د وطن دترقی ملي گوند
اساسنامه
کابل : د ۱۳۹۱ کال د تلې ۱۴ نیټه
بسم الله الرحمن الرحیم
د وطن د ترقی ملي گوند اساسنامه
د وطن د ترقی ملي گوند د هیواد يو سرتاسري، خپلواک سياسي جوړښت دى، چې د افغان ملت د آگاه، همفکرو، وطنپالو او خير خواه وگړو د خپلې خوښې اتحاد په نتيجه کې منځ ته راغلى دى.
د وطن د ترقی ملي گوند د هیواد د خپلواکۍ، د خاورې د تماميت او ملي حاکميت ساتنه له خپلو ځنډ نه منونکو دندو څخه گڼي.
د وطن د ترقی ملي گوند قومی ، ژبنی، جنسی او فقهی مذهبی بنسټ نلری او د اسلام د مقدس دين د اساساتو، د هیواد د اساسي قانون ، د احزابو د قانون او نورو نافذو قوانينو د مندرجاتو د رعايت پر بنا کار او فعاليت کوي.
د وطن د ترقی ملي گوند په هیواد کې د دايمي سولي او ثبات، د ملي يووالى د ټينگښت، د هیواد د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري چارو د بيا جوړولو او نوي کولو، ټولنيز عدالت او قانونيت د ټینګښت او دموکراسۍ د تحقق لپاره مبارزه کوي.
د دې گوند داخلی اصول د دموکراسۍ، د سپلين منلو او د گوند د غړو و رايو او نظرياتو ته د درناوي پر بنسټ ولاړ دى.
لومړى څپرکى
د غړيتوب شرطونه، د غړو حقوق او مکلفيتونه
لومړۍ ماده: د وطن د ترقی په ملي گوند کې غړيتوب داوطلبانه دى. د افغانستان هر وگړى (تبعه) چې قانوني عمر ( اتلس کلني) يې پوره کړى وي، په کوم بل سياسي سازمان کې غړيتوب ونه لري د گوند مرام او اساسنامه ومني، حق الشمول او حق العضويت ورکړي او په يوه گوندي شورا کې فعال گډون وکړي د وطن د ترقی ملي گوند غړيتوب ترلاسه کولاى شي. د پورته شرطونو لرونکی هر یو افغان کولای شی د قومی، نژادی،قبیلوی، جنسیتی، دینی،تحصیلی،بوختیا،نسب،شتمنی او د اوسیدو ځای په نظر کی نیولو پرته د وطن د ترقی ملی ګوند غړیتوب ترلاسه کړي.
دوهمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند ته منل په انفرادي ډول د محلي شوراگانو له لارې صورت نيسي او په نهايي ډول د ولسوالي يا ناحيوي يا ښاري (بې ناحيې) او يا ولايتي (بې ښاره) شورا د حاضرو غړو د رايو په اکثريت سره تصويبېږي.
په ډله ييزه توگه گوند ته د افرادو منل د اجرائیه شورا، او له سياسي گوندونو او سازمانونو سره يوالي د گوند د مرکزي شورا له صلاحيتونو څخه دى.
د گوند له غړيتوب څخه وتل او استعفى، گوند ته د منلو ورته بهير طى کوي.
دريمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند ټول غړي د گوندي موقف په نظر کې نيولو پرته، د گوند د اساسنامې په وړاندې د يوشان حقوقو او مکلفيتونو لرونکي دي.
څلورمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند غړي لاندې حقوق لري:
1. په گوندي ژوند پورې د اړوندو مسئلو په باره کې د تصميم نيولو څخه مخکې په گوندي غونډو او مطبوعاتو کې د خپل شفاهي او تحريري پيشنهاد او نظر وړاندې کول؛
2. گوندي مقامونو ته د خپل ځان او يا نورو کانديدول؛
3. د گوندي مقامونو د پاره د خپلې خوښې کانديدانو ته په آزادانه ډول د راي ورکول؛
4. د حقوقو د تلف په صورت کې د کنگرې په شمول په ټولو گوندي غونډو او مقاماتو کې له خپلو حقوقو څخه دفاع؛
5. د گوندي غړو او مقامونو پر کار باندې جوړونکى او گټور انتقاد؛
6. په سياسي، ټولنيزو او کلتوري چارو کې د گوند له ملاتړ څخه برخمن کېدل؛
7. د هیواد په کچه انتخابی څوکیو ته د ګوند په ملاتړ نوماند کېدل.
پنځمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند غړي لاندې مکلفيتونه لري :
1. په ورځني ژوند کې د اسلام د مقدس دين، اساسی قانون، د سیاسی ګوندونو قانون او دهیواد دنورو نافذو قوانینو او د افغانستان د خلکو د منل شويو دودونو او عنعناتو رعايت وکړي، د عالي ټولنيزو اخلاقو او خلکو ته د خدمت کولو روحيه ښیی.
2. د گوند مرام او اساسنامه درک او د هغوئ د عملي کولو لپاره دايمي او نه ستړي کېدونکى کار کوي.
3. د خلکو د پرگنو او ټولنيزو، صنفي او کلتوري سازمانونو په منځ کې د گوند سياست او هدفونه تبليغ او توضيح کوي.
4. د گوند د تشکيلاتي او سازماني پياوړتيا، د نفوذ د ساحې د پراختيا او ټولنيزو ستنو د لا ټينگتيا په منظور د هغه ليکو ته د ټولنې ښه او بهترين افراد رابولي.
5. د گوند د مالی بنسټ د پیاوړتیاپه خاطر پر وخت حق الشمول ،حق العضویت او اعانی ورکړی او په دی لاره کی د گوند نور غړی او طرفداران تشویق کوی.
6. د خپلې سياسي او مسلکي پوهې د سطحې د لوړولو د پاره کورني او بهرني سياسي، ادبي او علمي اثار مطالعه او د نړيوالو معاصرو علمي او تخنيکي لاس ته راوړنو سره ځان آشنا کړي.
7. په نشه يي موادو او نورو ټولنيزو اخلاقي مفاسدو د اخته کیدو، د رشوت، اختلاس، احتکار، ظلم، تکبر، د ټولنيزو شتمنيو څخه د ناوړې گټې اخيستنې او د خلکو د ځورونې څخه ځان وساتي او پر ضد يې مبارزه کوي.
8. ملي گټې تر شخصي، گروپي، سمتي، قومي، مذهبي ، ژبني او نژادي گټو لوړې وگڼي. د فرکسيون، بيلتون غوښتنې او نورو انحرافاتو او تمايلاتو د ټولو ډولونو پر ضد مبارزه کوي.
9. د گوندى شوراگانو او گوندي مقاماتو د جمعي پريکړو څخه اطاعت کوي.
10. په گوندي چارو کې د نيمگړتياوو او د گوند د غړو او مقامونو په کار کې د ناوړه اعمالو او حرکاتو په ليدلو سره د هغوئ د اصلاح لپاره د ټولو معقولو او منطقي وسيلو څخه کار اخلي.
دوهم څپرکى
تشکيلاتي جوړښت
شپږمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند د محلي، ناحيوي، ښاري، ولسوالي ، ولايتي اومر کزی شوراگانو څخه جوړ شوى دى.
محلي، ناحيوي ، ولسوالي او ښاري شوراگانې (دکابل له ښاري شورا پرته) د ولايتي شوراگانو د پريکړې پر اساس او ولايتي شوراگانې ( دکابل د ښارى شورا په شمول) د گوند د اجرائيه شورا د پريکړې په اساس منځ ته راځي.
