ليکوال:ډاکتربادام (شفق)
په ډنمارک کي دغنس د مرکزي روغتون
ددماغي سکتودسرویس مسؤل ډاکتر
مزاجي ناروغۍ
خپگان او مست لیونتوب
(دوهمه برخه)
درنو لوستونکو!
څرنګه چی ټول پوهیږۍ زمونږدګران وطن افغانستان دډیروناوړو شرایطو له کبله زمونږ په دردیدلو هیوادوالوکی رواني ناروغۍ خصوصاْدډپریشن یعني ژورخفګان ناروغي ډیره شایع ده٬لدی کبله غواړم چې په تفصیل ددی ناروِغۍ په باب معلومات وړاندی کړم. هیله ده چی دلوستونکو لپاره ګټور تمام شي.
مزاجي ناروغۍ
Affective diseases
(Mood disorders)
مزاجي ناروغۍ Mood disorders)(هغه ناروغۍ دي چې خٌلق، مزاج او احساسات پكې له نور مال حالت څخه تغير كوي پدی معناء ناروغ یا له نورمال حالت څخه ډېر خفه او یا له نورمال حالت څخه ډېر خوشحاله وي. یعنې په affective Disease کې Depression او Maniaدواړه شامل دي ،چې د Mood diseaseیا مزاجي ناروغیو په نوم هم یادیږی.
هغه حالت چې ناروغ پكې له نورمال حالت څخه ډېر زيات خوشحاله، فعال او مست وي د Mania په نوم او هغه حالت چې ناروغ پكې خفه، كم انرژي او بې شوقه وي د Depression په نوم ياديږي .
که ناروغ په وقفوي شكل كله ډپرېشن او كله Mania ولري د دوه قطبي مزاجي ناروغۍ يا Bipolar affective disease په نوم ياديږي چې ډېره نادره ده . که ناروغ د Mania څخه پرته يوازې Depression ولري د يو قطبي ډپرېشن unipolar depression په نوم ياديږي ، چې پیښې یې ددوه قُطبي مزاجي ناروغۍ په نسبت ډېری زیاتی دی او خصوصاَ په ښځو کې ډېر زیات لیدل کیږي.
دمزاجي ناروغیو تصنیف بندی
Classifecation of Mood disorders
مزاجي ناروغۍ په ساده ډول په لاندی کلینیکی اشکالو تقسیمیږی:
– دوه قُطبي حالت : Mania او depression اویا
یوازې Mania
– يو قُطبي حالت (یوازې ډپرېشن)
. خطرناک
. خفیف (dystymia)
مزاجي ناروغۍAffective disorders
یوه دوره دوره یي سیر مزمن سیر
۱-دډپرېشن ۳- بابیړی کوونکې۵-Dysthymia
یوه دوره ډپرېشن ۶-Cyclothymia
۲-د Mania ۴-دوه قُطبي ناروغی
یوه دوره
ډپرېشن کېدای شي چی په ډېرو شکلونو ځان څرگند کړي. په ځوانانو کې کېدای شي چې ډپرېشن د پیشاني تُرشۍ، تخرُشیت ،خشونت اوتُوند خویتوب، په لویانو کې دخفگان ، نا اُ میدۍ ، بې ارادې ژړلو او په زړو خلکو کې دوامداره بد بیني (Pessimism)او بې علاقه گۍ پواسطهځان څرگند کړي.
د ډپرېشن دا شکلونه کېدای شي دیو عادي شکایت څخه نیولې بیا تر ډېر شدید اوخطرناک حالت پورې چې په روغتون کې داخل بستر تداوۍ ته ضرورت ولري ، موجودوي .
پدې وروستیو کلونوکې پوهانو پدې موافقه کړې ده چې بایدد یو قطبي تشوشاتو( یوازې ډپرېشن) او دوه قُطبي تشوشاتو
(Mania او Depression دواړه اویا یوازې Mania) تر منځ فرق وکړل شي.
