دوطن د ترقی ملی ګوند د مرکزي شورا ګزارش
تــــاريخ: ۲۸ قوس ۱۳۹۲
کـــابـــل- افـــغانــــــستان
د تشکيلاتو په برخه کې
نېږدې يو کال دوطن د ترقی ملی ګوند له لومړنی کنفرانس څخه تېريږي، کنفرانس وښودله چې د ارادې د شته والی په صورت کې د يووالی او صداقت، د ملي دموکراتو ځواکونو ترمنځ د يووالی تامينول او د هغوی ترمنځ د شته تيت او پرکوالی له منځه وړل ناممکن نه دي. کولای شو چې د هغوی ترمنځ بالقوه ستراتيژيک اتحاد په يوه واحد ګوند کې پر يوه بالفعل ستراتيژيک اتحاد باندې بدل کړو او خپل تاريخي رسالت د خلکو او وطن په وړاندې سر ته ورسوو. ملي ترقی وطن ګوند د دغو ځواکونو ترمنځ د يووالی د تامينولو لپاره ژوندۍ او روښانه بېلګه ده.
ګرانو ملګرو!
د کنفرانس له جوړولو وروسته نيول شويو تدبيرونو له موږ سره مرسته وکړه چې د کنفرانس له جوړولو وروسته په لومړنيو مياشتو کې د هغوي ترمنځ د انتخاباتو په نتيجه کې خپلې ولايتی شوراګانې رامنځ ته کړو. نېږدې په زياترو ولايتونو او له هېواد څخه بهر په بريالۍ توګه د تشګيلاتو يو ځای والی سر ته ورسيد او د مخوينی شوی پلان سره سم، زموږ ملګرو په جديت سره دغه پروسه بشپړه کړه. ګوند په دغه موده کې د کميت له پلوه چټکه وده وکړه چې په يو شمېر ولايتونو کې ګوند له کمی پلوه شايد سل په سلو کې وده کړي وي.
په وياړ سره ويلای شو، چې د وطن دترقی ملی ګوند يو داسې ګوند دی چې د ټول هېواد په کچه فعال دی، د ليدلوري د سياسي مبارزې د تاکتيک او ستراتيژۍ، د سياسی او ټولنيز جوړښت او پيوند، د مشرتابه او رهبرۍ په لحاظ د هېواد او ټولنې د سياست په ډګر کې پخپل فعال شته والی سره يو بشپړنوی ګوند او په واقعی مفهوم سره په رښتيا يو ملي او دموکراتيک ګوند دی.
دغه ګوند نه يوازې ولسي هدفونه او سازماني اصول تعقيبوي، بلکې دغه ګوند د هېواد له ملي او ولسي ګټو څخه د ملاتړ په اړه غوڅې، څرګندې او روښانه موضوع ګيرۍ، سياسي او ټولنيز جوړښت لري. ددې ګوند موضوع ګيرۍ د هېواد پر برخليک باندې د تپل شوی مافيا او د پرديو استخباراتی عواملو او په ادارو کې د موجود فساد پر ضد هغه موارد دي چې اوس زموږ خلک د هغوی حقانيت پرپوستکی او غوښه باندې احساسوي.
ګوند د هيواد له ټولو قومونو څخه خوارښه، پوه او- د هېواد ملي ګټو ته ژمن بچيان په خپل جوړښت کې لري، دغو ټکوته په پام سره هغه د هېواد ترټولو ښه بېلګه او ملي سمبول ګڼلای شو، چې د هرې ورځې په تيريدو او د ګوند د جوړښت په بدلون سره يې دغه ځانګړتياوې لا څرګنديږی.
زموږ ګوند د يو کال په بهير کې نه يوازې د سياسي او ټولنيزجوړښت له پلوه، بلکې ګوند ته د ځوان نسل په راتګ سره په يوه نوی کيفيت باندې هم واوښت. له نيکه مرغه اوس زموږ د ګوند پر غړيتوب يو زيات شمېر ځوانان منل شوي دي په دی برخه کی لازمه ده، چې د باميانو، دايکندی، بادغيس، فراه، هلمند، ننګرهار او د ميدان وردګ د ولايتی شوراګانو او د کابل پوهتونونو د ګوندي شوراګانو له کار او فعاليت څخه چې د خپلو اړوندو سازمانونو په کمی او کيفي وده کې يې جدی پاملرنه کړې ده، درنښت او مننه وکړو. هغوی په رښتيا بريالی شوي دي چې د تير کال په بهير کې د ټولو امنيتی ستونزو او دوسلهوالو ډلو له خوا د خطرونو په منلو سره اغېزمن کارونه سر ته ورسوي او برياوې تر لاسه کړي. موږ نن پخپله کنګره کې له هغو څخه په وياړ يادونه کوو.
ګوند سره له دې چې له کمي پلوه وده کړې ده او د زرګونو ځوانانو راتګ ګوند ته نوی کيفيت وربخښلی دی، خو په ګوند کې د ښځو کم رنګي د امنيتی بحران له اغېزو، د فرهنګي وروسته پاتې والی او په ټولنه کې شته واکمن سنتونه، د شاګروډلو څخه ويره او په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴ کال وروسته اندېښنې او نګرانۍ ددې لامل ګرځيدلي، چې د ښځو په منځ کې اپوليزم (د سياست څخه بې زاری) او د سياست سره د لېوالتيا نشتوالی واکمن شي. په نتيجه کې په ګوند کې د ښځو د کم رنګۍ لامل هم ګرځي. دغه ټکی زموږ د اندېښنې وړ دی، هيله لرو چې ګوند ته د ښځو په جلب او جذب کې زياته پاملرنه وشي څو د هغوی عملی ګډون په سياست کې، زموږ د ګوند دريځ تامين او پياوړی کړي.
