داکتر بادام شفق ٬ په ډنمارک کی دغنس دمرکزي روغتون ددماغي سکتور دسرویس مسؤل ډاکتر
مزاجی ناروغي (دریمه برخه)
دډپرېشن اصلي نښې:
د ډپرېشن اصلي تشخیصيه نښې عبارت دي د خپگان، د شوق او دلچسپۍ له لاسه وركول او د انرژۍ دكموالي او ستړيا څخه .
د لاندې درې اصلي اعراضو څخه اقلاً دوه اصلي اعراضه د دوه هفتو لپاره بايد موجود وي چې په ناروغ د ډپرېشن تشخيص كيښودل شي .
۱ – خفگان او خـُلق تنگي: خلق تنگي او خفگان بايد په هغه اندازه موجود وي چې د ناروغ لپاره عادي او نور مال نه وي . خفگان باید ټوله ورځ او پرله پسې هره ورځ دوه اونۍ موجود وي او بايد په دې اندازه وي چې د خارجي پېښو په واسطه متأثره نه شي يعنې كه كومه خوشحالوونكې واقعه پېښه شي بايد ناروغ خوشاله نه كړي يعنې د مريض د احساساتو څرگندېدل له منځه تللي وي .
دا طبيعي غمجنتوب، خفگان او خٌلق تنگي نه ده بلكې ناروغ ته ځان د غمجنتوب برسيره د احساساتو څخه پوچ او تش ښكاري. په عادي غم كې سړى خفه وي خو د ځان او نورو حقايقو په باب یې احساس لكه د ډپرېشن په شان تغير نه كوي . عادي خٌلق تنگي او خفگان چې د غم او ستونزو له كبله منځ ته راځي د ستونزو د له منځه تللو سره له منځه ځي، خو د ډپرېشن خفگان د ستونزو د له منځه تللو سره سره دوام كوي او كه ښه والى ورپكې هم راشي اكثراً بيا بيا دوره كوي.
د ډپرېشن د ناروغ څېره همیشه پژمُرده وي او مريض خفه ښكاري. ټنډه يې همیشه تروه او شونډې يې وچې وي. خوشحالۍ او خندا يې له شونډو او څیرې څخه كوچ كړى وي. هېڅ قسم خوشحالوونكې پیښې، میلې، ساز او سرود او خوښي یي نه شي خوشحالولاي او د غمونو دروند پیټى يې تل په زړه پروت وي .
۲- د كار سره د شوق او علاقې له لاسه وركول: ناروغ د هغو كارونو او فعاليتونو سره چې معمولاً يې ورسره شوق درلود، دلچسپي، شوق او علاقه له لاسه وركوي. مثلاً د كار، مطالعې، مېلو، تفريح ځايونو او ميلمستياوو سره يې دلچسپي او شوق له منځه ځي او له هېڅ ډول ساعت تیرۍ څخه خوند او لذت نه شي اخيستلى.
د ناروغ اړيكې او علاقه د خپلو خپلوانو او ملگرو سره ورو، ورو كميږي او ځان پخپله تجريدوي .
ناروغ ځان نا اُميده احساسوي او هر څه ته بدبين وي . ناروغ لکه چې تورې عينكې سترگو ته اچولې وي نظر يې د هر څه او ځان په باب تغير كوي او د هرڅه څخه يې زړه تور وي .
۳- د انرژۍ كموالى او ستړيا: ناروغ ځان ډېر كمزورى، ستړى او بې انرژۍ احساسوي. ناروغ تنبل كيږي، ډېر وړوكى كار ورته ډېر لوى ښكاري ( په اصطلاح كاه ورته كوه ښكاري ) .
ناروغ تّه مشكله وي چې څه كار وكړي او ځان سمبال كړي . داقصدی تنبلي نه ده بلكه د ډپرېشن يوه مهمه نښه او برخه ده.
د ډپرېشن فرعي(ضميموي)نښې :
عبارت دي له لاندې اوو نښو څخه چې اقلاً دوه يې بايد موجودې وي .
۱ – په خپل ځان باندې اعتماد او باور له لاسه وركول :
ناروغ د خپل ځان په باب منفي افكار لري . ناروغ فكر كوي چې هيڅ كار يې له لاسه نه دى پوره او په هېڅ درد نه خوري. ناروغ د خپل كفايت او لياقت په هكله بې اطمينانه او بې باوره وي. ځکه چې په ځان باندې دباور لپاره انرژۍ ته ضرورت دى کومه چې د ډپرېشن ناروغ يې نه لري.
۲- بې دليله ځان گرم او گناهگار گڼل: ناروغ د ځينوکوچنیو غلطيو له كبله چې څو كاله مخكې يې كړې دي ځان بې دلیله اوبې فایدې گناهگار گڼي.
۳- د ځان وژنې (انتحاريا suicide) په باب په مکرر ډول فكر كول او د انتحار كوشش كول : ناروغ ته خپل ځان خپله آينده او خپله شاوخوا ډېر ستړي كوونكي( خسته کُن) ښكاري او هرڅه ته بد بينه وي . د ډپرېشن ځينې ناروغان فكر كوي چې هیڅكله بيا نه رغيږي او ژوند يې ختم دى.