Bipolar یا دوه قُطبي حالت اکثراَ وختي شروع کیږي، نادر دی او فامیلي ژوند نسبت یو قُطبي حالت ته ډېر متأثره کوي.
سړی دناروغ په شخصیت کې دمخکني حالت څخه واضح تغیر ویني. هغه ناروغان چې دوه قُطبي ناروغی لری، اکثراَ هرڅه چې په زړه کې یې وی وایی یې یعنې په اصطلاح په زړه کې غوټه نه ساتی اود خلکو سره ډېره رابطه ساتي، او هغه ناروغان چې یو قُطبي ډپرېشن لري، اکثراَ په ځان اعتماد او اطمینان نه لري او له نورو خلکو سره دتماس څخه ډډه کوي .
په غبرگونوباندې څېړنو ښودلې ده چې دوه قُطبي ناروغۍ زیاتره دارثي سببونواو یو قُطبي ناروغۍ اکثراَ د محیطي سببونو له کبله منځ ته راځي. څرنگه چې یوقطبي Mania حالت ډېر نادر دی او اکثراَ د دوه قطبي ناروغۍ سره ورته والی لري، لدې کبله د Mania حالت هم د دوه قطبي ناروغۍ ترنامه لاندې طبقه بندي شوی دی، پرته لدې چې داپه نظر کې ونیول شي چې ناروغ ډپرېشن لري او کنه ، خو داخبره ډېره مهمه ده چې په یاد یې وساتو چې د يو قطبي حالت پېښې د دوه قطبي حالت دپېښو څخه ډېرې زیاتې لیدل کیږي.
مزاجي ناروغۍ اکثراَوقفوي يا Periodic شكل لري. نادراً ناروغان د ډپرېشن يا Mania يوه دوره په خپل ژوند كې تېروي، خو اكثره ناروغان څو حملې تېروي او ځينې ناروغان د ټول عمر لپاره ناروغ پاتې كيږي.
لکه چې مخکې ذکر شوه مناسبه خبره داده چې دوه قُطبي حالت یو گروپ ناروغۍ وگڼل شي.د دوه قُطبي حالت او خطرناک یو قُطبي ډپرېشن تر منځ فرق مشکل دی .
دوه قطبي ناروغۍ په ځوانۍ کې شروع کوي، چې په نارینه و کې لومړی په Mania او په ښځو کې لومړی پهDepression پیل کیږي.نارینه ناروغان معمولاَ د ښځینه ناروغانو څخه د Mania ډېرې حملې لري. دوه قطبي ناروغۍ په ۲۵٪ پېښو کې په Mania ، په ۵۰٪ پېښو کې په Depression او په ۲۵٪ پېښو کې په مختلط
Manic-depressive شکل شروع کوي .
ډپرېشن
DEPRESSION
ډپرېشنيوه مزاجي ناروغي ده چې د خفگان، د كاراوفعالیت سره د بې علاقه گۍ او د ژوند څخه د لذت نه اخيستلو او ډېرې ستړيا سره ملگرې وي.
ددې ناروغۍ شروع او دوام په مختلفو ډولونو كېداى شي.
ډپرېشن كېدای شي چې دفعتاً په څوورځو ياهفتو او يا په تدريجي ډول منځ ته راشي. كېداى شي چې په ژوند كې يوځل پیښ شي، كېداى شي څو دورې يې تكرار شي او كېداى شي چې څو مياشتې او يا هم ټول عمر دوام وكړي.
Depression يوه عامه او خطرناكه ناروغي ده چې د ټولو انسانانو تقريباً ۲۰٪ په خپل ژوند كې د لنډ يا اوږد وخت لپاره يوځل پرې اخته كیږي .
دا ناروغي د انسان مزاج ( خُلق)، صحت، فكر، خوب، خوراك،روزگار، كورنی او ټولنيز ژوند، او د ژوند څخه خوند او لذت اخيستل خراب او متأثره كوي.
ډپرېشن د شخصيت د كمزورۍ نښه نه ده، بلكه د ونستون چرچل Winston Churchill (۱)په شان هوښيارو او لويو شخصيتونو هم Depression درلود. چرچل ډپرېشن د تور سپي سره تشبیه کړی دی.