ګوند د يو کال په بهير کې له سياسي ګوندونو او مدني ټولنو سره پخپلو اړيکو کې مناسب او لوړځای درلود. د سياسي ګوندونو د جوړولو او ثبت د طرز په اړه د مقررې د نهمې مادې د تعديل په اړوند د (۳۵) سياسي ګوندونو د ګډغبرګون سازمانول، د کنړ او ننګرهار پر ولايتونو باندې د پاکستان د بريدونو په اړوند په ولسي جرګه کې د لسوګوندونو او ټولنيزو سازمانونو د استازو د ګډغبرګون سازمانول، د ننګرهار د هسکې مينې په ولسوالۍ، د کندز، کنړ، فراه، د کندهار ولايت د ميوند په ولسوالۍ، د ميدان وردګ ولايت او په نورو ډيرو مواردو کې دناټو او امريکايي ځواکونو د بريدونو په اړوند د ګوند غبرګون، د مدني ټولنو په کنفرانسونو او غونډو کې د ګوند د استازو ګډون او د ګوند له خوا په دغو کنفرانسونو کې فعال رول لوبول، د هېواد په مختلفو سيمو کې د حاکميت د مخالفينو د تروريستي بريدونو په اړوند د ګوند غبرګون، د دموکراتو او ترقۍ غوښتوونکو ګوندونو د اتيلاف، د حق او عدالت ګوند، د افغانستان د مخلصينو ملي اجماع، ولسي جبهه، د اعتماد ملی جبهه، دولس غږ حرکت، ملي محور، د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز، د وطن ګوند، د وحدت ملي ګوند او د نورو زياتو سازمانونو سره د درېيم ځواک د جوړولو، د جمهوري رياست په ټاکنو کې د ګډ دريځ لرلو او اړيکو د تامينولو په موخه پر له پسې خبرې اترې شوي دي او دا هغه موارد وو چې زموږ ګوند د هغوی په سازمانولو کې زيات رول درلود.
خو په تأسف سره چې د هېواد بحرانی سياسی وضعيت او د بيلابيلو اړخونو سياسي بازۍ ددې لامل شوې چې ګوند د ځينو اړخونو د ژمنو سره سره پر دغه هدف باندې بريالی نه شو.
له بحران څخه د ژوغورنې جبهه چې ملی ترقي وطن ګوند د هغې غړی او يو له بنسټ ايښودونکو څخه دی، د هغه څه په اړه چې ګزارش درکړ شو، موږ ګډرول په کې درلود.
يو له هغو اساسي ټکو څخه چې د جبهې په زياترو غونډو او له ايتلافونو او نورو ګوندونو سره بحث پرې شوی دی، په هېواد کې د جمهوری رياست او د ولايتی شوراګانو د راتلونکو ټاکنو موضوع ده. د جبهې غړوله حزب ملی وطن څخه په استثنا د يوه کانديد څخه ملاتړ تاييد کړ.
زموږ د ګوند تشکيلات له هېواد څخه بهر د هرې ورځې په تېريدو سره پراختيا مومي او له هېواد څخه بهر د افغانانو ترمنځ له ښه باور او اتوريتې څخه برخمن دی. له نيکه مرغه له هېواد څخه بهر په (۱۸) بهرنيو هېوادونو کې زموږ د ګوند تشکيلات ددې لامل ګرځيدلي، چې د دغو هېوادو سياسي ډلې زموږ له ګوند سره اشنا شي او زموږ ګوند د افغانستان په سياستونو کې د يوه فعال ګوند په توګه وپېژني.
له هېواد څخه بهر زموږ ګوندي تشکيلاتو د حق العضويت او مالي مرستو په ورکړې سره ګوند ته دا امکان ورکړی دی، چې په دې برخه کې د ګوند پرستونزو باندې تريوې اندازې لاس بری شو. له ګوند سره د هغوی د مالي مرستو له امله مننه کوم او هيله منديم چې له ګوند سره د خپلو مرستو په زياتوالی کې لا زياته ياری وکړي.
د ګوند د مشرتابه د غړو حضور په رسنيو کې او د افغانستان د خلکو او ملي ګټو د حمايت پر بنسټ د دوي څرګندې، روښانه او غوڅې موضوع ګيرۍ، د بهرنيولا سوهنو، په دولتی اداروکی د فساد، د املاکو د نيولو او د شخصی او عامه شتمنيو د لوټ په اړه ددوی جدی او غوڅ غبرګونونه، د ځينو مهمو او غوره ملي مسالو په اړه د ګوند اعلاميې او موضوع ګيرۍ، د ګوند د فعالينو له خوا په انترنيټی سايټونو کې يو شمېر ليکنې، د تبليغ او فرهنګ کمسيون له خوا د ځينو مسالو په اړه خپرونې او په ولايتونو کې د ګوند بالفعل حضور ددې لامل شوی چې زموږ ګوند د افغانستان په سياسی ډګر کې د يو مطرح ګوند په توګه را څرګند شي.
ګرانو ملګرو!
