د پکتيکا د خونړی بريد په اړه د وطن د ترقی ملی ګوند اعلاميه

د وطن د ترقۍ ملي ګوند

اعلامیه

د ۱۳۹۳ هـ. ش. کال د لیندۍ د میاشتې ۴مه  نېټه

د ۲۰۱۴ ع. کال د نوامبر د میاشتې ۲۴ مه نېټه

د لیندۍ د میاشتې په دریمه نېټه د ډله ایزو رسنیو له لارې  یو زړه بوږنوونکی خبر خپور شو چې د پکتیکا ولایت د یحیا خیلو په ولسوالۍ کې د سپورتي لوبو د سیالیو پر ډګر کې د یوې چاودنې له امله تر پنځوسو زیات کسان شهیدان او تر ۷۰ زیات زخمیان شول. د شهیدانو او زخمیانو ډیره برخه  ځوانان او د لوبو مینه وال وو. 

د وطن د ترقۍ ملي ګوند رهبری دا تروریستي پېښه چې د بې ګناه ځوانانو د جنازو کتارونه یې خاورو او د زخمیانو په وینو لړلي بدنونه یې روغتونونو ته ولیږدول، په کلکه غندي او له لوی خدایه غواړي چې شهیدانو ته جنتونه، زخمیانو ته روغتیا او د هغوی کورنیو ته د زړونو صبر ور په برخه کړي. له دولت او اړوندو ارګانونو څخه غواړو چې زر تر زره ددې پېښې عاملین پیدا او په سزا ورسوي، ځکه چې د خلکو د ژوند ساتنه او د هوسا شرایطو برابرول د دولت له لومړنیو دندو څخه شمیرل کیږي. موږ د ملي یووالی حكومت  څخه په ټینګه غواړو چې په هیواد کې د سولې او امنیت راوستلو او د بدلونونو او اصلاحاتو د زر پلی کولو په خاطر ټینګه اراده څرګنده او بیل بیل اړخونه د یوه موټي په شان په عمل كي  د وطن د دښمنانو په وړاندې عمل وکړي.

همدارنګه له ټولو افغانانو څخه زموږ غوښتنه داده چې پخپل منځ کې د سوکاله ژوندانه له پاره سوله ایز شرایط را منځته او یو د بل له مرګ او ژوبلې څخه  لاس واخلي، ځکه چې د جګړې په شرایطو کې ټولو افغاني لورو ته اوښتي زیانونه په پایله کې د واحد افغانستان او ټول افغان ملت زیانونه ګڼل کیږي. موږ پر ګاونډيو هیوادونو او نړیواله ټولنه غږ کوو چې د زړه له اخلاصه په افغانستان کې د سولې او امنیت له پاره خپلې هڅې همغږې کړي تر څو چې زموږ پرخاوره کې د بهرنیوهيوادونو لاسوهنه پای ومومي.

په ګران افغانستان کې د سولې او آرامتیا په هیله!

د وطن د ترقۍ ملی ګوند دارالانشأ

Comments are closed.