ډپريشن

لیکوال : ډاکتر بادام (شفق)

مزاجي ناروغۍ
(لومړۍبرخه)

درنو لوستونکو!
څرنګه چی ټول پوهیږۍ زمونږدګران وطن افغانستان دډیروناوړو شرایطو له کبله زمونږ په دردیدلو هیوادوالوکی رواني ناروغۍ خصوصاْدډپریشن یعني ژورخفګان ناروغي ډیره شایع ده٬لدی کبله غواړم چې په تفصیل ددی ناروِغۍ په باب معلومات وړاندی کړم. هیله ده چی دلوستونکو لپاره ګټور تمام شي.

مقدمه
دخفګان (ډپرېشن) ناروغۍ وا قعات په نړۍ كې خورا زيات دي .
د تخمين له مخې د دنيا پر مخ ۱۲۱ مليونه خلك دخفګان د ناروغۍ څخه ځوريږي. ډپرېشن د دنيا پر مخ هر چېرې پيدا كيږي او هره كتګوري خلك، كوچنيان، ځوانان، د متوسط عمر خلك، زاړه، ښځې، نارينه، غني او فقير پرې اخته كېداى شي. البته په فقيرو او غريبو خلكو كې د ژوند دشرایطو دخرابۍ له کبله نسبت هغو خلكو ته چې ښه ژوند لري ښایی زيات پيدا شي .
د ډپرېشن پېښې حتى د هغو هېوادونوپه خلكو كې چې له هره پلوه ښه او هوسا ژوند لري هم زياتې دي.د مثال په ډول د استراليا له هرو څلورو ښځو څخه يوه ښځه او له هرو شپږو نارينه و څخه يو نارينه په ډپرېشن اخته دی .په كاناډا كې يوازې د شديد ډپرېشن كلنۍ پېښې ۱،۳۵ميليونه او د امريكا په متحده ايالاتو كې ۱۴ مليونه دي .
په ډنمارك كې چې د نړۍ يو هوسا، پر مختللى او غني هېواد دى او يوازې ۵،۴ ميليونه نفوس لري، له ۱۸ كلنۍ څخه پورته ۲۰۰۰۰۰ و ګړي يې ډپرېشن لري چې د ټول نفوس ۴ تر ۵ فيصده جوړوي، هر پينځم ډنماركى په خپل ژوند كې يوځل په ډپرېشن اخته كيږي .
په ډنمارك كې هر لسم ناروغ چې ډاكټر ته مراجعه كوي ډپرېشن لري. سره له دې چې اكثره ناروغان چې ډاكټر ته مراجعه كوي د كوم روحي تكليف يا ډپرېشن څخه شكايت نه كوي، د مثال په ډول وايي چې ډېره ستړيا لري، دردونه لري، اشتها يې خرابه ده او يا د شپې ښه نه شي ويده كېداى .
سره له دې چې زموږ په هېواد كې د ډپرېشن شمېره نه ده معلومه خو په افغانستان كې ۳۰ كاله اوږد جنګ، فقر او غريبۍ بيكارۍ، د تعليم نشتوالي، نا امنۍ، ظلمونو، تجاوزونو، وروسته پاتې والي او نورو ناخوالو دپه نظر كې نيولو سره سړى په يقين سره ويلاى شي چې زموږ په هيواد كې به د ډپرېشن د پېښو كچه خورا جګه او د پورته ذكر شويو هېوادونو په پرتله څو چنده زياته وي .
كله چې يو سړى د هر بې وزلی‏‏ُ ٬ رنځ ځپلي او مظلوم افغان سره مخامخ كيږي تندى يې تريو، د شونډو څخه يې خندا الوتې او له څېرې څخه يې غم ٬ خفګان او زړه خوړينوالی له ورايه ښكاري .
له يوې خوا زموږ په ګران هېواد كې د اروايي ناروغيو متخصصو ډاكټرانو ته لاس رسى ستونزمن دى او له بلې خوا كله چې ناروغ ډاكتر ته مراجعه كوي د خپل ډپرېشن اعراض ډاكتر ته ښه نه شي بيانولاى او په عوض كې يې له ځينو مبهمو جسمي اعراضو څخه شكايت كوي او ډاكتر هم كله چې په اروايي ناروغيو كې كافي پوهه او تجربه ونه لري دې ته نه متوجه كيږي چې ناروغ ډپرېشن لري كه كومه بله جسمي ناروغي؟ له دې كبله يې ناروغي غلطه تشخیص او غلطه دوا ورکول کیږي . پدې ډول ناروغ سرگردانه كله يو ډاكتر او كله بل ډاكتر ته مراجعه كوي او د قسم، قسم دواګانو نسخې ورته ليكل كيږي .