د وطن دترقی ملي ګوند اجرائيه شورا او دارالانشأ د يووالی له کنفرانس څخه په وروسته موده کې هڅه کړي ده، چې له خپلو مصوباتو، لارښودونو او طرزالعملونو څخه په استفادې په ګوند کې د تشکيلاتو د يو ځای والی پروسه بشپړه کړي او په هېواد کې د جاری وضعيت سره سم په ګوند کې ممکن کاری نظم رامنځ ته کړي. د ګوند د اجرائيه شورا او دارالانشا په کار کې کمزورۍ او نيمګړتياوې له يوې خوا، د امنيتی وضعې خرابوالی، د سفرونو لپاره د مالي امکاناتو نشتوالی، په ولاياتو کې زموږ په سازماني چاروکې کمزورۍ او نيمګړتياوې ددې لامل ګرځيدلي، چې ونه کولای شو د خپلې ټولنې د اړتيا وو په تناسب لازم کاری نظم په ګوند کې منځ ته راوړو. هيڅ شک نه شته چې زموږ ګوند له کمی پلوه بې ساری وده کړې ده، خو په ګوند کې د نظم او دسپلين نشتوالی او هغه کړنې چې هيله يې کيده چی سياسي مبارزه کمزوری کوي. لازمه پاملرنه وشی چې ګوند د منظمو اړيکو مجموعه ده، ګوند چې په هغه کې نظم او دسپلين نه وي او د هغه غړي په اساسنامه کې درج شوي ارزشونه، زموږ پرګوندي ژوند باندې د حاکمو قواعدو او ضوابطو د مجموعې په توګه رعايت نه شی، نه شو کولای د هغه له کارآيي اوکړنو څخه په ټولنه او هېواد کې خبرې وکړو.
په ځينو سيمو کې د امنيتی وضعې د خړپړتيا له امله د ګوند له غړو سره د اړيکو ټينګول له زياتو ستونزو سره مخ شوي دي. اجرائيه شورا دغو ستونزو ته په پام سره په نا امنو سيمو کې د ګوندي سازمانونو د جوړولو په اړوند مصوبه تصويب کړې چې د هغې نه په استفادې سره ګوندی شوراګانې د ګوندي سازمانونو په جوړولو کې مرسته اخيستی شي.
د ګوندي اسنادو او مصوباتو، د ګوند د اجرائيه شورا او دارالانشا د لارښودونو او طرزالعملونو سره زموږ په محلی او سيمه ييزو ګوندی سازمانونو کې د کاري تجربې نشتوالی ددې لامل شوی چې ددغو اسنادو مندرجو مطالباتو ته لازمه پاملرنه ونه شي. تراوسه هيڅ يوې ولايتی شورا د يادو شويو اسنادو د مطالباتو د پلي کولو په اړه خپل ګزارش د ګوند مرکزی شورا ته نه دی راليږلای.
د اړيکو د يوه منظم سيستم د موجوديت په مفهوم د ګوند د منظم اطلاعاتی سيستم، د ګزارش ورکولو او اخيستلو، د مصوباتو، لارښودونو او طرزالعملونو پر اجرا کولو باندې د سم کنترول نشتوالی ددې لامل شوی، چې د هېواد په سيمو کې د ګوند د مرکزی شورا او ولایتی شوراګانو ترمنځ اغېزمنې او ژوندۍ اړيکې رامنځ ته نه شي. په ځينو ګوندي سازمانونو کې ګوندي غونډې يا جوړيږي نه اوکه جوړې هم شي نصاب يې کمزوری او لازم محتويات نه لري. بې محتوې او کمزوری غونډې ددې لامل ګرځي چې په غونډو کې د ګوندی غړو د برخې اخيستنې ليوالتيا کمزوری کړي. زموږ د ګوند غړي او فعالين د ګوندي د ندوله اجرا سره مسوولانه چلند نه کوي. د ګوند زياتره غړي حق العضويت نه ورکوي او يا پخپله مسوولين د حق العضويتونو او اعانه راغونډولو ته پاملرنه نه کوي. اوموږ هم تر اوسه ونه شول کولای چې په دی برخه کې يو منظم سيستم را منځ ته کړو.
ګوند زيات بالقوه مالي امکانات د ګوندي غړو د حق العضويتونو او اعانه له پلوه لري، خو په تأسف چې تر اوسه موږ هم له دغو بالقوه امکاناتو څخه په بالفعل توګه استفاده نه ده کړې.
هرکله چې موږ وکولای شو په ګوند کې د حق العضويتونو او اعانه د راغونډولو يو منظم سيستم منځ ته راوړو، موږ ته امکان راکوي څو د ګوندي دفترونو په پرانيستلو او ولاياتو ته زموږ د کادرونو د سفرونو په تنظيم او د ذکر شويو نقايصو د لرې کولو په برخه کې اغېزمن کار سرته ورسوو او د خلکو ترمنځ د ګوند د معرفۍ په اړه ګامونه او چت کړو. يادوټکوته په پام سره بايد موجودو بې نظميوته په ګوند کې د پای ټکی کېږدو او په ګوند کې له بې نظمي څخه نظم او دسپلين ته ورتېرشو. يو شمېر روشنفکران په ګوند کې نظم او دسپلين د نويوګوندونو له ځانګړتياوو څخه نه ګڼي، په داسې حال کې چې د سياسي مبارزې د پرمخ بيولو لپاره لازم دي چې ګوندونه د موجودو شرايطو او امکاناتو څخه په استفادې د ګوند د داخلی ژوندانه د تنظيموالو به موخه ګوندي نظم او دسپلين مراعات کړي.
زموږ ګوند د هيواد د اوضاع او سياسی حالت په تناسب او د اقتصادي، ټولنيز او فرهنګی انکشاف په تناسب يو مدرن ګوند دی، کله چې د ګوند له مدرنيزه کولو څخه د پرمختللو دموکراتيکو ټولنو د نورمونو او معيارونو سره سم خبرې پرې کيږي، معنا دا چې د ګوند مدرنيزه کول د هېواد د حالتو او اوضاع په تناسب په يوه مدرن ګوند کې د قبول شويو معيارونو او ارزشونو د پلي کولو او انطباق په مفهوم دي. ګوند په جدی او غوڅه توګه د مدرنيزه کولو په لورګامونه ايږدي. او زموږ په ګوند کې قبول شوي ارزشونه چې د ګوند په اساسنامه کې تسجيل شوي دي په جدی پرله پسې توګه عملي کيږي، دغه ارزشونه کوم دي؟
۱- زموږ په ګوندي ژوندانه کې د دموکراسۍ پلی کول.