علاوه له دې، په دې ناروغۍ كې د مړينې چانس نسبت نورمالوخلكو ته زيات دی. څوك چې په ډپرېشن اخته شي خپل ځان نه شي سمبالولاى او د طبي تداوۍ سربیره د خپلو خپلوانواودوستانو مرستې او ملاتړ ته اړتيا لري
دډپرېشن اعراض او علایم
SIGNES AND SYMPTOMS OF DEPRESSION
ډپرېشن داحساساتوداعراضو لکه خفگان او نا اُمیدۍ، دفکري (ذهني) اعراضو لکه دفکردتمرکزدخرابوالي ، دتحرک دکموالي او په شدیدو حالاتوکې دکار د اجراء د قابلیت نشتوالي(وظیفوي فلج)، جسمي اعراضو لکه د بې خوبۍ، بې اشتهایۍ او دبدن ددردونو سره ځان څرگندوي.
د ډپرېشن د ناروغانو مزاج د شک ، بدبینۍ او بی شوقۍ څخه متأثره وي. نا روغ هرڅه تورویني او په هېڅ شي نه خوشحالیږي. ناروغ چوُپ وي اوله خپل ځان سره مصروف وي او له نورو خلکو سره راشه درشه اورا بطه ورته ډېره سخته او مشکله ښکاري. کوښښ کوي چې نازکه خندا( تبسُم) وکړي ، خوداهم دردناکه وي.سریې اکثراَ ښکته اچولی وي اودخپل مخاطب سترگو ته نه گوري. داسې ښکاري لکه چې ناروغ بیخي بې حسه او کرخت وي. ځینو ناروغانوته داسې ښکاري لکه چې زمانې تغيیر کړی وي.د Mania دناروغانو برخلاف د ډپرېشن ناروغان فکر کوي چې گوندې همدا ورځ ابدي اوتل ترتله ده. دډپرېشن په ناروغانو کې بل مرکزي فکتور د خپل ځان کم حسول دي.فکري اوذهني اعراض symptoms)(Cognitive اکثراَ واضح او څرگندوي.
ناروغ چې مخکې به یې تل ورځپاڼې لوستلې اوس یې فقط سرلیکونه گوري او هغه څه چې په راډیو کې یې اوري _____________________________________________
(۱) Winston Churchillد۱۹۴۰څخه تر۱۹۴۵اوددوهم ځل دپاره بياد ۱۹۵۱څخه تر۱۹۵۵ پوري دانگلستان ډېرمشهوراو هوښیار سیاستمداراولمړي وزیر(صدراعظم)وو.
______________________________________________
اویایې په تلویزیون کې ویني، چندانې نه پرې پوهیږي(زموږپه وطني اصطلاح سریې پرې نه خلاصیږي). لدې کبله یې دنوروخلکو خبرې په یاد نه پاتې کیږي. په ناروغ کې دتحرُ ك( Motivation)کموالی دبې تصمیمۍ اودوه زړیتوب(ambivalence)یعنې: (په یووخت کې دوه مخالف احساسه یا انگیزې لکه محبت اوکرکه درلودل) په شکل کې ځان څرگندوي، چې په شدید حالت کې ناروغ بالکُل بې تصمیمه اوبې ارادې کیږي. (یا په بل عبارت دارادې او تصمیم فلج منځ ته راځي). ځینې ناروغان کېدای شي دجسمي اعراضو څخه خصوصاَ دبې خوبۍ څخه شکایت ولري. ناروغ ته ماخُوستن خوب نه ورځي او یا سهار د وخته بې له دې چې ځان دمه احساس کړي له خوبه را ویښیږي . ناروغ کېدای شي شدیده بې اشتهایي ولري، چې د لاغرۍ سبب شي. په ځینو پېښو کې کېدای شي چې ناروغ ځان ته دتسل ورکولواوتسکین په خاطر ډېر خوراک وکړي او چاغ شي. برسېره پردې کېدای شي ناروغ دبدن ددردونو څخه شکایت وکړی، چې د سر اوگیډې دردونه ډېر معمول دی.
