هغوي چې تللي!!!
دا نړۍ د ازمایښت ځاي دی. هغوي چې یو ځل راغلي او بیا بیرته تللي ، دلته یي له ځانه یو څه پریښې دي. چا میړانه کړي ، بیا نورو تیروتنې کړي. هر څه چې شوي ، د دې خاوریني کوري پر سر د هر ژوي په تیره بیا د انسان د کړو وړو څخه حکا یت کوي. ولي هر وګړی یو ځل راځې او د ازمایښت د ټاکلي دوري وروسته بیا بیرته ځې او د هغه په کالبوت کې ژوند بیرته نه تکراریږي. دا ځکه چې د هر ژوي ، په ځانګړي توګه د هر وګړي ژوند د نړۍ د ازمایښت یوه برخه ده. د دې ازمایښت یوه مهمه مشخصه داده چې هر وګړي د هغه د ځانګړتیا پر بنسټ یوازي یو واري پرتله کیږي چې کومې چاري څه ډول سمبالوي. یانې په ټوله کې د انسانانو په وړاندي ټاکل شوي موخې څه ډول تر لاسه کیږي او د دې ګیرودار په منځ کې ځینې وګړي بیا څنګه له ځانه بیشانه وړتیا ښیې او د موخو په ټاکلو او پلي کولو کې ریکارډ جوړوي او نورو ته بیلګه کیږي. د نړۍ په اوسنې کلي کې زما هیواد د یوي اوجري حیثیت لري چې په خورا مهربانۍ او میلمه پالنې د هر افغان او د دې سیمې هر انسان ته د زړه مینه ورکوي. په دې اوجره کې هر افغان د ورکړل شوي عمر په اوږدو کې د ټاکلو چارو په پلي کولو بوخت وي او د عمر په وروستۍ ورځ له دې اوجري د یو ریکارډ په قایمولو د تل له پاره رخصتیږي. له دې کبله زموږ اوجره ډیره زړه او تاریخې ده. په دې اوجره کې ډیري ستري پوښتئ زوي کړی شوي دي او د ویاړلي ژوند د تیرولو وروسته په همدي تاریخې اوجره کې په ابدي درانه خوب ویده شوي. زموږ د تاریجې اوجري د سترو او تاریخې میلمنو نوملړ ډیر اوږد دی. دښنه تل زیار ایستلی چې د دې نوملړ مرغلري تل نکلي وښیې. لیکن زموږ د اوجري د میلمنو منلی متل دا دی چې وایي: « لال په ایرو کې نه پټیږي ».
د دې اوجري د سیاسي واقعیت په توګه د وطن د ترقۍ ملي ګوند یوه داسې چرګۍ ده چې د جوړیدو راهیسې یي ډیر میلمانه دهغې شاو خوا ناست شوي چې هم یي نورو او هم یي خپل خان ته د اړتیا وړ تودوخه ورکړي ده. په طبیعي توګه میلمه تر میلمه توپیر لري ، اما زموږ د ګوند میلمانه تل صادق ، لاسپاکې ، انساندوسته او په ټوله کې زموږ د خاورینې کوري ښه ازمایښت ورکوونکې وګړي دي.
