شهید محمد هاشم وطنوال

ای زما ګرانه کاکا جانه ای زما مهربانه کاکا جانه !!! زه په تا پسی ډیر خپه یم او ډیر می یادیږی . ته څومره مهربانه وی ته څومره زړه سوانده وی ته څومره مینه ناک وی . اوس پدی ښه پوهه سوم چی تا زما او د ټولو د پاره د هندوکش د غرونو حیثت درلودی. ستا په نه موجودیت کی د هیڅ شی په خوند او مزه نه پوهیږم دا هر څه خو په تا خوندور وه او په تا باندی ښایسته وه . ستا په تلو سره د ټولو شیانو خوند هم تللی دی . هری خواته ته چی ګورم ستا دا ښایسته ، مینه ناک او مهربانه اواز می تر غوږو کیږی او هری خواته چی ګورم ستا دا سپیڅلی ، ښایسته او نورانی مخ می سترګو ته کیږی . کوم وخت چی ستا تصویرونو ته ګورم دا احساس کوم چی ته به اوس ږغ راباندی وکړی او هغه کیسی به راته شروع کړی کومی چی به تا همیشه راته کولی او ستا د هغو کیسو د اوریدولو احساس کوم چی تا به راته ویل چی زموږ په کور کی تر ډیره وخته ماشوم نه وو او له ډیر وخت وروسته ستا( شهید وطنوال ) په پیدایښت سره زموږ په کور کی یو نوی ژوند راوغوړیدی او زموږ پر کور د لمر وړانګی ولګیدی او زموږ کورنی د میراثیت څخه وساتل سول او بیا زما پلار زموږ په کور کی پیدای سو ….. او د هغو کیسو انګیزی می تر غوږو کیږو چی ته به د خپل کاکا سره ښکار ته تللی وو او تا به دی د هغه وخت کیسی ماته کولی ……… خو زه تر اوسه دا فکر کوم چی ته زموږ سره یی او ستا د شهادت اوازونه چی اورم فکر کوم چی زه یو ډیر خطر ناک خوب وینم او هیڅ می زړه ته نه لویږی چی ته دی زموږ سره نه وی . تا موږته داسی کارنامی پرایښی دی چی د هغه په یادولو سره زه او ستا هر دوست ،ملګری او هر افغان افتخار کوی . ته زموږ په زړه کی وی او تر هغه وخت پوری به وی ټر څو چی موږ هم ستا همجواره سوو. ګرانه او مهربانه کاکا جانه ! تاته دی الله پروردګار جنتونه در کړی او روح دی د همیش د پاره شاد وی . زه هم وعده کوم چی ستا د لاری پیرو ۍ به اوسم او ستا لاره به غوره کوم او ستا د ارمانونو د پوره کولو د پاره به همیش په تلاش کی اوسم . (غفار وطنوال ) بې له تا دغه وطــــــــن څومره نیمګړئ دا مالمو دغه سویډن څومره نيمګړئ وطنوال خو د غریبو خـــــدمتګار وو بې مالیاره وي ګلشن څومره نیمګړئ ( هلمند شېرزاد)‬

Comments are closed.