۲- د ګوندی مقامونو لپاره د ځان او بل د انتخاب کولو حق.
۳- په ګوندي غونډو کې د غړو پر وړاندې د نظر، وړانديز او انتقاد کولو حق.
۴- د ګوند د جاري او عمومی سياست په اړوند د نظر څرګندولو او تصميم نيولو حق په مستقيم ډول او يا د ټاکل شويو استازو له لارې.
۵- په دولت کې انتخابی چوکيو ته د ګوند په ملاتړ د کانديدو حق.
۶- په سياسي، ټولنيزو او فرهنګی چاروکې د ګوند له ملاتړ څخه برخمن کيدل.
۷- د يو او بل په وړاندې د ګوند او غړو ترمنځ د متقابل مسووليت منل.
۸- د ګوند د غړو له تلف شويو حقوقو څخه په ټولو غونډو، ګوندي مقامانو او د کنګرې په ګډون د دفاع حق.
همدارنګه د ګوندي تشکيلاتو په ټولو سطحو کې د ټاکنو تر سره کول او په نهايت کې د ولايتی کنفرانسونو له لارې د ګوندي ټاکل شويو استازو ګډون د کنګرې په کار، د ګوند د عمومی سياست په تصويبولو (مرامنامه)، د ګوند د جاري سياست په ټاکلو، د ګوند د اساسنامې په تصويبولو، د ګوند د مرکزي شورا، د تفتيش او څارنې د مرکزي کمسيون په ټاکلو کې د دغو ارزشونو د عملي پلي کولو څرګندوي هم دي.
محترمو مېلمنو او د کنګرې په غونډه کې حاضرو ملګرو!
د ګوند غړو ځانونه ولايتی شوراګانو ته کانديد کړي دي، په اړوندو ولاياتو کې زموږ ګوندي سازمانونه مکلف دي له هغوی څخه په ټاکنو کې ملاتړ وکړی او بری ته د هغوی په رسولو سره په ولايتی شوراګانو کې د ګوند حضور او شته والی تامين کړي.
موږ د کنګرې په جوړولو سره چې د ګوند انتخاب شوي استازي په کې ګډون لري او د ګوند د راتلونکی برخليک په اړوند غوره پريکړې کوي؛ ددې څرګندوي دی چې موږ يو دموکرات او مدرن ګونديو. لازمه ده چې پاملرنه وکړو چې زموږ ټولنه د پرمختلليو دموکراتيکو ټولنو سره جدی توپير لري، زموږ ټولنه د امنيتی، سياسي، اقتصادي او فرهنګي بحران او د اعتماد بحران په حال کې ټولنه ده. له دې امله لازمه ده چې له هغې سره د واقعيتونو پر بنسټ چلندوشي او دموکراسی زموږ د ګوند د سياسي سيستم يو اساسي عنصر او توکی ګڼل کيږي او هغه د ګوند د داخلي ژوندانه د غوره اصل په توګه مني.
هغه څه ته په پام سره چې وموويل، کولای شو لاندې موارد او ټکي د خپل ګوند د ژوندانه د غوره مسالو په توګه چې بايد تامين شي اشاره وکړو:
۱- په ګوند کې د اوسپنيز نظم او دسپلين رامنځ ته کول.
۲- له سيمه ييزو سازمانونو سره د ګوند د مرکزی شورا د منظمو اړيکو جوړول او د ګذارش ورکونې او د ګوند د رهبری پرپريکړو باندې د سم کنترول د سيستم جوړول.
۳- د يوه منظم مالي سيستم جوړول، چې ګوند له خپلو بالقوه مادي امکاناتو څخه په بالفعل ډول استفاده وکولای شي.
۴- د ګوند د خپرنيز ارګان منظمې خپرونې.
۵- د ګوند د غړو، سياسي فعالينو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د زده کړې او د پوهې د لوړتيا په خاطر د زده کړو د يو منظم سيستم جوړول او د افغاني ټولنې د ځانګړتياوو سره سم پرنويو افکارو باندې د هغوی سمبالول.
۶- د ګوندي اسنادو سره د کار په برخه کې، زموږ د ګوندی فعالينو د روزنې او سمبالونې لپاره د يوه منظم روزنيز سيستم جوړول.
همدارنګه ملګرو ته خبر ورکوو، چې زموږ ګوند د خپل راجستر پروسه د ۱۳۹۲ کال د قوس په شپږمه نېټه په عدليې وزارت کې بشپړه کړه او د خپل فعاليت رسمی جواز يې د ملی ترقي وطن ګوند په نامه د افغانستان د اسلامی جمهوريت له عدليې وزارت څخه په لاس راوړ. اوس د ګوند د غړو او سازمانونو دنده ده چې له موجودو امکاناتو څرنګه استفاده کولای شي د ګوند د راتلونکی سياست په اړه پريکړه وکړي. هيله منديو، چې د تاسو پريکړې له ګوند سره دشته وضعيت څخه دوتلو په کار کې مرسته وکړي او د هېواد او خلکو د ژغورنې په برخه کې زموږ د ګډو ارمانونو د پلي کولو او د زياتو لاسته راوړنو او برياوو په لاره کې مرسته وکړي.
د کنګرې محترمو استازو، ګرانو مېلمنو، مېرمنو او آقايانو!
دوطن د ترقی ملی ګوند کنګره، ددغه ګوند له پراخ کنفرانس څخه وروسته، زموږ په ګران هېواد کې د جمهوری رياست او د ولايتی شوراګانو لپاره د درېيمو ټاکنو، د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتی تړون په درشل کې چې يو عمومی رنځمل بحران يې په هېواد کې رامنځ ته کړئ، جوړيږي. د هېواد سياسی او امنيتی حالت ورځ تر بلې بدتر او پيچلی کيږي، جګړه او نا امنی پراخ اړخونه خپلوي. د بهرنيو پر له پسې او پراخې لاسوهنې، په ځانګړې توګه له يوې خوا د پاکستان د لاسوهنو زياتوالی، پوپناه کوونکی اداري فساد، د دولتی ادارو نا کارايي او بې کفايتی او د بلې خوا له حکومت سره د خلکو نه همکاری کول د جګړه مارو ځواک يې زيات کړی دی.
