ښوونځی د کفر اوالحاد ځای دی

ښوونځی د کفر اوالحاد ځای دی
که د تاريخ پاڼې راواړوو او ورکې ددې خبرې ريښې اواغيز ولټوو ، په څرګند ډول وينو چې داخبره اوشعار تاريخي ژورې ريښې لري . د معمول سره سم، ښکیلاکګر مخکې تردې چې دنړۍ کومه سيمه تر يرغل لاندې راولي، دهغه سيمې دولسونو خصوصيات اوځانګړي احساسات تر ژورو ارزونو اوڅیړنو لاندې نيسي .دبرياوو او نيمګړتياوو،ځانګرتياوې په ګوته کوي. دهمدې څیړنو له مخې دنورو ګاونډيانو په پرتله دافغان ولس پر وړاندې،ځانګړی چلند ځکه  ترکار لاندې ونيول شو، چې دسيمې په کچه ددوی دپراختياغوښتنې، پروړاندې يوازينی خنډ اوګواښ و. يولورته دپراختيا غوښتنې ليوالتيااوجنون بل لور ته دفولادي مقاومت ترڅنګ د ورته يرغل وېرې، دګډو هڅواوڅيړنواړتيا وزېږوله .پايله داشوه، چې دزور له لارې پرمخ تګ او اشغال اصلآ ممکنه نه  ده. دا ولس بايد له خپل منځه په ګونډو او وځپل شي. غوره، لنډه، اسانه اوارزانه فورموله داده، چې په وچه ګيډه – خالي ذهن له پوهې، مدنيت اومعاشرت څخه، ګوښه او په خپلوکې اخته وساتل شي.تاکتيک بدلون وموند.نظامي خوځښتونو خپل ځای اوپراتيفي خوځښتونوته پرېښود. د احتمالي سرخوږيو،مالي اوځاني زيانونودمخ نيوي په موخه دلوبوډګرديني ماحول، جامې او قيافې غوره شوې. ترڅو له يوې خوا پرې هدف تر لاسه کړي  اوله بلې خوا دين هم بدنامه کړي . په نامه ديني عالمانو لومړۍ  نښانه  دښوونځيو په لور ونيوه  او ښوونځي يې دکفر او الحاد د ځايونوپه نامه ونومول .
 
د متفکراوڅېړونکې په توګه نه،بلکې د روان نسل دعادي وګړوپه شان څوڅرګندې بيلګې سره پرتله کوو. ـ تقريبآ يوې پېړۍ راهيسې دکراچۍ ښار داوسپنې دذوب په فابريکه کې(5000) اودپيښور ښار دبريښناپه فابريکه کې(200) روسي انجينران اوکاګر،کار اوژوند کوي. په اصطلاح له شمېره وتلي کفري هيوادو له اتباعوسره ګډ،خپلې ورځنۍ چارې دميشتو وګړو په شان په عادي توګه، سرته رسوي .
– له شمېره وتلي هلکان اونجونې دڅوتنوتنظيمي مشرانودنجونوپه ګډون په بهرکې زده کړې اوکار کوي. هلته هرڅه ګل و ګلزار، زده کړې او کار په اصطلاح، چين کې هم فرض اوثواب دي.         ولې دلته په افغانستان کې  دبهرنيانواولوړپوړوچارواکو پرځای، حتی په يوه عادي سپاهي اومامور هم جهاد روا ده…
دنجونو پرځای حتی دهلکانو ښوونځي، هم دکفر او الحاد ځايونه دي. بايد ونړول شي، وتړل شي اوله ښوونکو اوزده کوونکو، سرونه غوڅ شي … د همدې په اصطلاح ( يک بام و دو هوا) اوپراتيفي تعبيرو اوتفسيرو له مخې يوا زې په پشتون ميشتو سيموکې دنړۍ والې ټولنې په شتون اوسرشارو مرستونوي رغول شوي له (600) زيات ښوونځي ټړلي اوله (1000) زيات په نوم خلاص نيمه ټړلي  دي. په اوسط ډول له درې ميليونو زياتو ګلاليو ماشومانو پر مخ دښوونځي دروازې، تړلي دي.د اهم د روان ناورين ترڅنګ بل راروان ناورين دی.