دډپرېشن سره اکثراَ اضطراب او تشویش (anxiety) ملگری وي.
دډپرېشن یومهم عرض دځان ټیټ احساسول دي .
د ډپرېشن ناروغ جهان داسې ویني چې خپل منفي تصویر(عکس) ورته همېشه پکې ښکاري. دناروغ فکر یوطرفه دنورولخواپه نا مِهرۍ اود ده ددوست نه گڼلوپه فکرونو مصروف وي، اودنورو توجُو، مهرباني او غمخورۍ ته یې بیخي پام نه وي.لدې کبله یې د دوستانو سره ارتباطات له منځه ځي اود خپل ډپرېشن سره یوازې ژوند کوي.
د ډپرېشن ناروغ یوازې خپل ځانته سزاء نه ورکوي بلکې دخپل محیط خلکو ته هم په خپل نااُمیده کوونکي غمجنتوب اوخفگان سره سزا ورکوي اودهغوی زخمي نقطې په نښه کوي.
دډپرېشني ناروغ خُلق(مزاج) دده دافکارودمجموعې هنداره ده. لکه چې وویل شول هرڅه ته تور گوري او په هېڅ شي کې خوشحالي نه مومي. ناروغ اکثراَ خپلی تیرې وړې وړې سهوې او خطا گانې په یاد راوړي او په دې ډول په ډېر مبالغوي ډول ډېرواړه شیان غټوي. ناروغ ځان دسزا وړ گڼي او وایي چې غواړي جزاء ورکړل شي. ناروغ اکثراَ پدې عقیده وي چې ملامت او گناهکار دي.
پخوا ډپرېشن یومذهبي عنصُر درلود. ناروغ فکر کاوه چې د خدای تعالی(ج) په نزد گناهکار دی اودخلاصون هېڅ چاره یې نشته.د ډپرېشن ناروغ فکر کوي چې کورنۍ به یې هم دده په سرنوشت اخته شي، چې دا فکر کېدای شي د کورنۍ تراژیدۍ یعنې داولادونو او خپلې ښځې یا خپل مېړه دقتلولو سبب شي.
تقریباَ ۷۰٪ دډپرېشن ناروغان اضطراب او تشویش(Anxiety) لري. ناروغ په داخل کې له ځان سره روحاَ ناآرامه اوناراحته وي. ډاروونکي فکرونه لري او دبې ځایه خطر احساس کوي. کېدای شي چې دتشویش او اضطراب سره یوځای دزړه پرش او دنبض زیاتوالی هم موجودوي.
په حرکي لحاظ ناروغ په څرگند ډول نهی Inhibition یا تنبلي لري، چې دناروغ دحرکاتو څخه هم څرگندیږي. ناروغ په قراره اوورو ورو په لاره ځي،او غمگین او نا اُمیده ښکاري او ځان دتهدیداو خطر لاندې احساسوي. يوکوچنی شی ورته ډېرلوی اوسخت ښکاري. فقط یو اخبار لوستل هم ورته لوی زحمت او ستومانه کوونکی کار ښکاري.دا نهی کوونکي اعراض په ټیپیکډول په ځوانو ډپرېشني ناروغانو کې لیدل کیږي.
په زړو ډپرېشني ناروغانو کې اکثراَ د ډپرېشنتحریک شوی شکل agitated depression لیدل کیږي. پدې شکل کې ناروغ نارامه، ناراحته او مشوش وی، دکور په غولی کې ښکته پورته گرځي
او استراحت نشي کولای. داکار ددی لپاره تر سره کیږي چې داخلي تشنُج له منځه یوسي.
اضطراب (anxiety) او تحریک (agitation) اکثراَ همزمانه منځ ته راځي. خو داډېره مُهمه ده چې ددې دواړو فرق وکړل شي، ځکه چې agitation د نیورولیپتیک دواگانو Neuroleptic drugs په مقابل کې ښه جواب وایي.
