حکيم روان .
دقدرمن ليوال صاحب غوښتنې ته غبرګون
سلامونه او درناوی وړاندې کوم ، هيله ده چې د خپلې درنې کورنۍ سره روغ او جوړ وې .
ستاسو ليکنې په بې سارې لېوالتيا او اشتياق سره لولم . تاسو رښتيا ليکی او رښتيا تل بې غرضو او رښتينو خلکو ته په زړه پورې وي . د وروستيو څو کالو په جريان کې ستاسو ليکنې څارم . په دې هيله وم چې کوندې يو وخت واورم ، چې ليوال صاحب نه يواځې په رښتيا ويلو کې معجزه کوی ، بلکه د رښتياؤ د پلي کولو له پاره يې هم معجزه وکړه . تاسو رښتيا وايي او رښتيا په ښه شان سره ويلای شی ، خو د رښتياؤ د پلی کولو کار څه آسان کار نه دی . هغوی چې د رښتياؤ پر ضد د دروغو او چل ول شا ته ولاړ دی ، په هر ډول وسلو سمبال دی . له سازمانه نيولی تر سياسی واکه ، تروسلو او پيسو پورې . که ستا رښتيا واکمن کيږی ، دده دروغ بايد له منځه ولاړ شی مانا دا چې د هغه شانداره ماڼۍ بنسټ له منځه ځی ، په کومه کې چې د پيسو ، زور او واک له برکته واکمنو ته خلک لاس په نامه ولاړ وي . سره له دې چې دوی پيسې ، زور او واک په اسانه تر لاسه کړي ، خو باور لرم چې هيڅکله به يې په آسانه له لاسه ور نه کړی . تاسو د روښانفکر په مقاله کې د ټولو نورو مقالو په څېر په زړه پورې ټکو ته اشاره کړی ده . زما له نظره د ژان پل سارتر بې عدالتۍ ته نه ويل کفايت نه کوی . تاسو وايي چې « مونږ داسې روښانفکران ښايي ډېر کم او يا هم ښايي هيڅ ونه لرو چې بې عدالتۍ ته نه ووايي . » دا لومړنۍ ټکی دی چې زما د نظر د ټکو سره ورته والی نه لری . برعکس مونږ ډېر زيات داسې کسان لرو چې بې عدالتۍ ته نه وايې ، خو يواځې په نه ويلو کار نه جوړيږی . دا ځکه مونږ عادت يو چې يواځې له ځانه د باندې بې عدالتی وينو ، پخپلو ځانو کې د بې عدالتۍ ظرفيتونه نه شو ليدلای ، تر څو هغه مهار کړو . او کله چې واک ته ورسو ، مونږ پرونی انقلابيون او اصلاح غوښتونکی په خطرناکو ديکتاتورانو اوړو . داسې کسان ډېر دي چې د نورو بې عدالتۍ ته په لوړ آواز نه ويلای شی ، خو د عدالت د ټينګولو جوګه نه وي . راځم ، اصلی خبرې ته : زه تاسو ته بې له مقدماتی تشريفاتو ويلای شم ، چې تاسو په يواځې ځان د عدالت د ټينګولو ستر کار سر ته نه شی رسولای . که تاسو د يوه ډېر ښه سياسی ګوند په سر يا بيخ کې هم واقع شی ، حتا ډېر ښه او پراخ سياسی ګوند هم په يواځې توګه دغه ستره دنده په برياليتوب سره سر ته نه شی رسولای، د ټولنيز عدالت ستر کار ته بايد د ټولنې ټول سالم ځواکونه سره يو او متحد شی ، زما په لنډ فکر زمونږ د ستونزو د حل له پاره ، حتی دا هم کفايت نه کوی ، يو افغانی سراسری ملی پيوستون ، بايد دا وړتيا پيدا کړی چې د نړيوالې ټولنې انسانی مرستی هم جلب کړي . زما په نيمګړی فکر د افغان کشالې حل د يوه ليکونکی او ژورناليست ، د يوه سياسی شنونکی او حتا د يوه سياسی ګوند له سطحې هم لوړ کار د دې ستر کار لپاره د سياسی ګوند سره د ګوندونو يووالی او د ګوندونو د يووالی سره د خلکو يووالی اړين دی .
