بسم اله الرحمن الرحيم
ولسمشری ته د داکتر اشرف غنی احمدزی د نوماند ټيم د ټاکنيز
کمپاين څخه د ملاتړ د غونډې
پيغام
د ۲۰۱۴ کال د مارچ د مياشتې ۱۶ نيټه
هالند-لايدن
دري لسيزې کيږی چې زمونږ پر مظلوم او بېدفاع ولس خونړی جنګونه ، نا امنی او بېساری بې وزلی تپل شوی ده . زمونږ د تاريخی او لرغونی هېواد ځمکنی بشپړتيا او ملی حاکميت ګواښل کيږی . پردی او د هغولاسپوڅی غواړی چې زمونږ د ملی ، تاريخی او کلتوری هويت دنګې ماڼۍ راوپرزوی.
د افغان انسان انسانی مقام ته په سپکه سترګه کتل کيږی . د افغانانو وينی لکه اوبه بهيږي . مونږ افغانان بايد پوه شو چې : يا به يوکيږو ، کنه ورکيږو زمونږ بربادۍ او ورکيدو ته ځينو په ځانګړی توګه ګاونډيو هيوادونو ملا تړلی ده . که مونږ يو نه شو ، ځواک به مو نه وی ، واک به مو نه وی . آخر ورکيږو .
په خواشينۍ سره يادوو چې زمونږ د هيواد په ويرلړلی تاريخ کې د اوچتيدو ، خوځښت او پرمختګ شيبې شته ، خو د هېواد په برخليک د زورواکود واکمنيو او د پردو د لاسوهنو له امله زمونږ د هيواد د تاريخ ډيره برخه د سکون ، ځای پر ځای دريدو او توقف څخه جوړه شويده . له دې امله تاريخ بيا د افغانانو پر وړاندې د واکمنی مسأله د ژوند او مرګ د مسألې په توګه مطرح کړيده
.
د يوه ملی ، مسؤل او زړه سواند حکومت تشکيل زمونږ د خلکو تاريخی آرمان دی . زمونږ د هيواد او خلکو د ژوند په دې تاريخی پړاؤ کې د غرونو غرونو ستونځو د اوارولو چاره د يوه ملی حکومت د تشکيل او د افغانستان د ميشتو وروڼو قومونو د ټينګ، سراسری او اوسپنيز ملی يووالی غوښتنه کوی .
ملی حکومت د هيواد داساسی قانون له روحيې سره سم د خلکو له ارادې څخه نشأت کوی په بله وينا ملی حکومت د خلکو د واقعی او رښتينې ارادې پايله ده . د خلکو هر فرد په ټاکنو کې د خپلې رايې په وسيله د حکومت په ټاکلو کې برخه آخلی ، داسې يو حکومت چې برخليک يې په خلکو پورې اړه ولری ، خلکو ته د خدمت کولوجوګه کيدای شی . هغه حکومت چې دنده يې هېواد او خلکو ته خدمت وی ، ملی حکومت بلل کيږی . ټاکنې د دموکراسی د لومړی او بنسټيزاصل په څېر خلکو ته د خپلې راتلونکی د ټاکلو واک سپاري . ټاکنې خلکو ته ددې موکه په لاس ورکوی ، تر څو د نوماندانو له منځه تر ټولو په کار پوه ، غښتلی ،رښتينی ، په وطن مين ، مجرب ، باوری او منلی کس د خپل ولسمشر په توګه وټاکی . خلک نوماندان ، د هغو د کړنلارو او د کړنلارو د عملی ارزښت له مخې خوښوي .
د تحول او تداوم تر شعار لاندې د ملی اجماع او پراخو بدلونونو کړنلارې ولسمشری ته نوماند داکتر اشرف غنی احمدزی ته د نورو نوماندانو تر منځه غوره مقام ور په برخه کړی دی .
د تحول او تداوم کړنلاره زمونږ د پرهرژلی هېواد ټپونو او زمونږ د ربړيدلی ولس تږو هيلو ته منطقی ځواب دی .
پاک لاسونه ، تاوده زړونه او ساړه ماغزه چې د سالم تفکر، نوښت او ابتکار وړتيا ولری ، زمونږ د خلکو له پاره امن ، د قانون واکمنی ،ټولنيز عدالت ، پرمختګ او نېکمرغی تأمينولای شی . زمونږ له آنده د ولشمری د نوماندانو له منځه نوموړی وړتياوې د داکتر اشرف غنی احمدزی ځانګړتياوې جوړوی .
له دې امله ددې پرتمينې غونډې ټول ګډونکونکی د هېواد او خلکو په وړاندې د مسؤليت له مخې په يوه آواز په ټولو هېوادوالو غږ کوی چې د ولسمشری او ولايتی شوراګانو په ټول ټاکنو کې په زغرده او پراخه کچه ګډون وکړی، ځکه د راتلونکی حکومت د مشروعيت کچه په ټولټاکنو کې د خلکو د ګډون له کچې څخه اټکل کيږي .
يو مشروع حکومت به دعقلانيت په اصولو باندې په تکيه سره ، د افغانستان په اړه د تقابل او دښمنيو سياستونو ته په داخلی ،سيمه ايزه او نړيواله سطحه د پای ټکی کيږدي . مونږ په رڼو ، شفافو او په رښتيني توګه دموکراتيکو ټولټاکنو ټينګار کوو ، له اوسنی دولت ، مدنی ټولنو، سياسی ګوندونو او نړيوالې ټولنې هيله لرو چې د ټاکنو د شفافيت او رښتينوالی لپاره خپلې هڅې سره يو کړی .
د غونډې ګډونکونکی پوره باور لری چې د ټولټاکنو د پروسې شفافيت به ولسمشری ته د نوماند داکتر اشرف غني احمدزی د ټاکنيز ټيم برياليتوب تضمين او يقينی کړی .
مونږ ددې غونډې ګډون کوونکی د ګران هېواد د سمسورتيا او افغان ولس د نېکرغی په هيله په خپلو ټولو امکاناتو سره په ټاکنو کې د داکتر اشرف غنی احمدزی د ټاکنيز ټيم ملاتړ کوواو د هغه د برياليتوب له پاره ټولی ممکنې هڅې او هاند کوو .
همدارنګه باور لرو چې په ټاکنو کې د داکتر اشرف غنی احمدزی برياليتوب به د ملی اجماع د اصولو پر بنسټ ،د هېواد د آبادی او سمسورتيا په چاره کې زمونږ د ټولنې د ټولو اړخونو ، ټولنيزو او سياسی ګروپونو اوحتی د هغو ټاکنيزو ټيمونو چې نن د داکتر اشرف غنی احمدزی سره په رقابت کې ولاړ دی ، د هڅو د يووالی، رغنده ګډ کار تفاهم او يووالی زمينه برابره کړی .
ټول بايد پوه شی چې د رڼو ټاکنو دايريدل د ټولو هېوادوالو ، رقيبو ډلو او شخصيتونو ګډ برياليتوب دی . رڼې او شفافې ټاکنې بايلونکی نه لری بلکې ټول افغانان يې ګټونکی دی .
د پراخو سراسری ، رڼو او شفافو ټاکنو په لور مخ په وړاندې!
ومن اله توفيق