د حاکميت د ننه د واک او ثروت لپاره مبارزې د حکومت اجرائيوی ځواک کمزوری کړی دی او د سياسي او امنيتی اوضاع خړپړتيا لاپسې زياتوي، دمرکزی دولت نا کارايي او بې کفايتی ددې لامل شوې چې د هېواد په اطرافو کې زورواکي، ظالمان او تر ټولو جاهل کسان د ټولو چارو واک په لاس کې واخلي. سيمه ييز زور واکي، تنظيمی قوماندانان، انجووال، فاسد بوروکرتان او په سره کې د مخداره موادو مافيا د عامه او شخصی شتمنيو د غصبولو او لوټلو ترڅنګ د خلکو د ځورولو او کوټلو په ابزارو بدل شوی دي.
موجود حکومت د خلکو د رضايت اصل له ياده ويستلای، جګړه ماروته باج ورکوي او خپل مشروعيت يې، چې د ملی ګټو پر بنسټ د خلکو د رضايت داصل په نتيجه کې ميسر کيږي، تر پوښتنې لاندې راوستی دی. دغه امر د دولت او خلکو ترمنځ د زياتيدونکی واټن لامل شوی دی. خلک په حقه له دولت څخه متنفر دي. او که چيرې دولت غواړی چې د خلکو باور ترلاسه کړي، بايد د هغوی د آزادۍ او حقوقو په دفاع کې ودريږي. د دولت د مخالفينو پر ضد جګړه کې د خلکو ګډون د جګړې برخليک د دولت پرګټه را څرخوي.
په دولتی ادارو کې له فساد څخه د خلکو کرکه، د بهرنيو لاسوهنو دوام او د جګړه مارو څخه د پاکستان ملاتړ، د تروريزم د ځالې او مرکز په توګه د پاکستان له رول څخه د نړيوالې ټولنې سترګې پټول او د افغانستان زير بنايي اقتصاد ته نه پاملرنه د بنياد ګرايي او تروريزم د بستر په توګه د هېواد د خلکو هيلې د پوپناه کوونکې جګړې د پای ته رسولو، د پايښت کوونکې سولې د ټينګولو، د اقتصادی پرمختيا او د ژوند د ښه کولو په په برخه کې ناهيلي کړی دي، د بحران پراختيا او ژورتيا په بيلابيلو اړخونوکې پراختيا مومي.
په داسې حال کې چې جګړه او نا امنی هره ورځ د افغانستان له خلکو قرباني اخلي، خلک بې وزلۍ، بيلابيلې ناروغۍ، اجباری مهاجرتونه، بې کوري او اواره ګي، بې روزګاري، جهالت او بې سوادي ګالي او د ساه ايستلو وس نه لري. يو شمېر جنايتکاران د مخداره موادو د قاچاق، د عامه او شخصی شتمنيو د غضبولو او لوټولو د سرشارو عوايدو له مدرکه مليونران او مليارداران شول. د ټولنې د دغو دوو ټولنيزو ډلو ترمنخ بېلوالی او واټن، ټولنه د فاجعې نه د ډکې او خونړۍ مخامختيا په لوربيايي.
زموږ د خلکو پوپناه کوونکی وضعيت چې نوموړی نظام پرخلکو تحميل کړی دی په حقيقت کې د انسان مقام او موقف ته يو سپکوئ دی.
جمهور رئيس کرزی په خپله يوه وروستۍ وينا کې څرګنده کړه، چې په وروستيو څوکلونو کې د افغانستان د خلکو ملی عايد د سړی پر سر ۶۰۰ امريکايي ډالره په کال کې لوړ شوی دی. په داسې حال کې چې دا ادعا له حقيقت څخه ليرې ده، د افغانستان مطلق اکثريت خلک له دغو غير حقيقی ادعاو وسره سره، دبې وزلۍ ډير ټيټ ژوند تېروي.
د جګړه مارانو حکومت د هېواد د اقتصادی پرمختيا خنډ ګرځي. د خلکو برحقو غوښتنو ته نه پاملرنه او په ځانګړې توګه د هېواد ځوانانو ته چې د آبادۍ او جوړونې ځواک دی د جګړې او د بې امنيتی قربانی دي او د توليد له پروسې بهر او ډلې ډلې د کار او عوايدو د پيدا کولو په خاطر بهرنيو هېوادونو ته روان دي او په سنيدونو، ځنګلونو او سوځنده دښتو کې د مرګ خوارک شوي او د افغانانو په زرګونو کورنۍ د خپلو عزيزانو په ويرناستې دي.
په زرګونو افغاني کورنۍ او په مليونونو افغان وګړي د هېواد په د ننه او بهر کې د جګړې او نا امني له امله د مهاجرت شپې او ورځې تېروي او د افغانسان د جبارو او ظالمو ګاونډيانو د غلامۍ ژغ پرغاړه کشوي.