اوومه ماده : محلي شورا د خلکو سره د گوند د ارتباط کړۍ ده چې د اوسیدو او يا د کار په ځايونو کې له ٣ څخه تر ١٥ پورې د گوند د غړو په لرلو سره جوړېږي. د غړو د زياتوالي په صورت کې په يوه محل کې څو شوراگانې جوړېداى شي. محلي شوراگانې د رئيس او مرستيال لرونکي دي چې د غړو له خوا د ازادې او پټې راى اخيستنې له لارې انتخابیږي. محلي شوراگانې د اساسنامې او گوندي مقامونو د دستورونو پر اساس رهبري کیږي. د محلي شوراگانو غړي د گوند هدفونه د خلکو او اړونده کلکتيفونو په منځ کې توضیح او تبليغوي او د گوند ليکو ته د هغوئ د بهترينو غړو رابللو او جذبولو ته خاصه او دايمي پاملرنه کوي.
محلي شوراگانې له ملي، فرهنگي، تجارتي او قومي شخصيتونو سره نژدې او دوستانه اړيکې ايجاد او پياوړې کوي.
که په يو محل کې څو شوراگانې وجود ولري د مربوطه شوراگانو د رئيسانو او مرستيالانو څخه د کار کميټه جوړيږې.
اتمه ماده: ناحیوي، ولسوالي، ښاري او ولايتي شوراگانې هر يو په وار سره د لاندنيو شوراگانو د رهبري مسؤليت په غاړه لري او د هغوئ د غړو شمیر په هغه محل کې د گوند د غړو د شمیر په تناسب سره د ٣ څخه تر ٢١ تنو پورې تعينیږي چې د گوندي محلي شوراگانو د منتخبو غړو له خوا په گوندي کنفرانسونو کې د ازادې او پټې راى اخيستنى له لارى ټاکل کیږي. ناحيوي، ولسوالي ، ښاري او ولايتي شوراگانې له انتخاباتو وروسته په خپلو لومړنيو غونډو کې خپل رئيس او مرستيالان د ازادو او پټو رايو له لارې د حاضرو غړو د اکثريت په رايو انتخابوی.
نهمه ماده: له هیواد څخه د باندی د وطن د ترقی ملی ګوند شورا ګانی د ولایتی شوراګانو معادل دی .
درېم څپرکى
د گوند عالي ارگانونه
لسمه ماده : د وطن د ترقی ملي گوند عالي ارگانونه دادي.
الف- کنگره؛
ب- سرتاسری کنفرانس؛
ج- د پلتنی او څارنی کمیسیون؛
د- مرکزي شورا؛
هـ – اجرائيه شورا؛
و- دارالا نشاء؛
یوولسمه ماده: کنگره د وطن د ترقی ملي گوند تر ټولو لوړ مقام دى چې په هرو د رو کلونو کې د گوند د منتخبو استازو د دريو څخه د دوو برخو په ګډون جوړېږي او پرېکړي یې د حاضرو غړو په اکثریت کېږي. فوق العاده کنگره د مرکزی شورا د غونډی د پرېکړې او يا دولایتی شوراګانو او د هغوی د معادلو شوراګانو او د کابل دښاری شورا د غړو د درېو څخه د دوو برخو په غوښتنه جوړېږي.
د کنگرې گډون کوونکي د ولايتي شوراگانو او دهغوی د معادلو شوراګانو د کنفرانسونو د تدوير له لارې په ازادو او پټو رايو انتخابيږي. د کنگرې د گډون کوونکو شمېر او په کنفرانسونو کې د انتخاباتو طرزالعمل د گوند د اجرائيه شورا له خواتصويبیږي.
د وطن د ترقی ملی ګوند لومړۍ کنګره د وحدت دکنفرانس د جوړېدو له نیټې څخه تر یو کال پوری جوړېږي.
