلیز ګروپونه روزي ، سیمه ایز او نړیوال استخباراتې کلب د ګډو پروژو په زور په کلیو او بانډو کې د خلکو تر منځ کار کوي ، د کلیو مشران ، دینې پاک نفسه عالمان او وطنپالونکې په نښه کوي . په داسې حالاتو کې د اوسنې حکومت د تردولو او لنډمهالو میکانیزمونو ته د زمینې برابرولو او د افغانستان د اساسي قانون له مخې د واک تشې جوړولو ته هڅې د هېواد د ډموکراټیکو او وطنپالونکو ځواکونو په خیر نه بولو او ښایې له هغې څخه دمدرحاله ملاتړ ونه کړو
موږ پوهیږو چې له قانون څخه د پښې د اړولو په حالت هر ډول بدلونونه ښایې د ښئ او کیڼې بنسټپالنې په ګټه وڅرخیږي او د افغانستان خلکو، په تیره بیا د وطنپالونکو ځواکونو رامخته کېدو ته هیڅ ګټه ونه رسوي
زموږ ګوند د تیري څه د پاسه یوې لسیزي د لنډمهاله او د چا خبره انتخابې حکومتونو په طلایې دوران کې چې د یو شمیر نوم ورکو څخه یې کوچنې پاچایان او شهزادګان جوړ کړل ، هیڅ ډول موقعیت نه دی تر لاسه کړی . موږ یوازي په هېواد کې د ډموکراسۍ د تامین له پاره کار کړی او د هر هغه اقدام او خوځښت ملاتړ مو کړی چې وطن او عادې افغانانو ته ګټه اړولی شي . خپلي سیاسي مخینې ته په کتلو یو ځلې بیا د سولي او سیاسي همغږۍ د کنفرانس ګډونوالو ته په ډاګه کوو چې ، زموږ ګوند د افغانستان د خلکو د ترقۍ ملي ګوند ، د کنفرانس نه وړاندې په جوړو شوو ورکشاپونو کې فعال ګډون وکړ ، هلته مو د خپلي پوهې او تجربې سره سم وړاندیزونه وکړل او دادی د کنفرانس په کار کې له تاسو سره یو ځلې بیا خپلې نظریې او تجریبې شریکوو . همدارنګه دا یوه نادره شیبه ګڼو او له هغې څخه په ګټه پورته کوونې څرګندوو چې اوسنی کنفرانس به په کابل کې د یوي استازي غونډي د جوړیدو له پاره چې په افغانستان کې د ډموکراټیکو او ملي ځواکونو او ملي شخصیتونو د نږدې کولو په موخه یوه داسې سیاسي جبهه رامنځته کړي چې د هېواد دننه او بهر د اکثریت سیاسي ګوندونو ، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو ملاتړ له ځانه سره ولري . دا موخه هغه وخت تر لاسه کېدلی شي چې د هېواد دننه او بهر د ګوندي قاعدو او څانګو او د اغیز لرونکو ملي شخصیتونو سره خبري وشي . د دې له پاره چې دا خبرې د اوسنې کنفرانس د روحیې سره سمې وشي ، وړاندیز کیږي د سیاسي نهادونو او شخصیتونو سره د اړیکو د ټینګولو د کار یوه واک لرونکې ډلګۍ وټاکل شي . د خبرو اترو اساس باید د کنفرانس پریکړي وي ، هیچا ته به د دې اجازه نه وي چې د کنفرانس د مصلحت برسیره نور مصلحتونه په نظر کې ونیسې . د هر سیاسي نهاد او شخص نظر او په ټوله کې د اکثریت نظر ته درناوی وشي او د نهایې موافقې تر حاصلېدو هر جمعې او انفرادې غړی د نظر د ښه څرګندولو امکان او فرصت ولري . هغه سیاسي نهاد چې د جوړولو له پاره یې کنفرانس کار پیل کړی ، یو ډموکراټیک او د هر ډول تعصب څخه خلاص نهاد وي او د دې جوګه شي چې په افغاني ټولنه کې اوسنې سیاسي انقطاب ته پاي ورکړي او افغان سیاسي ځواکونه د سیاسي مشارکت په لور بوزې . د سیاسي انحصار رواج ته د پاي ټکی کیږدي او خپله د سیاسي انحصار په لټه کې نه شي
موږ پوهیږو چې د کنفرانس د ګډون کوونکو د ټولو وړاندیزونو منل او د عملي کار په پروګرام کې د هغې سمدستې ځاي پر ځاي کول شونې نه دي ، خو د هغو وړاندیزونو د منلو په صورت کې چې د یوي ریښتونې ملي جبهي اساس کیږدي او د هېواد دننه او د باندي ډموکراټیک وطنپالونکې نهادونه او مستقل شخصیتونه په غیږ کې ونیسې ، زموږ د ګوند په کلک ملاتړ او هر اړخیزي مرستې پوخ حساب وکړی
د کنفرانس د فیصلو د پلي کولو په هیله
محمد اسماعیل غرنۍ
د اپریل ۱۰ م ۲۰۱۶ م کال فرانکفورت