محمد هاشم وطنوال ، سعادت ګل اهنګر ، حبیب الرحمن او نور هغه میلمانه وه چې د لنډي مودي له پاره زموږ د خاورینې کوري په کلي کې زموږ سره په تاریخې اوجره کې اوسیده. هغوي چې تللي ، لکه د نورو په څیر بیا بیرته نه دې راستانه شوي او موږ نه پوهیږو چې هغوي به خپه تللي وي یا خوښ. دا د خلقت د هغو پټو رازونو څخه یو راز دی چې انسان به په دې لنډو کې د هغه د را برسیره کیدو په څرنګوالي ژر پوه نه شي. ښایي د هغوي ارواګاني زموږ په شاوخوا ګرځیدلي راګرځیدلي وي او دا یي مالومه کړي وي چې د تللو وروسته موږ د هغوي څومره یادونه کړي ده. د ژوند د لایزاله کاروان د هر تللي لاروي یادونه په کار ده ، په تیره بیا هغوي چې زموږ د هوساینې او ژوندي پاته کیدو له پاره یي خپل خوږ ژوند د تل له پاره نذرانه کړ. دا به زموږ نیکمرغې وي که زموږ د اتلانو ارواګانې له موږ خوشاله وي. ما ته چې څومره پته لګیدلي ده د اتلانو په تیره بیا زموږ د چرګۍ د اتلانو د تلپاتي کارنامو په یادولو او د هغې په روحیه زموږ د اوجري د نوي کهول د روزلو چاري بي خونده پر مخ درومي. د تیري نیمې پیړۍ په دوران کې زموږ د میراثې چرګۍ او په اوس کې بیا د دې نوي چرګۍ ټول میلمانه ، په ځانګړي توګه د هغوي له منځه اتلان خورا زیات وه او هغوي په خپل وار زموږ د اوجري د تاریخ په جوړولو او ښایسته کولو کې ټاکونکې ونډه لرله. دریغا چې د تل له پاره له تګ وروسته د هغوي د کارنامو په راسپړلو او را برسیره کولو کې د اوجري موجودو میلمنو د یادولو وړ ونډه نه ده اخستې. په دې صورت کې به د نورو او په خاصه توګه د شهید وطنوال ، سعادت ګل اهنګر او حبیب الرحمن ارواګانې زموږ څخه څنګه خوشاله وي؟ ایا څو کاله وروسته به زموږ شهیدان او اتلان د چا په یاد وی؟ او زموږ د اوجري نوی کهول به د خپلي ځنډنې اوجري په تاریخ څنګه بلد وي؟
زما په اند ، زموږ د چرګۍ د ګډونوالو دا نوښت چې په کال کې یو ځل دې د شهيدانو او اتلانو اونۍ وي او د هغوي یاد دې تازه کړل شي ، ډیر پر ځاي او غوره اقدام دی. په داسي کولو سره به په کلي او وجره کې خپل شهيدان او اتلان رابرسیره او لا څرګند کړو ، د هغو د کارنامو په راسپړلو او وړاندي کولو به نوي نسل ته د انسانیت د مد نیت او اخلاقو د تسلسل لاره ورپه ګوته کړو او هم به هغوي د طبیعت په راتلونکې کې د دې تسلسل د ادامې په راز بلد کړو. هلته تاریخ مسخه کیږي ، چیري چې تاریخ نه لوستل کیږي. هغه ټولنه ورک کیږي چې تاریخ نه لیکي. هغه قوم بي موراله وي چې معنویت نه لري. زموږ اوجره یا وطن ډیر تاریخې دی. څرنګه چې تاریخ نه لیکو او هم تاریخ نه لولو او د خپل معنویت نه په هغه مقدار خبر نه یو ، چې یي لرو!!! نو ځکه د راز راز ستونزو سره مخامخ کیږو.
زموږ ګوند او یا چرګۍ هغه وخت پوره تودوخه مومي چې د شهید وطنوال او نورو شهیدانو ، د سعادت ګل اهنګر ، حبیب الرحمن او نورو اتلانو یادونه را تازه شي. د هغوي د کورنیو تپوس وشي. زموږ څخه د تللو اتلانو ارواګاني خوشاله شي. زموږ د چرګۍ تودوخه زموږ د اوجري یا وطن تودوخه ده. که زموږ اوجره توده او بډایه وي ، زموږ د کلي یا نړۍ د سولي او ثبات سره مرسته کوي.
راځئ چې هر کال د شهیدانو د اونۍ څخه یادونه وکړو. راځئ چې په دې یادونه کې ټول برخه واخلو. راځئ په ډیره مینه او عالي احساس برخه واخلو. راځئ دا ډول کړنې د خپل رواج او کلتور یوه اساسي برخه جوړه کړو. همدا اوس وطنوال ، اهنګر او حبیب الرحمن له ما څخه ورته غوښتنه لري. هغوي چې تللي او بیا بیرته نه دې راغلي د هغوي د یاد ساتل او پالل په کار دي.
قلمه ستا په رګ کې رنګ او زما ګوتو کې د لیکلو توان غواړم!
وفا