کنگره لاندې دندې او واکونه لري:
۱. د گوند د مرامنامې او اساسنامې تصويب او په هغو کې د تغييراتو او تعديلاتو راوستل؛
2. د گوند د مرکزي شورا د فعاليت د رپوټ اورېدل او د هغه په اړه پرېکړه کول؛
3. د گوند د پلټنی او څارنی د کمیسیون د فعاليت د رپوټ اورېدل او د هغه په اړه پرېکړه کول
4. په کنګره کې د حاضرو غړو د رايو په اکثريت د مرکزي شورا د غړو د شمېر تعين او د هغوئ انتخابول؛
5. په کنګره کې د حاضرو غړو د رايو په اکثريت د پلټنی او څارنی د کمیسیون د غړو د شمېر تعين او د هغوئ انتخابول؛
6. د گوند د نامه، بیرغ او نښان تصویبول؛
7. د گوند د غړو او ارگانونو د وړانديزونو، گوت نيونو او شکايتونو څيړل؛
8. د هیواد، سيمې او نړۍ د وضعې او حالت څیړل او په دې اړوند د گوند سياست ټاکل؛
دوولسمه ماده: د وطن د ترقی ملی گوند سرتاسری کنفرانس د دوو کنگرو ترمنځ لوړ ګوندی مقام دی چې د اړتیا په صورت کې د مرکزی شورا د پرېکړي پر اساس د ملی او ګوندي مسئلو په اړه را غوښتل کېږي.
د ګوند د سرتاسری کنفرانس ګډونکونکی د مرکزی شورا او د پلټنی او څارنی د کمیسیون غړي او د ولایتی شوراګانو او دهغوی د معادلو شوراګانو او د کابل د ښاری شورا رئیسان او مرستیالان دي.
دیارلسمه ماده: د پلټنی او څارنی کمیسیون د ګوندی لوړ ارګان په توګه د کنګرې لخوا څخه د لاندي دندو د سرته رسولو لپاره جوړېږي:
۱-دګوند د مرامنامې د هدفونو د پلی کېدو او د اساسنامې د غوښتنو د رعایت پر څرنګوالی باندی څارنه؛
2- د گوندي اصولو او موازینو څخه د ګوندي ارګانونو او غړو د تخلفاتو څیړنه؛
3- د گوند د مالی او بودجوی چارو څیړرنه او څارنه؛
4- د گوندی غړو او ارګانونو په عریضو او شکایتونو رسیدنه؛
د پلټنی او څارنی د کمیسیون د غونډو نصاب د غړو د دریو څخه د دوو برخو په شتون سره تکمیل او پریکړی یې (د ګوند د غړیتوب او یا ګوندی مقام څخه د ویستلو پرته ) په غونډه کې د دریو څخه د دوو برخو په رایه صورت نیسی او پلی کول یې د ګوندی شوراګانو لخوا څخه حتمی دی.
د پلټنی او څارنی کمیسیون د کنګرې په وړاندی مسئول او گزارش ورکونکی دی او د مرکزی شورا غونډو ته معلوماتی ګزارش وړاندی کوی.
څوار لسمه ماده: مرکزي شورا
مرکزی شورا د دوو کنگرو او سرتاسرس کنفرانسونو ترمنځ د وطن د ترقی ملي گوند لوړترين مقام دى چې په هرکال کې يو وار خپله غونډه دايروي . د مرکزي شورا فوق العاده غونډه د اجرائيه شورا په پرېکړه ، يا د مرکزي شورا د غړو د درېمې برخې او یا د ولایتی شوراګانو او د هغوی د معادلو شوراګان او د کابل د ښاری شورا د غړو د دریو څخه د دوو برخو په غوښتنه جوړيداى شي.
د مرکزی شورا د غونډو نصاب د غړو اکثریت په شتون سره تکمیل او پریکړي یې د دریو څخه د دوو برخو په رایه صورت نیسی.