ناروغ ته ځان بې ارزښته ښكاري او فكر كوي چې دا به ښه واى چې مړ واى او ددنیا او ژوند د غمونو څخه بې غمه شوى واى . له دې كبله د ډپرېشن ناروغان كه تداوي نه شي تقریباَ۱۰٪ يې انتحار كوي او ځان وژني .
د ځان وژنې ( انتحار Suicide ) افكار د ډپرېشن برخه ده او د ناروغۍ له ښه كېدو سره له منځه ځي .
۴ – د فكر او دقت كولو كمزوري: د ناروغ د فكر كولو قابليت كمزورى كيږي . د افكارو تمركز نه لري. ناروغ سم تصميم نه شي نيولاى او همېشه خپل نظر او تصميم بدلوي. د ناروغ حافظه او ياددښت كمزورى كيږي.
ناروغ په بې ځايه فکرونواو چرُوتونوکې ډوب وي. کله کله ناروغ دکوم خاص شي یا کومې خاصې موضوع په باب دوامدار فکراو چُرت وهي او هرڅومره چې کوشش وکړي چې دغه بې مورده فکر اوچُرت ، چې هېڅ گټه نه لري، له ياده وباسي، دمغزوڅخه یې نه وځي.
په زړو خلكو كې د حافظي او فكر د تمركز Concentration كمزوري چې د ډپرېشن له كبله منځ ته راغلې وي زيات وخت دDementia ناروغۍ (هېرجنتوب ) سره چې په زړو خلكو كې ډېره ليدل كيږي، مغالطه كيږي. له دې كبله هغه زاړه خلك چې هېرجن وي يا دفکر د تمركز او دقت كمزوري ولري بايد د Depression په باب يې فكر وشي.
۵ – زيات روحي حركي چوپ والى يازياته ناآرامي او هيجان (Psychomotoric Inhibition or agitation) :
د سايكو موتوريك منع والي (تمبلۍ ) څخه مطلب د هوش، احساساتو او حركاتو منع والى او كموالى دى. دناروغ دهوش اودرك قابلیت کميږي. ناروغ كم معاشرته Asocial كيږي. پخپله نه غږيږي او پوښتنو ته لنډ او له ډېر ځنډ وروسته ځواب وركوي. ناروغ فكر كوي چې داسې څه د ويلو لپاره نه لري چې نورو ته يې ووايي، او ډاريږي چې د نورو له خوا به تعجیز او سپك شي . قيافه يې شخه او حركات يې ډېر ورو وي. احساسات يې مړه وي . ناروغ كله كله داسې حالت لري چې نوروته هيڅ توجُو نه كوي او نور خلك فكر كوي چې ناروغ يې په مقابل كې بې اعتنا او بې احساسه دى .
د هيجان او نا آرامۍ (agitation) په حالت كې ناروغ نارامه، نا راحته او كله كله ډار او ترهه لري. دا ناروغان ځان په يو ځاى كې آرام نه شي نيولى، ځای په ځای گرځي راگرځي او په ځاى كې ډېر خوځيږي او يا په بستره كې اوړي راوړي .
۶- د خوب ستونزې: د ډپرېشن زياتره ناروغان خراب خوب لري. ژر خوب نه ورځي، خوب يې ډېر سطحي او متقطع وي يا سهار وختي له خوبه بيداريږي او كله چې له خوبه بيدار شي ډېر ستړى وي . په ځينو كمو حالاتو كې داسې هم ليدل شوي دي چې ناروغ Hypersomnia یعنې ډېر خوب لري. حتّى د ورځې هم خوب ورځي او ويده كيږي .
ځينې ناروغان بدبد خطرناك او وحشتناک خوبونه ويني(زموږ دخلکوپه عامه اصطلاح بلاگانې په خوب کې ويني).اودبدوخوبونو د ليدلوپه وخت ډيرې خولې کوي.
۷ – د اشتها ستونزې : اكثره ناروغان اشتها له لاسه وركوي او وزن يې كميږي. خواړه ورته بې ذايقې اوبې مزې ښکاري او خوړلوته یی نه خوشحاليږي. خو دا هم كېداى شي چې ناروغ Hyperphagia یعنې زياته اشتها ولري او ډېر خوراک وکړي او وزن يې زيات شي. زيات وخت د داسې ناروغانو خواږه څيزونه خوښيږي. دا خبره د يادونې وړ ده چې كيداى شي چې ځينې د ډپرېشن ناروغان د جسمي ناروغيو ځينې اعراض او علايم لكه سردردي، د هاضمې تشوشات او د بدن د ځينو برخو دوامداره دردونه ولري چې د دوا په واسطه له منځه نه ځي .
دشدت له لحاظه دډپرېشن اقسام
خفيف ډپرېشن Mild depression: ناروغ كم تر كمه دوه اصلي (اساسي ) او دوه فرعي ( مل يا ضميموي ) اعراض لري.
متوسطه درجه ډپرېشن Moderate depression: ناروغ كم تر كمه دوه اساسي او دوه فرعي (ضميموي) اعراض لري .
شديد ډپرېشنSevere depression: ناروغ كم تر كمه درې اساسي اعراض او پينځه فرعي ( ضميموي ) اعراض لري