سردارمحمدداؤدخان (۱۲۸۸ -۱۳۵۷) ه،ش.
لمړۍ برخه:
دماشیني ضابطانوبه مواوریدلي وي راځي زموږ دهیواد تاریخ ته ،موږ لا مخکي (ماشیني جنرالان) تولید کړي وه،راځې پیدائې کړو. سردارمحمدداؤدخان دسردارعزیزخان زوی،دسرداریوسف لمسی، دسردار یحیی خان کړوسی،دسردارسلطان احمد طلائی کوسی اودپأينده محمد پردی ؤ. سردارمحمد داؤدخان په ۱۲۸۸ هجري شمسي کال کي دکابل په شاهي ارګ کي زیږدلۍ دئ .په ۱۳۱۱هجري شمسي کا ل کي یعني کوم وخت چي (۲۲) کلن ؤ دیوه کال دپاره فرانسې ته ولاړې، البته دسیل اوتماشې دپاره . په(۱۳۱۳) هجري،شمسي کال کي چي ورسته کابل ته راغلۍ دیوه کال لپاره ئې نظامي زده کړي وکړې، (ماشیني جنرال)سوو،هغه نظامي زده کړي چي نورو نظامیانو په (۱۰) کلونوکي تکمیله کولې سردارمحمد
داودخان په (۹) میاشتولږحاضراوډیرپه غیر حاضره توګه پوره سرته ورسولې،اوورسره جفت ئې تر (لمړی برید من، دوهم بریدمن،دریم بریدمن،تورن،جګتورن، جګړن، ډګرمن اوګروال ) تررتبو ګام واړاوه کوم چي نورنظامیان دتقاعد تروخته په مشکل سره ترتیریدای سي یا رسیدای سي، مګرسردار محمدداودخان (۳۰) کاله مخته ټوپ ووهه، اویودم بریدجنرال سوو.نه پوهیږم قانون ،اصول، پرنسیب، طرزالعمل ته به ددې کورنۍ احترام، څونه اوڅنګه فکرکوی؟ چاه چي قانون ،اصولواوپرنسیبو ته احترام نه وي کړې،نوښه والې ئې بیا په څه کي باید ولټول سي؟ سردارمحمد داودخان د۲۴ کالو ؤ چي فارغ اوبریدجنرال سوپه ۱۳۱۴ هجري شمسي کال یعني یوکال ئې لاپوره په وظیفه کي تیرکړې نه وه چي تورن جنرال سو،دکندهار اوفرا نایب الحکومه اوقوماندان دقول اوردوسوو،۱۳۱۷ هجري کي دمشرقې نایب الحکومه اوقوماندان دقول اوردو سو ،۱۳۱۸هجري شمسي کي قوماندان د قووأ ئې مرکز اوقوماندان دحربې ښوونځۍ سو،۱۳۲۵ هجري شمسي کي وزیر دفاع دمملکت سو،۱۳۲۶ هجري شمسي کي په فرانسه کي سفر سوو،۱۳۲۸ بیا هیواد ته راغلې او ددفاع وزیر سوو،۱۳۳۲هجري،شمسي کي صدراعظم سوو. لیکونکې : (۱۳۱۱ه ش هم دفرانسي سفر اوچکر هم نظامي زده کړي تکمیل کول ،د۲۳کلنۍ عمرپه یوکال ئې هرڅ تکمل کړل ،۲۴کلنۍ بریدجنرال په ۲۵کلنۍ تورن جنرال ،والې قوماندان دقول اردو ،وزیر،صدراعظم اوریس جمهور دغه ته وائې کله ،استعداداوبخت زما په باور نوموړي به نه دمکتب اونه هم دکار اووظیفی پروخت،یوکتاب هم تر پایه لوستي وي). دسردار محمد داودخان داقوت ،زور، حق اوصلاحیت له کمه ؤ؟ ښه ټول پوهیږو.آیا هغو ټولو مندي اوپلرونه کورنۍ اولادونه نه لرل چي ده دوظیفو لیري کول، نیول،بندي کول اووژل ؟ آیا دوژل سوو کورنیو، خپلوانو او عزیزانو به دخپلودوستانو پر وژلونه وي ژړلي؟ فکر وکړې څوک دئ چي دپلار په وژنه خپه نسي ،کمه مورده چي داولاد پر مرک ئې ندي ژړلي ؟ اونور….که دنورو انسانانودوژلو خبره یوه ساده، دقسمت اودآذل برخه بولۍ ،نوآیا سردارصاحب داودخان بیا تردې خبري (آذلي سرنوشته ) لوړؤ؟.که دخپل عمل سزأ حق وي ،هغه چي ده کرلي وه،هغه يې باېد نه وای ریبلي ؟ دې سلطنتي کورنۍ زیږولۍ غم به همیشه دولسونو پرکورمیلمه وای؟. ښاغلې کاندید اکا ډميسن محمد ابراهیم عطائی په (دافغانستان پر معاصریوه لنډه کتنه) کي دسردار محمد داود دشخصیت په پیژندنه داسي لیکې چي: « داؤد خان دشخصیت په درو ناروغیو آخته انسان ؤ، اول: د «نارسیس» په مرض ،یعني ځان تر هرچا لوی په نظر ورتلې . دوهم : « دایګوسانتریک» چي ځان ئې جامع الکمالات باله یا په علم پوره .دریم : « سکزوید» یا درون ګران چي لس کاله ئې ژوند په جلا والي او مایؤسي کي تیر کړي ؤ، سخت دعقدو ډک وو». خدای (ج) بخښلي عطائې صاحب داودخان خورا ښه پیژندلې ؤ. دشاه محمود خان دصدارت پر وخت یوځل غبرګ سرداران سردارمحمد داؤدخان اوورویي سردارمحمد نعیم خان خارج ته ولاړل دلته په کابل کي دسردارشاه محمود خان دصدارت پروخت (دویښوځلميانو خوځښت، جمعیت وطن او جمعیت ندای خلق) سازمانونه فعال او داخبارونو څښتنان سول. دپارلمان داووه مي دورې انتخابات، دیوشمير وطن دوستانو بریالیتوب اوپارلمان ته ئې لاره پیداکړل،دکابل په ښارکي دښاروالي لپاره انتخابات، دکابل په پو هنتون کي دمحصلینو د اتحادیې جوړيدل، داخبارو نشریدل ، دخلګودذهنیتوپه بیداره ولو کي دځوانانودنقش برجسته والۍ.داهغه څه وه چي ددربار(شاهي ارګ) دننه سرداري ګروپ(داؤدخان اونعیم خان)ا وبل ورسره په شاهي کورنۍ کي دننه خواخوږودسردارمحمد داؤد اوسردارمحمد نعیم په خاصه توګه دداودخان پراعصابو پرته (ځنځه) وښورول،ددې بې خبرو پام ئې دې خبري ته راوګرځاوه، چي داسي معلوميږي ستاسي ناسکه کاکا شاه محمود خان غواړي ټول حکومتي چاري انتخابې کړي او تاسي(داود اونعیم) له راتلونکې هغه څه څخه بې برخي کړي (صدراعظمي). سردارمحمدداو د خان اوسردار محمد نعیم خان ته داخبره یقیني وبریښیدل، مځکه ورته سره سول اوددوی پرشپه سول، ډېرژرکابل ته راغلل. غبار دخپل لیکلي تاریخ په ۲۵۳ص کي لیکي : (( محمد داودخان صدراعظم مثل کاکا یش نادرشاه با عصبانیت خاص خود ګفت : حکومت به نشر جریده وبه حزب غیر حکومتی اجازه نمیدهد)). دسردار داودخان اوسردار نعیم خان کوښښ داوو چي شاه (ظاهرخان) ته ځانونه نژدې کړي ،همداسي ئې وکړل ،څو په نتیجه کي دشاه محمود خان صدراعظم په کابینه کي ورګډیږي.