د نړيوالې ټولنې په ملياردونو ډالره چې د افغانستان د خلکو د مرستې په نامه له ناباوری ځايونو راغلي، د لوټمارو ډلو له خوا د انجوګانو تر نامه لاندې لوټ او ورک شول. دغه مرستې دښه او شفاف مديريت په صورت کې کيدای شوې چې زموږ د خلکو په ژوندانه کې يې اغېزمن رول درلودلی وای. افغان ماشومان د نړيوالو ټولو منل شويو موازينو پر خلاف د يوې ګولې ډوډۍ د پيداکولو په خاطر ښوونځيو ته له ورتلو پاتې او په درانو او سختو کارونو بوخت دي. ښځې چې د ټولنې نيمايي تشکيلوی تر ملاماتوونکو قيوداتو او بنديزونو، د منځنۍ پېړيو پر محروميتونو باندې محکومې، د ځان سوځونې او بيلابيلو کړاوونو، روحی او جسمی شکنجو سره مخامخ دي. زموږ د هېواد مېرمنې له لومړنيو انساني حقوقو، لکه د زده کړې، کار، د مېړه د انتخاب آزدی، د شغل او حرفې له انتخاب څخه محرومې او تراوسه هم د ټولو انسانی، اخلاقی او مذهبي موازينو خلاف په جبری واده کولو باندې محکومې دي.
په مخداره موادو باندې د افغان ځوانانو، نارينه وو او مېرمنو روږ دي کيدل د موجود حاکميت د دوران يوه بله لاسته راوړنه شمېرل کيږي. د نشه يانو د سلوګونو زرو لښکر هره ورځ زياتيږي، حاکم نا کاره نظام ددې وحشتناکې او پوپناه کوونکې ټولنيزې ستونزې په وړاندې چوپتيا غوره کړي او د مخداره موادو مافيا د ټولو انساني، ديني او اخلافي موازينو په خلاف افغاني ټولنه د نابودۍ پر لور روانه کړې ده.
په دغسې نه منونکی اوضاع او حالت کې د ټولنې سالم ځواکونه له پرله پسې شوکونو او ټکونو څخه وروسته د مختلفو عواملو له امله تيت او پرک دي او د هېواد په سياسی وضعيت کې حضور نه لري. يوازې د ملي او عدالت غوښتونکو ځواکونو صادقانه اتحاد او پيوستون کولای شی چې د هېواد په موجود سياسی وضعيت کې د دوي شته والی تامين کړي. د ملی ترقی وطن ګوند له هر فرصت نه په استفادې د ملي دموکراتو ځواکونو يووالی او پيوستون د يوې مرکزی مسالې په توګه د سياسي او ټولنيزو بدلونونو په پروسه کې مطرح کړې ده. ملي ترقی وطن ګوند عقيده لري چې يوازې د يو واقعی ملی او دموکراتيک الترناتيف په عملی کولو سره کولای شو چې روان بن بست او جاري بحران ته د پای ټکی کيږدو. له دې امله زموږ ګوند د ملي او هېواد پالو ځواکونو د راغونډولو، اتحاد او د دوي د خلل نه منونکی پيوستون او د سياسي رهبری او د سازمانی ظرفيتونو د لوړولو په خاطر خپلو نه ستړي کيدونکو هڅوته دوام ورکوي.
زموږ ګوند عقيده لري چې د يوه واقعی ملي دولت جوړول، چې د افغانستان د خلکو د ارادې ممثل وي، د افغانستان د خلکو د ملي او سياسي يووالی له ټينګولو پرته ميسر نه دی. د ملی دولت تشکيلول، چې د ملي ګټو او مصالحو ساتونکی وي او د جاری بحران څخه د ايستلو ظرفيت او وس ولري، سراسری او پايداره سوله تامين کړي، د خلکو د حقوقو او آزاديو، خپلواکۍ، د ملي حاکميت او د خاورې د تماميت ساتونکی وي، زموږ د خلکو په تاريخي ارمان باندې اوښتی دی.
زموږ ګوند د خپلو خلکو د دغه سپيڅلی ارمان لاس ته راوړل، د خپلو هېوادپالو دندو په سر کې ټاکلی او لاس ته راوړلو په خاطر يې کلکه مبارزه کوي.
د هېواد اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي: په افغانستان کې ملی حاکميت په خلکو پورې اړه لري چې د هغوی او يا د هغوی د استازوله خوا پلي کيږی.
د افغانستان د اساسي قانون د احکاموله مخې دادي د جمهوری رياست او د ولايتی شوراګانو درېيمه دوره ایزی ټاکنې په راتلونکی کال کې کيږي. ټاکنې د دموکراسۍ د مرکزی بنسټ په توګه خلکو ته امکان ورکوي چې په عملی ګډون سره د خلکو د ارادې او رضايت پر بنسټ د حکومت د جوړولو په پروسه کې برخه واخلي. او آزادې او سياليزې، عادلانه، شفافې، دموکرتيکې، غير مهندسی شوي او غير فرمايشی ټاکنې هغه ميکانيزم دی، چې د خلکو رايې، د خلکو اراده او رضايت په حکومت باندې بدلوي. سربيره پردې ټاکنې داسې يو بنسټ دی، چې دواک سوله ييز ليږ د برابروي او د حکومت واک د خلکو د ملي ګټو په برخه کې ګماري. موږ د جمهوری رياست په راتلونکو ټاکنو کې نه يوازې جمهور رئيس او ولايتی شوراګانې ټاکو، بلکې د سم او دقيق انتخاب په صورت کې د خلکو ځواک پر حاکمه واک باندې بدلوو. کله چې جمهور رئيس او د ولايتی شوراګانو ريسان حاکمه واک او د خلکو حاکمه بالفعل او بالقوه واک درک کړي، تل به د خلکو او د هغوی د ارادې او رضايت په وړاندې مخالفت ونه کړي. او کنه خلک به له خپل حق نه دواکمنو د ګوښه کيدو په برخه کې له اجرائيوی صلاحيتونو څخه استفاده وکړي. دموکراسی د واکمنو د بې واکه کولو حق د خلکو له حق سره موازی دواکمن د ټاکلو لپاره په رسميت پېژني. دموکراسی د خلکو حکومت پر خلکو باندې، د خلکو لپاره ده. د دموکراسۍ په نظامونو کې خلک د حکومت پر چارو باندې د نظارت او کنترول حق لري. خلک د افغانستان د اساسی قانون پر بنسټ د واک مرجع، دواک د مشروعيت مرجع، پرواک باندې د نظارت مرجع او دواک د قانونيت مرجع ده.