کله چې ډاکتر دناروغ سره مصاحبه اوخبرې شروع کوي، په لومړي سر کې ناروغ بې ثباته ښکاري او ژرپه ژړا شروع کوي، خووروسته منع او سختیږي. ناروغ ډېرې ورو ورو خبرې کوي او مصاحبه ور سره ډېره په قراره او په سستۍ ترسره کیږي او ډېر وخت نیسي، خو که سړی لږ حوصله ولري او لږ انتظار وکړي، ناروغ په ټولوخبرو پوهیږي او سړی اکثراَ درُست او بامفهومه ځواب په لاس راوړلای شي.
د ډپرېشن اکثره ناروغان له مختلفو جسمي اعراضو( Somatic Symptoms) څخه شکایت کوي. سردردي، د گیډې درد، اود بندونو او عضلاتو دردونه ډېر عام دي. دناروغ ډېرفزیکي معاینات ترسره کیږي او که ناروغ ډېر بد بخته وي او عقلي عصبي متخصص ته ورمعرفي نشي کېدای شي خبره یې د عملیاتو میزته ورسیږي.
دناروغ ټول عُضوي وظایف نهی کوونکی خصلت لري، چې ځینې وختونه دقبضیت اودمثانې دوظایفودکموالي سبب کېدای شي، حتّی ځینې ناروغان دتشو متیازوڅخه دمثانې دتشولو په خاطرد (کتیترCatheter) استعمال ته ضرورت پیداکوي. ناروغ دغذاء خوړلو اومړښت سره علاقه نه لري اواکثراَ خپل وزن له لاسه ورکوي.
اکثره ناروغان دخُوب مشکل لري. په ټیپیکوحالاتو کې ناروغ سهاروختي په داسې حال کې چې طبیعت یې خراب او خُلق یې تنگ وي له خوبه ویښیږي. ځینې ناروغانوته دماخُوستن لخوا خُوب نه ورځي.داکثروناروغانوپه ډپرېشن کې دورځې په اوږدوکې ښه والی راځي.
دشدید ډپرېشن ناروغان هم په کور او هم دکار په ځای کې ښه وظیفه نه شي اجراء کولای. ډېرناروغان لا په ځای ټپ ودریږي اوحتی خپل ځان نه شي سمبالولای . حتّی ځینې دمتوسط ډپرېشن ناروغان هم نااُ مېده، بې تصمیمه او بې ارادې کیږي اودعادي ورځني کارونوداجراء کولو سره په مشکلاتو اخته کیږي.
د ځان وژنې (Suicide) خطر د ډپرېشن په ناروغانو كې ډېر زيات اوډېردپاملرنې وړدی . دځان وژنې په مقصد ناروغ د شدیدو متودونو څخه لکه دځان ځوړندول، په ځان ډزې کول، ځان په اوبو کې غرقول اودوینې درگونو دغِوڅولوڅخه کار اخلي. په طبیعي ډول په هغه ناروغانو کې چې د خپل عمیق ډپرېشن په مرحله کې وي دځان وژنې خطر دومره ډېر نه دی، خوکوم وخت چې ناروغ د ډپرېشن له یوې مرحلې څخه وځي او یا یوې مرحلې ته ورداخلیږي دځان وژنې خطر پکې ډېر وي.
په خفیف ډپرېشن کې کېدای شي ناروغ لږ خفه او پریشانه معلوم شي، دکار قابلیت یې خراب وي، دخوب مشکل لري اوکېدای شي د مبهمو او ناڅرگندو جسمي اعراضو څخه شکایت وکړي.
ددی خبرې په یادساتل پکاردي چې دمزاجي او سایکوتیکو یعنې اروایي ناروغیو فرق کېدای شي ډېر مشکل وي، ځکه چې دشدید ډپرېشن ډېر ناروغان سایکوتیک یا اروایي اعراض لري او په ډېرو سایکوتیکو ناروغانو کې دمزاجي ناروغۍ نښې موجودې وي.
پاتي بیا ولولۍ !