زموږ ګران هېواد افغانستان او نړېوال/محمداقا کوچی

زموږ ګران هېواد افغانستان او نړېوالپه تيرکال کې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د سرو وينو ويالې روانې وی. په کندوز ولايت خو د څو ورځو لپاره د ترهګری قرباني شولو په سلګونو بی دفاع خلکو ته د سر او مال زيانونه واوښتل، حکومتي ودانۍ چور اودولتي وسله هم د ترهګرو لاسته ورغله د د بمبارد په پيله کې يو مرسته کونکې روغتون د ۴۹مريضانو سريو ځای شهيد شولو، فارياب، فراه ، هلمند، بدخشان ، ننګرهار ،ميدان وردګ، غزني، خو جوړ د محشر ورځی وی اودي اوه تنه تښتول شوي هزاره ګانو چی کوچني ماشومان ،ښځۍ بوډاګان په ګډون ددوی سرونه ورکاټ کړل شول، چی دا پېښه اود ميدان وردګو د لسو ماشومانو بی رحمانه شهيدانولو،د اچين په ولسوالی کې د خلکو سرونه پری شول نور ژوندی پر بمونو پوری وتړل شوه ، بدخشان کی د سربازانو سرونه پری شول د غزني محبس په بمونو اوچت شو ،مرجمين ته د فرار زمينه امده شوه په هلمند کې خو قتل عام روان دی اونور په سلګونو بېلګي شته.د بيکاری او لوږی، بی امنيتی له امله په زرګونو کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوی، صحرايي محکمې د خلکو وژنه په يو عادي توګه سرته رسيږي، فساد لا هم شتون لري. دا په دی مانا چی د ۱۳ کلو فساد کوونکي اوس هم په واکې شته داعش هم يوه نوی پروژه د بهرنيو بادارانو په مرسته را وټوکيده، دوطن پټ معدني زخيری د يو شمېر زورواکو لخوا ايستل کيږي د هېواد ډيری قمتي ډبری بهر ته قاچاق کيږي يو شمېر پروژی چی د مخکني نيم بنده حکومت لخوا د يو شمېر هيوادو سره لاسليک شوی وی هغه هم نيمګړي يا نده پيل شوي د بېلګې په توګه د لوګر د مسو کان چی د چين سره لاسليک شوی وو لاملونه يې ډېر دي مخکنيو وزيرانو په پرتوکولو کې بډې اخستي، د شمال دامو د تيلو د استلو پروژه ، د بدخشان د لاجوردو پروژه، د برښينا واړه بندونه لکه د مچلغو،او نور په خپل حال پاته دي . کوم کارونه چی په تيرو کلو کي سرته رسيدلي دي د فساد له امله کيفيت خورا خراب وو ځکه نه پخوانې سرک په خپل حال پاته دی او نه کوم بل داسی نوی کار،ټاکنې د جمهوري رياست لپاره وشوی خو پيله دو ه سری حکومت وو چی ولس تری خوا بدی دی لاتراوسه کابينه باندی سره نه دي سلا شوي، دری ګوني قواوی هر يو جلا واکمني کوي که کوم فرمان د هيواد مشر ورکړي ولسي جرګه ددی فرمانو د ردولو لپاره تل واحد نظر لري ټول فرمانونه يي ور رد کړل نوي حکومت د قانون د واکمنی وعدی ورکړی وی خو عملي کول ورته ستونزمن شوه.سره له دی چی يو شمېر مثبت ګامونه هم اخستل شوي لکه د کابل بانګ قضيه د شهر جوړولو وزارت کې يو شمير فساد کونکو نيول، يو شمير چارواکو ته سزاورکول لکه د هرات ولايت د فراه ولات کې زياتی واکمنی څېری د واکه ليری شوی ،تر يو حده د مجازاتو او مکافاتو عملي کول چی ښه بېلګه د کندوز ولايت چارواکو ته سزا، د ټاپي پروژی لاسليک، د ۱۳۰۰ مېګاواټه برښينا لين پروژه ، د نوي پارلمان پرانستل د سلما دبند چارو پرمختګ د جمهور ريس او نورو چارواکو سفرونه بهرنيو هيوادو ته اود سولی په ټپه ولاړو خبرو لپاره زياتی منډی ترړی، په يو شمير بهرنيو هيوادو کې د مرستو په خاطر سفرونه کول، په نړېوالو لويو غونډو کې ګډون کول او نوردمحترم داکتر غني لخوا په نويو وعدو کې په لاندی توګه داسی وعدی شوي چی په راتلونکي نوي کال کې به د ولسواليو شوراګانو او ولسي جرګې لپاره ټاکلنې تر سره شي ، سوله به راشي د ځوان نسل فرار مخنوي به وشي ټوله پانګونه به په ځوان نسل وشي او نور.