د گوند مرکزي شورا لاندې دندې او واکونه لري:
1. د اجرائيه شورا د کار او فعاليت د رپوټ اورېدل او دهغه په اړه پرېکړه کول؛
2. په غونډه کې د حاضرينو د رايو په اکثريت د اجرائیه شورا د غړو دشمېر ټاکل او دمرکزي شورا د غړو له منځ څخه د گوند د رئيس مرستيالانو، د اجرائيه شورا او دارالانشاء د غړو انتخابول؛
3. د پلټنی او څارنی د کمیسیون د معلوماتی رپوټ اورېدل؛
4. د جمهوری ریاست او ولسی جرګې ټاکنو ته د ګوندی نوماند وړاندی کول او یا د کوم بل نوماند څخه ملاتړ؛
5. د گوندی کنګرې او سرتاسری کنفرانس د پرېکړو د پلی کولو لپاره د تدبیرونو نیول او دګوند د سیاست د اساسی لورو ټاکل؛
6. د گوندي محلي او سرتاسري کنفرانسونو د راغوښتلو په اړه تصميم نيول؛
7. د مرکزي شورا غړيتوب ته د لايقو او مخکښو کادرونو او فعالينو لوړول؛ ددغو کسانو شمیر بايد په کنگره کې د مرکزي شورا د منتخبو غړو د شمیر په سلو کې د شلو څخه زيات نه شي.
همدا راز، د مرکزي شورا د غړيتوب څخه د هغو غړو ايستل چې د کار په بهير کې يې له ځان څخه لازمه وړتيا او لياقت نه وي ښودلي او غړيتوب يې په مرکزي شورا کې د گوند د اتوريتې لپاره زيان رسوي؛ یادی پرېکړی د حاضرو غړیو د دریو څخه د دوو برخو په رایه صورت نیسی.
8. کنگرې ته د مرکزي شورا د کار او فعاليت د رپوټ وړاندې کول؛
پنځلسمه ماده: اجرائيه شورا
اجرائیه شورا د مرکزي شورا د دوو غونډو تر منځ د گوند لوړ مقام دى چې په عادي حالاتو کې په مياشت کې يو وار غونډه کوي.
اجرائيه شورا لاندې دندې او واکونه لري:
1. د گوند د دارالانشاء د کار او فعاليت د رپوټ اورېدل او د هغه په اړه پريکړه کول؛
2. د دارالانشاء په پيشنهاد د گوند د محلي او مرکزي څانګو او کميسيونونو جوړول او له منځه وړل؛
3. د گوندي څانګو او کميسيونونو د دندو د لايحو تصويبول؛
4. د ګوند د مرکزی کمیسیونونو او څانګو د مسئولینو ټاکل؛
5. د حقالشمول ، حق العضويت او اعانې د ټولولو، د گوند د غړو د مجازاتو او مکافاتو او د گوند د محلي شوراگانو د غونډو د جوړولو د طرزالعملونو تصويبول؛
6. د گوندي کنفرانسونو او گوندي انتخاباتو د طرزالعمل تصويبول؛
7. د مرکزي شورا غونډې ته د اجرائيه شورا د کار او فعاليت د رپوټ وړاندې کول؛
8. د گوندي غړیتوب د کارتونو وېش او يا په دې اړه نورو گوندي ارگانونو ته د صلاحيت ورکول؛
9. په گوندي حرفوي دندو کې د کادرونو گمارل او دولتي ارگانونو ته د کادرونو پیژندنه؛
10. د انتخابات او نورو ملی او نړیوالو مهمو مسئلو په اړه د ګوند د موقف تثبیتول؛
شپاړسمه ماده: دارالانشاء
دارالانشاء د گوند د ايماًفعال ارگان دى چې په ترکيب کې يې د گوند رئيس ، مرستيالان او منشيان شامل دي. دارالا نشاء د گوند ورځنۍ چارې سمبالوي او د محلي او مرکزي څانګو او کميسونونو له لارې په گوندي شوراگانو کې د اساسنامې او مرامنامې د غوښتنو د عملي کولو لارښوونه کوي.
