زمونږ حجره به زیات وخت د ميلمنو نه ډکه وه، دا چې کله به پکې په ارامه اواز مرکه کيده او کله به پکې په جګ اواز . د جګ او ارام اواز به فرق دومره وو چې ماته به له ورايه دا مالومات کېده چې په حجره کې څوک ميلمانه دي. دا چې په قه قه خنداګانې به راتلې او په حجره کې به د شور او خندا ډک مجلس وو ، نو زه به پوهیدم چې دا بل څوک نه دې بيا همغه د خندا او مينې نه ډک تره مې دی. نود زړه به مې وغوښتل چې تر هر څه د مخه ورشم اوخپل ګران کاکا ته سلام ورواچوم. کله به چې خونې ته راننوتم نودده څخه به مې يواځې او یواځې د مينې، محبت او هڅونکي الفاذ اوريدل، زویه، شاباس، د مور شېدې دی شه، افرين او همدا شان نور. ددغه لفظونو په اوريدو به ما خورا انرژي اخسته او نور به هم لا ښه کارونو ته هڅیدم.
ګر چې دا د يو او دوه کاله پخوا خبره ده، خو ماته داسې بریښي لکه همدا پرون او زړه ته مې هیڅ دا یقين نه راځي چې هغه ځواني به هم پناه کيدلای شي، هغه د خندا ډکه خوله به هم چپه پاتې کیدلای شي او هغه برندې او د اثره ډکې سترګې به هم د تل لپاره پټې کیدلای شي،هغه د حوصلې نه ډک سپیڅلې انسان به بیرته کور ته نه راځي. قسم په پاک خدای چې لا مې زړه ته نه لویږي چې هغه د پرښتې په شان انسان ته به هم مرګ راځي. هیڅ وخت مې لا خولې ته د شهید او یا مړ کلیمه نه ده راغلې. بس داسې راته بریښي چې هغه به خامخا راځې، او هغه هیڅ کله هم داسی مونږ نه پریږدي…
لا مو د زړګې یقين پری نه راځي
دا چې وطنوال به بیرته نه راځي
لا دې په کاله کې انتظار خلک
بيا به له خندا نه ډکه خوله راځي
چپه خوله حېران ملګري تا غواړي
دا چې به يې خوا له پرښته راځي
هلمند شېرزاد