موږ د خلکو د سياسي ارادې ممثل ملي حکومت غواړو. د خلکو سياسی اراده يوازې د آزادو او عادلانه ټاکنو په کولو کې ده. ټاکنې خلک په عملی توګه د خپل سياسی برخليک په ټاکلو کې يو موټی کوي. ټاکنې د خلکو سياسي ګدون په سياسی پروسه کې عملی کوي. سياليزې ټاکنې خلکو ته چانس ورکوي چې د رايو په کارولو سره د خپل نظر وړکانديد سره مرسته وکړی او د دولتی واک اداره په لاس کې اخلي. ممکنه ده چې کانديدان د خپلې اجندا د مضمون او محتوا، تاريخي شاليد او شخصی ځانګړتياوو په لحاظ د انتخاب کوونکو د غوښتنو ځواب ويوونکی نه وي، په هر صورت انتخاب کوونکي فرصت لري څو يو وړکانديد ته رايه ورکړي.
زموږ ګوند د نيمګړتياوو سره سره د خلکو د تنوير او خبرولو په برخه کې په سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګی ټولنو کې د دوي د اګاهانه ګډون په خاطر د هېواد پالو روشنفکرانو پر رول باندې د خلکو د بيدارۍ، يووالی او سازمانولو په چاروکې تاکيد کوي. روښانتيا، نوی او دموکراتيکې مفکورې او دموکراسی د سياسي او ټولنيز ژوندانه په جوړولو کې رواجوي. روښانتيا بايد د دموکراسي بنسټ او بنياد جوړ کړي. دموکراسی او د خلکو آزادي د روښانتيا او روڼ اندي ستره نتيجه ده.
سازمانونه، سياسي ګوندونه، روښا نفکران او د مدني ټولنو بنسټونه دنده لري چې د خلکو په راغونډولو او بيدارولو او د هغوی د سياسی سطحې په لوړولو کې هڅه وکړی او خلک دغو مهمو مسووليتونو ته متوجې کړي چې درايو د کارولو پر مهال د خلکو او هېواد په وړاندې خپل مسووليت هير نه کړي. ځکه د رايې په ورکولو سره نه يوازې د ځان لپاره، بلکې د ټولنې لپاره هم انتخاب کوي.
دا زموږ دنده ده چې د خلکو د فردي استقلاليت په پام کې نيولو سره د ټاکنو په برخه کې مرسته وکړو. خلک بايد د کانديدانو له منځ څخه داسې کانديد انتخاب کړی چې د پوهې، مسلکي او تخصصی مهارت څښتن وي. سپيڅلی، پرهيزګاره او باتقوا وي او په کورنيو خونړيو جګړو کې يې برخه نه وی اخيستی، څو د ټولنې ټولو قشرونو او اصنافو ته د خدمت مصدر وګرځي. او د هېواد په آبادۍ او بيارغونه کې د ټولو ملاتړ را جلب کاندي. داسې يو څوک بايد انتخاب شی چې د چارو دسرته رسولو ظرفيت او فزيکی وس ولري، د ذکاوت، هوښيارۍ پوهې او تجربې لرونکی وي او فعال، هڅه مند او د کارلېوال وي، ښايسته کانديد د خلکو د باور وړ دی، چې د چارو د سرته رسولو وړتيا، جرأت او شهامت ولري، د قانون حاکميت په عمل کې پلي، له مفسدينو او خائينانو سره نه پخلا کيدونکی او دنيازمندو د نيازمنديو او د انسانانو د انسانی حقوقو په وړاندې، حساس، زړه سواند او مهربان وي.
هغه څوک د خلکو د باور وړ دی، چې پرنورو باندې د باور او د نورو او مخالفينو سره د ګډ کار وړتيا ولري. هغه کانديد د خلکو د رايې او باور وړ دی، چې د افغانستان د خلکو همکاری او د نړيوالې ټولنې مرستې ددې هېواد د مظلومو او بې وزلو خلکو په ګټه جلب او تامين کړي نوکاندید ټیم یی هم باید دپورتنیو شرایطو ، صفتونو اوتوانمندی درلودونکی وی .
د پوهو سياسيونو دنده ده، چې خلکو ته د ټولنې د کورني ژوندانه د مسالو په اړه لازمه سياسی پوه او اګاهی ورکړي. دغه کار پخپل وارد خلکو د سالم انتخاب ضامن دی. د خلکو سالم انتخاب د خلکو د حقوقو او آزاديو ساتنه ډاډمنه کوي. خلک بايد نه يوازې حقوق، بلکې خپل مسووليتونه او وجايب د ټولنې او هېواد په وړاندې هم وپېژني. ټاکنې د کار د پيل، دښه امکان او فرصت په توګه د خلکو د ويښتيا لپاره دي، خو د سالمو ټاکنو لپاره د خلکو پوهاوی، د خلکو فعال ګډون د حکومت پر چارو باندې نظارت يو دوامدار او د اوږدې مودې کار دی. دموکراسي لرل يوه حياتي اړتيا ده، خو د دموکراسۍ سلامتيا د دموکراتيکو ارزښتونو رعايت تر ټولو حيات اړتيا شمېرل کيږي.