اوس په افغانستان کې د سياسی ګوندونو په هکله د وروستی پريکړې له مخې څو دېرش سياسی ګوندونه راجستر شوی دی . زه د هيڅ ګوند په طرحو کې دومره مزه ، رڼايي ، شفافيت او صراحت نه وينم ، لکه ستاسو په ليکنو کې . خو تاسو په دې څو دېرشو ګوندونو کې يو ګوند نه وينی چې خپلې هڅې ورسره شريکې کړی او هغوی سره په دې برخه کې مرسته وکړی او پخپله مو هم د يوه سياسی ګوند د جوړيدو له پاره يا هڅه نه ده کړی او يا مو هڅو نتيجه نه ده ورکړي . تاسې تر ما ښه پوهيږی چې په انفرادی ډول د ټولنيزو بدلونونو راوستل ممکن نه دي . هو ! تاسو د ګوندونو سره مخالفت لری ؟ فکر کوم چې په ټول افغانستان کې به لس نفر پيدا نه کړی چې تاسو سره سل په سلو کې يو ډول فکر او قضاوت ولری . که مونږ د مخالفت په وجه هر چا ته نه ووايو ، مونږ به هيڅکله ددې وس پيدا نه کړو چې حاکمې ټولنیزې بې عدالتۍ ته په يوه خوله نه ووايو . تاسو په موجودو ګوندونو کې خپلو نظرياتو ته نږدې ګوندونه نه وينی ، ځکه تراوسه انفرادی کار کوی . ما سره داسې فکر پيداکيږی چې ليوال صاحب منتظر دی چې له آسمانه د ملايکو لښکر راشی او ليوال صاحب به په ډاډ او اطمينان د سترو ملی آرمانو پر خوا ور سره ولاړ شی . دا معجزه به ځکه پيښه نه شی چې له محمد(ص) نه وروسته معجزې بند شوی دی . د لېوال صاحب د پاکو آرمانو د تحقق له پاره مجبور يو چې همدا کاڼه ، ړانده ، ګوډان او زما په شان پکان سره لښکر کړو او ددې آرمانو پر خوا يې وخوځوو . آيا مونږ د انتظار وخت لرو ؟ زه خو چې ګورم يوه ورځ تر بلې خرابيږي . د شلمې پيړی لوی پوه او متفکر آلبرت انشتاين د دويمې نړيوالې جګړې د پيل په درشل کې ويل چې :« د بشر ژوند له يوې ورځې نه بلې ته د زغم څخه وځي . په دې يواځې هغوی ملامت نه دی چې ژوند د دردونو او کړاؤنو سره مخامخ کوي ، بلکه هغوی هم ملامت دی چې پيښې ويني او پر وړاندې يې هيڅ نه کوي . » په ډېر تأسف سره چې زمونږ د هيواد او خلکو ټولو مادی او معنوی شتمنيو او راتلونکی ته مرګونی ګواښونه ورځ تر بلې زياتيږی ، خو زمونږ پوهان د ځان او يوازيتوب له غلافه راوتلای نه شی ، تر څو پر ټولو د ټولو په منځ کې د ګډو هڅو د پاره غږ وکړي او د تباه کوونکو ګواښونو مخه ډب کړی . که ټوله ټولنه پوهان شی او د ليوال صاحب په شان فکر او قضاوت وکړی ، بيا به د يوه ليوال صاحب له پاره هغومره اړتيا نه وی لکه اوس چې شته . زه د لېوال کمال په دې کې وينم چې هغه کسان ګډ کار او ټولنيز فعاليت ته وهڅوی چې تر ننه يو بل ته دښمنان وايي . خلقی ، پرچمی ، مجاهد، طالب ، پښتون ، تاجک ، هزاره ، ازبک ،ترکمن ، بلوچ نورستانی او نور ټول د يوې مور په لمن کې پيدا شوی دی . افغانستان زمونږ د ښو او بدو د ټولو مور ده او په ټولو يو شان حق لري . ددې مور تر ټولو ښه ځوی هغه دی چې د مور د ښه خدمت د پاره د هغه د ټولو زامنو او لوڼوتر منځ يووالی او اتحاد تأمين کړي . .
د قدر وړ لېوال صاحب ! زه د يوه سياسی ګوند غړی يم ، زه باور لرم چې تر پاک او په رښتياؤ ولاړ سياست نه بله وړ او شريفه دنده نه شته . زه دداسې ګوندغړی يم چې لومړی رييس يې له يوې مودې وروسته خپل يو بل ملګری ته د ګوند رياست پرېښود او پخپله په څنګ کې ورسره د يوه رښتينی او صميمی دوست په څېر مرسته کوي . په دې ګوند کې ټاکنې د انتخاباتو له لارې کيږی او د ګوند مشرتابه تل د ګوندی سازمانونو سره مشورې کوي . دا ګوند اته کاله عمر لري ، اوه کاله يې ددې د پاره په هڅو کې تېر شول چې د هيواد بې شماره ګوندونه د خبرو آترو او مذاکراتو له لارې يوه جوړ جاړی ته سره ورسيږی او په اصطلاح دا د سياسی ګوندونو آشفته بازار ، د اوسنی وضعيت د غوښتنو او د هيواد او خلکو د اړتياؤ په لور بو ځي . له نېکه مرغه په دې ورځو کې يې د هيواد د يوه بل راجستر شوی ګوندسره د يو ځای کيدو خبرې پای ته نږدې شوي دي . په دې کار سره به په افغانی ټولنه کې په ځانګړی توګه په روښانفکری چاپېريال کې د حاکم نفاق او بې باوری سنت يو درز ووينی . دا درزونه بايد ادامه ومومی . ددې ګوند سترګې ستاسو په شان پوهو او با تدبيره ځوانانو پسې ړندې شوې .په دې څو کالونو کې چې زه ستاسو د نوم او ليکنو سره آشنا شوی يم ، په دې هيله يم چې نن او سبا به د لېوال ژڼي غږ راشی ، چې دادی د هيواد د ځوانانو ملاوې يې وتړلې ، لښکر يې جوړ کړ او توغ يې اوچت کړ . زما له نظره دا کار اصولی اهميت لري . ځکه په تش لاس څه نه کيږي . د اوسنی دولت په چوکيو د کار له لارې خلکو ته خدمت کول امکان نه لري . کيدای شی په انفرادی توګه يو څوک يو چا ته ګټه ورسوی ، خو تجربو ښوولی ده چې ډېرې طلاوې د مالګې په کانونو کې مالګې شوی دی . که څه هم د مالګې آغېز پر طلا کم وی ، خو د مالګې کان هم طلا په خپل اصل طلا کولای نه شی .داسې مثالونه هم زمونږ په ټولنه کې شته ، او هم د نړی تجربو دا ښوولي او زبات کړي ده .
په پای کې مو په ژور درناوی سره نمانځم.