لمړی منفي کار اوکمال د سردار محمد داؤد خان داؤ چي دکابل پوهنتون دمحصلینو اتحادیه ئې ړنګه کړل،د غلام محمد «غبار» دتښتونې کار ته ئې لاس واچاوه خوپکښي ناکام سو،دپورته ذکرسو سازمانو نوډېر پاک نفسه غړي ئې بیله دلیله ونیول بندیان ئې کړل، دکور یا ارګ دننه ئې دشاه محمودخان (صدراعظم) پرضد دپادشاه (ظاهرخان) نظر خراب کړئ او بلأ خره ئې ځان صدراعظم کړئ. دپارلمان داتمي دوري په انتخاباتوکي ئې ګوتي خوڅه چي لاسونه اوپښې ټولي ووهلي.دده دلاس وهنوپرضد جميعت وطن اونداخلق سازمانونوپه ګډه یوه مظاهره وکړل. سردارداؤدخان ډېرژرزیات دهغوی فعالین ونیول، بندیان ئې کړل.یو شميرددغو بندیانوبیله ددوې دسرکاري کورنۍ دجوړي کړي محکمي دپریکړي «۱۴» کاله دپاره په وحشت ،زجر اوعذاب کي په زندانو کي هم تیرکړل. چي دسردارمحمد داود خان داعمل ئې دده دنور اعمالوپه شان دافغانیت ،آسلامي احکامواوبشریت یوضد عمل بلل کیدای سي . دمثال په توګه «ميرغلامحمد غبار،عبدالرحمن محمودئ،عبدالحی عزیز، ميرمحمدصدئق فرهنګ،براتعلي تاچ،غلام سرورجويا،عبالقیوم رسول، علی محمد خروش،فتح محمدخان فرقه مشر،سلطان احمد،نصرالله یوسفي، غلام فاروق اعتمادي،امان الله محمودئ،ابوبکر،عبدالحلیم عاطفی، علی احمد نعیمي، محمدرحیم محمودئ.په همدې توګه ئې ډېرترور ،مسموم اولادرک کړل.دمحمد آصف آهنګ خبري. آیا نوموړي اشخاص انسانان نه وه؟کورنۍ ،اولادونه ،ښځي اودوستان يې نه لرل ؟ اوپه دې خاروره اوهیواد کي يې دافغانانو په صفت داوسیدو،کار،خبرو اوسیاست حق نه لاره؟. خبري ئې کولې،مقالې ئې خپرولې،مظاهره ئې کړې وه،بس نومرګ ئې روا ؤ؟ ښاغلې داکا ډميسني کاندید محمد ابراهیم عطا ئی به خبل اثر( دافغانستان پرمعاصر تاریخ یوه لنده کتنه ) کی بل ځاي ، دشاه محمود خان د صدارت دوختونو ددموکراسی د زوال په باب تر هربل چا د سردارمحمدداؤد خان نقش اساسي بو لې داسي لیکي : (علاوه پردې سر دارمحمد داؤد خان چي ددېکتا توری پلا رؤ دسپه سالار په وړاندي ئې مشکلات ایجادول اوشدید سبو تاژ ئې مخته اچولی ؤ.) ص۲۴۵ البته دسپه سالار څخه مطلب سردار شامحمود خان دي. پرپورته یادکړل سوومنور ینو یوزیات شمیر دویښو زلمیانوپخوانې غړي دهیواد زده کړي وال دروښانه فکر لرونکي شخصیتونه،څورلس،شپږ،پنځه اوڅلورکلو دپاره په کابل اوکندهار کي په زندانوکي واچول. اویوشمیر ئې تبعید هم کړل. بندیان کوم څوک چي دداودخان له زندانه ژوندي راووتل ډیروله هغوی څخه خپل نورمال حالت دلاسه ورکړی ؤ،مالیکونکي ډیر له دغو بندیانو خپل دنژدې لیدلې دي. لکه :فیض محمد انګار،محمد عالم بڅرکي، حاجي محمدحسین هوتکي،محمد انورخان اڅګزي،عبدالهادي خان توخي،غلام جیلاني خان الکوزی،قاضي بهرام خان،قاضي عبدالصمدخان، اونور تبعید لکه :محمدرسول پښتون اونور دغبارپه تاریخ کي په ۲۴۱ص کي دزیاتو دنومونوذکر سویدي.دلمړۍ برخي پاي .دوام لیري
عبدالقيوم