خو د دې پر ځاى چې ناروغ ښه شي ددغه دواګانو جانبي عوارض د ډپرېشن په اعراضو ور علاوه كيږي او بده يې لا دا چې زموږ په هېواد كې د بې كيفيتو او جعلي دواګانو زهري او بد تأثيرات دناروغ تکلیف لا نور پسې بد تر كوي، بالا خره ناروغ مجبوريږي تعويذورکونکو٬ ملایانو ٬کوډگرو او یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي او يا په زيارتونو ګرځي.
د تلقين له مخې ښايي ډېر لږ د ناروغ په اعراضو كې ښه والى راشي، خو اصل مرض تر اخره پورې بې علاجه پاتې كيږي، په اصطلاح ناروغ په بې درمانه رنځ اخته كيږي اوله خفګانه یې لکه دسرِې اورپټ سېځي. زه په خپله په خپل ګران هېواد افغانستان كې او حتى د مهاجرت په وخت كې په باندېنيو هېوادوكې د ددغه قسم رنځورانو سره ډېر مخامخ شوى يم.
عجیبه خولاداده چی د دوه قُطبي ناروغۍ ناروغان چې ددې کتاب په آخر کې به یې په تفصیل ولولئ کله چې دمست لیونتوب (Mania) په مرحله کې وي دننګرهارولایت دثمرخېلو دمیاعلي صاحب (رح) په زیارت کې په ځنځیرونوتړل کیږي اود اوړي په ډېره شدیده ګرمۍ اویا د ژمي په شدیده یخنۍ کې په یوه کوچنۍ بې دروازې کوټه کې چې یونیم متر سور اودوه متره اوږدوالی لري د یو حیوان په شکل وږی تږی تړل کیږي او د پيشو په شان یوه وچه مړۍ وراچول کیږي اوکله چې یې پخپله په طبیعي ډول دمست لیونتوب دوره د ډپریشن په دوره واوړي او ناروغ د ډپریشن د دورې له کبله غلی او آرام شي نو دزیارت ملنګان او نورددنیا نه ناخبره خلك یې د زیارت برکت بولي .
ددې لپاره چې له يوې خوا د ګرانې مورنۍ ژبې د علمي غنا لپاره كه څه هم ډېر كم وي دخپلي وسې په اندازه يوکوچنی

له بلې خوا مې خپلو ګرانو ځوانو هم مسلكانو ته اوهم خپلو هغو وطنوالو ته چې لوستل کولای شي د خپلې وسې په اندازه څه وړاندې كړي وي .  د ډپرېشن د ځورونكې ناروغۍ ٬ مست لیونتوب ( منیاء) اودوه قُطبي ناروغۍ په باب مې لاندې  ټولګه دګرانو لوستونکو په واک کې ورکړه .

د دې لپاره چې د دې ليكنې څخه هم زموږ ګران هېواد وال او هم ځوان هم مسلكان ګټه واخلي غوره مې وګڼله چې موضوع  د توان تر حده مفصله او ساده  وليكل شي، هيله من يم، چې درنو لوستونكو ته يې ښېګڼه ورسېږي . كه ګران لوستونكي د كومې علمي سهوې او غلطۍ سره مخامخ كيږي هيله ده خپل نظرونه زماپه لاندې انترنټي آدرس     shafaq53@gmail.dk   راواستوي چې په بيا چاپ او خپرولو كې يې اصلاح  ته   توجو وشي .

 

دخپل ګران هېواد او ګرانو

هېوادوالو سره په ژوره مينه

پاتي لري !

 

خدمت شوی وي او

Comments are closed.