دارالا نشاء په هرو ۱۵ ورځو کې او يا د ضرورت پر اساس غونډې دايروي او لاندې مسئلې تر غور او څیړنې لاندې نيسي:
1. په خپل وخت د گوندي تصميمونو او پريکړو د درست تطبيق څرنگوالي؛
2. د عامه ذهنيت د روښانولو او د خلکو د همکارۍ د جلبولو په خاطر په سياسي، تبليغاتي او کلتوري کار کې د گوندي څانگو او کميسيونونو لارښوونه؛
3. د گوند ليکو ته د جذب په برخه کې د گوندي شوراگانو د کار څیړل؛
4. دحق الشمول ، حق العضويتونو او اعانو د ټولولو او د گوند د مالي بنسټ د پياوړتيا څرنگوالى؛
5. د گوندي هدفونو د عملي کولو په منظور د گوندي سازمانونو لپاره د مساعدو شرايطو د برابرولو په خاطر د نورو گوندونو، سياسي او ټولنيزو سازمانونو، فرهنگي او صنفي بنسټونو او دولتي ارگانونو سره د اړيکو تامينول؛
6. په نړيواله کچه د گوند د معرفي کولو په خاطر له نړيوالو سازمانونو سره د متقابلوګټورو او ښو اړيکو تامينول؛
7. د گوند د مرکزي او محلي څانګو او کميسيونونو د کار او فعاليت د رپوټونو اورېدل
8. د کار د نواقصو د لېرې کولو لپاره د لارښوونو صادرول؛
9. په گوندي او دولتي ارگانونو کې د کادرونو د تقرر لپاره وړانديز کول؛
10. د اجرائيه شورا غونډې ته د دارالانشاء د کار او فعاليت د رپوټ وړاندې کول؛
اوه لسمه ماده: د گوند رئيس
دگوند رئیس د دارالانشاء،اجرائيه شورا، مرکزي شورا، سرتاسری کنفرانس او کنگرې د غونډو رياست کوي. رئيس د نورو گوندونو، سياسي او ټولنيزو سازمانونو، فرهنگي او صنفي نهادونو او دولتي ارگانونو سره او همدارنگه په نړيوالو اړيکو کې د گوند څخه استازيتوب کوي، خپل اجراآت د دارالانشاء سره همآهنگ او اجرائيه شورا ته رپوټ ورکوي. د گوند رئیس د اجرائیه شورا د پرېکړی سره سم د ملی مهمو مسئلو په اړه د ګوند موقف اعلاموی.
د گوند رئيس د توافقاتو امضاء او د مالي، بانکي او حسابي چارو مسئووليت په غاړه لري.
د گوند يو غړى کولاى شي صرف د دوو پر له پسو دورو لپاره د گوند د رئيس په توگه انتخاب شى .
ديارلسمه ماده: د گوند مرستيالان او منشيان د گوندي کار مشخصې برخې رهبري کوي او د گوندي شوراگانو د غونډو اسناد او پروتو کولونه ثبت او تنظيموي. مرستيالان او منشيان دارالانشاء ته مسئوول او رپوت ورکونکي دي.
اته لسمه ماده: د ګوند مرستیالان او منشیان د ګوندی کار ټاکلی لورې پر مخ بیایی او د ګوندی غونډو او شوراګانو اسناد او پروتوکولونه ثبت او تنظیموی. مرستیالان او منشیان د دارالانشاء په وړاندی مسئول او گزارش ورکونکی دی.
څلورم څپرکى
متفرقه احکام
نولسمه ماده: گوند او انتخابات
د گوند هر یو غړی کولای شی د ګوند په ملاتړ په ولسمشریزو، ولسی جرګې، ولایتی،ولسوالی او کلیوالی شوراګانو، د ښاروالۍ د غونډو او ښاروالانو ټاکنو کی ګډون وکړي.
د ګوند غړی په ټاکنو کې د نوماندانو تعهد،تحصیل،تجربه، تخصص، لیاقت او وړتیا په نظرکی نیولو سره د هغوی ملاتړ کوی.