خو تر ټولو لومړنۍ مساله د ټاکنو لپاره امنيت دی او د آزادو، عادلانه، دموکراتيکو او شفاف ټاکنو لازم شرط امنيت جوړوي. زموږ ګوند په داسې حال کې چې د امريکا د متحده ايالاتو او ايساف له ماموريت څخه د هېواد په داخل کې د شراچوونکو د تعقيب او کوټلو ملاتړ کوي، خو د شراچوونکو، تروريزم او بنياد ګرايي د مرکز په توګه د پاکستان په اړه د نړيوالې ټولنې او د هغوی په سرکې د امريکا د متحده ايالاتو سترګې پټول په جدی ډول محکوموو. ځکه دغه سترګې پټول، په افغانستان کې د جګړې او بې ثباتۍ له دوام او د بې ګناه اومظلومو افغانانو د وينو دلابهولو سره تړلی دي. په دغه برخه کې د امريکا د متحده ايالاتو په څرګنده سترګې پټول او په ځانګړې توګه له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون له لاسليک کولو وروسته، او په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځي اکاډمی ترڅنګ د اسامه بن لادن د وژلو د بريد په مقابل کې د پاکستانی مقاماتو له کلک عکس العمل وروسته نه يوازې افغانان، بلکې نړيوال او بشريت يې حيران کړل. د پاکستان په وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو دريځ د نړيوالو اړيکو په ډګر کې د امريکا د متحده ايالاتو رول تر سواليې لاندې راوستی دی.
پاکستان د طالبانو پر سره له افغانستان او لويديځ سره يوه پيچلی او خطرناکه لوبه پيل کړي ده، تر اوسه د افغانستان، لويديځ او امريکا د پرله پسې غوښتنو سره سره افغان طالبان د سولې خبرواتر ته نه دي هڅول شوی. په داسې حال کې چې پاکستان په دغه لاره کې له همکارۍ، د هغه نړيوال دريځ، له دې لارې چې کومې ګټې ترلاسه کوي، ښه خبردی، خو د افغانستان جګړه يې د ځان لپاره ډيره ګټوره تشخيص کړې ده.
البته په دغه منځ کې نه شوکولای د پاکستان لاس بری په دغسې دريځ سره يوازې د پاکستان د مهارت محصول وګڼو، بلکې په افغانستان کې د لويديځ نا څرګند سياست او تر ډيره د امريکا اشتباه د پاکستان او طالبانو په وړاندې هم په دغه وضعيت کې اساسي رول لري.
همدا رنګه د پاکستان په وړاندې د لويديځ نا څرګند او غير واقعی سياست او د افغانستان د حکومت منفی موضوع ګيرۍ او ددې ترڅنګ د ای- اس- ای د لاسپوڅو حضور د حکومت په ادارو کې، زيات اداري فساد، کمزوری مديريت او د خلکو د زوندانه چاروته د حکومت نه پاملرنه، د تروريستانو په زړورتيا او د جګړې په دوام کې، د پاکستان د بر بنډ ملاتړ څخه له دغې ډلې يې کوي، کم اغېزمن نه دي.
پاکستان د تروريزم په حربې سره نه يوازې افغانستان، بلکې ټوله سوله خوښوونکې نړۍیرغمل کړې ده.
زموږ د هېواد پر ضد د تروريستانو جګړه، د افغانستان پر ضد د پاکستان نا اعلام شوې جګړه ده. زموږ ګوند د پاکستان پر تروريست روزونکی دولت باندې د نړيوالو هر اړخيزو بنديزونو، ديپلوماتيکو فشارونو تر څنګ د سياسي حل جدی غوښتنه کوي.
پاکستان د امريکا د متحده ايالاتو پرمختيا يي موسسې له مرستو يوه برخه په انکشافی چاروکې او پاتې برخه د خپلو منابعو سره يوځای د تروريستی بانډونو د پراختيا، روزلو او د پوځي هدفونو لپاره په کاروړي.
زموږ ګوند د افغانستان د ملت د يوې برخې په توګه له بهرنيو دايمی پوځي اډوسره موافقه نه لري، خو د تروريزم سره د مبارزې او د بهرنيو لاسوهنو دغو څولو او شنډولو په موخه ديوې ټاکلی دورې لپاره د نړيوالو ځواکونو همکاری او شته والی لازم ګڼي.
د همدغې اړتيا له مخې، زموږ ګوند د افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د امنيتی تړون له لاسليک کولو ملاتړ او ننګه کوي او باور لری چې دغه کار به زموږ په ګران هېواد افغانستان او سيمه کې د اوضاع په ثبات کې مرسته وکړي. افغانستان به دهر اړخيزې پرمختيا او پراختيا خپلواکه لاره د امريکا دمتحده ايالاتو او د نړيوالې ټولنې په مرسته ووهي او تروريستان به درک کړي چې افغانستان د ترقۍ او پرمختيا غوره شوی لاره نه بدلوي او د تروريستانو دغوښتنې سره سم به د ډبرو عصر ته ونه ګرځي.
د کنګرې متحرمو برخه والو!
زموږ ګوند د پر له پسې مبارزو په جريان کې خپل ځواک د مفکورو او عمل د نوی کولو لپاره ثابت کړ او حاضره کنګره به يه نويو شرايطو کې د هېواد او نړۍ د واقعيتونو سره په پيوند او بشپړ سمون کې غوره دندې د خپلو ګوندي غړو په وړاندې وټاکي.
اجازه راکړئ چې د جګړی له وحشت څخه د خلکو د ژوغورنې، د بشپړې سراسری سولې د ټينګولو، د قانونو د حاکميت، زموږ درنځيدلو خلکو د اقتصادي، سياسي او کلتوري آبادۍ او ترقۍ لپاره د کنګری د جوړونکی کار په برخه کې ستاسو برياوې وغواړم.
– ژوندی دی وی افغانستان
– سرلوړي دې وي د افغانستان خلک
– د ګوندي دموکراسۍ او د سپلين پلي کول، زموږ د ګوندي ژوندانه جوهر دی.
– مخ په وړاندې د ګوند د کنګرې د پريکړودعملی کولو پرلور.