د وطن د طرقی د ملی ګوند د لمړنی کنګری په مناسبت
د خیبر پښتونخوا د ولایتی شورا کنفرانس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نیټه: ۱/۸\۱۳۹۲
د ولایتی شورا د کنفرانس اجنداء:
۱- اساسی رپورټ او په رپورټ د ملګرو نظریات
۲- تشکیلاتی برخه
۳- د کنګری لپاره د نماینده ګانو ټاکل
۴- د ګوندی ونډی او اعانی د راغونډولو په هکله تصمیم
فیصلی:
۱- اساسی رپورټ او په رپورټ د ملګرو نظریات:
د غونډی اساسی رپورټ د ملګری حاجی عبدالمجید د ولایتی شورا د ریس لخوا د غونډی برخه والو ته وړاندی شو. په رپورټ کی په تیر یو کال کی د ګوندی کارونو په اجراتو بحث وشو نواقیص او نیمګړتیاوی په ګوته شوی. په اساسی رپورټ باندی ملګرو هر یو قاضی خوشدل، غلام علی خان، مصباح الدین او جان محمد خپل نظرونه څرګند او اساسی رپورټ یی تایید کړو
.
۲- تشکیلاتی برخه:
د تشکیلاتو په برخه کی څرنګه چی د ولایتی ګوندی شورا د غړو شمیر (۹) تنه دی له دغه جملی څخه دری تنه ملګری د یوه کال په موده کی د مکررو غوښتنو سره سره په غونډو کی برخه نه اخلی د ولایتی شورا د غړیتوب څخه سبکدوش شول.
۱- ملګری غلام علی خان د خراسان د کمپ د سازمان غړی
۲- ملګری حضرت حسین د خراسان د کمپ د سازمان غړی
۳- ملګری باوری د پشد د سازمان غړی
د نوموړو ملګرو په عوض لاندی دری تنه ملګری د رایو په اتفاق د ولایتی ګوندی شورا په غړیتوب ومنل شو.
۱- ملګری غلام محمد غالبی
۲- ملګری محمد نذیر
۳- ملګری جان محمد
۳- د کنګری لپاره د نماینده ګانو ټاکل:
د خیبر پښتونخوا د ولایتی ګوندی شورا په ثبت او شماره کی (۲۸۳) ګوندی ملګری شامل دی (۳۳) کسانو په ګوندی جلساتو کی ګډون نه دی کړی غیر حاضر وو پاتی (۲۵۰) کسان حاضر وو. د طرزالعمل مطابق لاندی (۵) تنه ملګری د ګوند په کنګره کی د ګډون لپاره د رایو په اتفاق انتخاب او وروپیژندل شو.
۱- ملګری حاجی عبدالمجید
۲- ملګری قاضی خوشدل
۳- ملګری نور حبیب (حبیب)
۴- ملګری حاجی غلام محمد (غالبی)
۵- ملګری محمد نذیر
۴- د ګوندی ونډی او اعانی د راغونډولو په هکله تصمیم:
ملګرو ته دنده ورکړل شوه چه د حق العضویت او اعانی مسًله فیصله کړی او ولایتی شورا ته ګذارش ورکړی.
په درنښت
حاجی عبدالمجید
د ګوندی ولایتی شورا ریس