ولسمشریزو او ولسی جرګې ټاکنو ته د نوماندانو پېژندنه د ولایتی شوراګانو او دهغوی دمعادلو شوراګانو او دکابل ښاری شورا سره په مشوره کې د مرکزی شورا لخوا او د نورو انتخابی مقامونو او بنسټونو لپاره د نوماندانو پیژندنه د اړوندو ګوندی شورا ګانو لخوا تر سره کیږی.
شلمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند له مالي لحاظه په لاندي منابعو متکي دى:
1. د غړو حق الشمول او حق العضويت چې اندازه او د ورکړې طرزيې د ځانگړي طرزالعمل په وسيله تنظيمیږي؛
2. د غړو او طرفدارانو اعانې او مالي مرستې؛
3. د مطبوعاتو او نشراتو عوايد؛
4. د اقتصادي تشبثاتو عوايد؛
یوویشتمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند له خپلو سياسي، اجتماعي او کلتوري فعاليتونو سره يو ځاى کولاى شي چې د توليدی، تجارتي او اقتصادي موسساتو په جوړولو لاس پورې کړي.
دوه ویشتمه ما ده: د وطن د ترقی ملي گوند د خپل مشخص بيرغ، نښان، مهر او نشراتي ارگان درلودونکى دى. د نشراتى ارگان او دمهر د ممیزاتو په اړه پريکړه د اجرائيه شورا له صلاحيتونو څخه دي.
درویشتمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند د ځوانانو، ښځو او د ټولنې د نورو قشرو د سالمې روزنې او د خپلو حقوقو څخه د دفاع په منظور د هغوئ تیارولو لپاره د دوی د شوراگانو او اتحاديو په جوړولو کې مرسته کوي. ګوند د مدنی ټولنی اړوند بنسټونو د تشکیلاتو او سیاسی خپلواکۍ په رعایت او درناوی سره ، په اړوندو چارو کې ور سره مرسته کوی.
څلور ویشتمه ماده: مکافات او مجازات
الف: د وطن د ترقی ملي گوند غړي چې د گوند د مرامنامې او اساسنامې د مندرجاتو د تحقق په لار کې او همدارنگا د گوندي دندو په تر سره کولو کې له ځانه لياقت او وړتيا څرگنده کړي د مربوطه شوراگانو په وړانديز او د لوړو گوندي ارگانونو په تائيد سره تقديرېږي.
د تقدير ډول او کچه د ځانګړی طرزالعمل په وسيله ټاکل کېږي چې د اجرائيه شورا له خوا تصويبیږي.
ب: د گوند غړي د اساسنامي د غوښتنو د نه رعايت او له گوندي اصولو او موازينو څخه د تخلف په صورت کې په لاندې ډول تنبيه کیږي.
– توصيه،
– اخطار.
– د گوندي مقام تنزيل.
– د گوند له غړيتوب څخه شړل.
د گوندي غړو تنبيه او د مجازاتو څرنگوالى د ځانگړي طرزالعمل په وسيله د اجرائيه شورا له خوا تعيين او مشخص کیږي.
پنځویشتمه ماده: د وطن د ترقی ملي گوند د مرکزي شورا مقر د کابل په ښار او د گوند د نمايندگيو دفترونه په اداري واحدونو او محلاتو کې ايجاد ېږي.
شپږويشتمه ماده: د گوند انحلال:
د نامساعدو شرايطور په صورت کې چې گوندي کار د گوند د مرامي هدفونو د تحقق لپاره ناممکن شي، د گوند د فعاليت د قسمي او يا کلي تعليق، د گوندي کار د ختم او يا د گوند د انحلال موضوع د مرکزي شورا او د پلتنی او څارنی کمیسیون په فوق العاده غونډه کې تر غور او څيړنې لاندې نيول کېږي او په دې اړه وروستۍ پرېکړه په غونډه کې د حاضرو غړو د دريو څخه د دوو برخو په رايه صورت نيسي او موضوع د رسمي اعلاميې په وسيله د گوند غړو، نورو هیوادوالو او د عدليې وزارت ته خبر ورکول کیږي.