راتلونکی کال به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنۍ ترسره شي”د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د راتلونکي کال د اوړي او مني ترمنځ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شي ،خو زما په اند که داکتر غني د راتلونکي کال لپاره د يوی ښې ستراتيژی سره کار ونه کړي او نړېوال پر دی قانع نه شي چی که په رښتيا د افغانستان لپاره سوله غواړی اودا تغهد لری چی داهيواد به يو خپلواک مستقل پر خپلو پښو ولا ړ هيواد شي نو په هره ساحه کې چی زموږ ولس ور ته ضرورت لري مرسته وکړی د سولی لپاره نړيوال او ملګري ملتونه په راس کې دامنيت شورا بايد دسول د پروګرام چاری پر مخ بوځي، هغه هيواد چی ترهګر ساتي روزي د بل هيواد دورانولو پلانونه جوړه وي بايد په رښتني توګه ورټل شي، وسلوال پوځ بايد په هر لحاظ تقويه شي،په اقتصادي لحاظ زموږ ولس د بيکاری، لوږی، مخدره موادو دتوليد، دفساد، واسطو، بی عدالتيو څخه رنج وړي نړيوال بايد په پورته برخو کې لازم ګامونه واخلي په يو شرط چی خپلی مرستې دکورنيو او بهرنيو ناپاکو لاسو باندی مصرف نه شي.که دا کتر غني دتيرو ټاکنو په شان چی په ټولو ولايتي شورا ګانو کې د ټوپک او پيسو په زور زورواکان را غلل دا ځل په ولسي جرګه او ولسواليو شوراګانو کي د نوي منل شوي قانون له مخی ټاکنی ونه شي ځکه زور واکو د څوکيو د ميندلو اود ټاکنو په تقلب کې ښی تجربی تر لاسه کړي ، دا په دی ما نا چی تا خپله تغهد کړی وو چی زه به د ټاکنو په قانو کې بدلون راولم سمونه به رامينځ ته کوم تاسو ددی کار لپاره يو کميسون وټاکه اود کميسون غړو زياتی حلی ځلی وکړي خپل وړانديزونه يې تاسو ته برابر او تسليم کړل هيله منديو چی دا وړانديزونه عملي کړی.په نړيواله برخه کې په يو شمېر زياتو هيوادو کې لانجی او کړکيچونه راوټوکيدل رژيمخونه بدل شول له عر اق نه امريکا او برتانيا وسلوالی قواوی ووتلی له افغانستان هم د وتلو په حال کی دي ډير کم پوځونه پاته دي دامريکا او يو شمير هيوادو سره امنيتي تړونونه لاسليک شول خو نه په عراق ،ليبيا ، يمن، ،سوماليه، ،مصر، سوريه ، فلسطين ، لبنان ، اسرايلو، پاکستان، افغانستان سوله راغله بلکې وژنه جنګ جګړی کډوالۍ تر پخوا لا زور واخستلو دروسی او ناټو جمع امريکا تر مينځ د سوری، او اوکراين د مخالفت له امله روسی پر سوريه کي دسوری د حکومت مخاليفنو سره په جګړه کي ورداخل شود روسی او ترکيی تر مينځ هم مناسبات خړ پړ شول.ايران د ۶ ابر ځواکو سره د يورانيمو د غنيکولو پر مسلی يو تړون لاسليک کړو عملي کول به ما لوم شي د سعودي عربستان لخوا يو ايتلاف د ۳۴ اسلامي هيوادو په ګډون جوړ شو د شانګهاي هيوادونو او نورو غورځو پرځو نړيوال حيران کړي چی راتونکي کال پر مختګونه به کوم لوري ته درومي.
محمداقا کوچی
مالمو سويډن

 

 

 

Leave a Reply