اختلافات اوستونزې په طبعي اوموسمي ډول دهر ولس،هرکوراوهروګړي په ژوند کې  راځي اوځي.
نور له احساساتو پرته په سليم عقل د ستونزې په علت او ماهيت ځان پوهوي اوورڅخه دخلاصون لارې – چارې مومي. ځکه پسرلی يې پسرلی اودوبی يې دوبی دی.
زموږ دوبی ددې له پاره ترقيام قيامت راسره دی، چې موږ دعلت پرځای پر معلول اودماهيت پرځای دهغه پر شکل، تعبير اوتفسير زيات بوخت يو.کوم چې موږ ورته له خپلو تيارو اويا هم قسمآ نيمه رڼو زواياوو، ګورو. اوپه خپله خوښه هغه ته رنګ، تعبير اوتفسير ورکوو.
له نيکه مرغه د ډېرې مودې وروسته، افغان ولس مشرحامد کرزي ديولړ پوښتنو دځوابونو په لړ کې يوې تاريخي رښتياته ګوته ونيوله او وېويل: ښکېلاک لومړی زموږ په کور کې دنفاق اوربل کړاوبيا يې د خپلوګمارلو په وسيله زموږ دهېواد والوپر مخ دښونيزواوروزنيزوموسسودروازې وتړلې.نوموړي زياته کړه: په (1920) م کال فخر افغان پاچا خان دښوونې اوروزنې دودې په موخه، انجمن افغانه جوړ کړ چې د هغې په چوکاټ کې یي د بکلوریا تر کچې د ښوونځیو د جوړولو هوډ درلود. په خواشینۍ چې ښکیلاک د پښتنو مشر د دري کلونو له پاره جیل ته واچاوه او انجمن یي ورته دړي وړي کړ. خان شهید هم په ورته برخلیک اخته شو. له دې څخه لږ څه وړاندي د افغانانو د ازادۍ اتل شاه امان الله خان د همدغو ښکیلاکګرواوهغوئ پورې دتړلو بې فرهنګو تالي څټو له خوا په دې ګنا، وطن پرېښودو ته اړ شو چې هغه د افغان ملت د هر اړخیزې ودې او پرمختګ له پاره د ښوونې او روزنې د موسسو په جوړولو او پاللو ټینګار کاوه. هغوئ حبیب الله د سقاو زوی د هغه پرځای راوست چې د اماني غورځنګ ټولې لاسته راوړنې یې د یو کال څخه په لږه موده کې په اوبولاهوکړې.ترهغه وروسته په دوهمه سقاوي کې هم ورته اعمال ترسره شول.
څه د پاسه د دري لسیزو را په دې خوا دجهالت وبا دافغان ولس په بدن ناسته ده،چې ورځ تربلې ورته ورانکارې نمونې او بیلګې له ځانه پریږدي .
اوس پوښته را پورته کیږي چې ایا په رښتیا هم ښوونځې د کفر او الحاد ځایونه دي چې د یو شمیر دغو څرګندو کړیو له خوا ورسره کلک عکس العمل ښودل کیږي؟ ځواب روښانه ده . که ښوونځي پرېښودل شوي وی؛ افغانستان به نن د ترکیې ، مصر ، اندونیزیا او ملیشیا په څیر یو پرمختللی اسلامې هېواد وی. د دې هېواد خلکو به په تاو تریخوالي او کړکیچ کې ژوند نه کولی.هره هغه تیګه چې د یو نسل یا بل نسل له خوا د ابادۍ په موخه ایښودل کېدلی د افغانانو د هېواد د ودانونې یوعالي کلتوربه یي رامنخته کړی وی او دمدرحاله به دغو د ښوونځیو د شتون دوښمنانو دا واک نه درلودلی چې په یوه یا بله پلمه هغه ویجاړ کړي. زموږ خلکو تل د ښوونځیو د ویجاړولوشوم عمل ته په ځیر کتلي اوهغه یي کلک غندلي دي. دریغا چې په کلیو، بانډو او یا هم د هېواد په ځینو ښارونو کې د خلکو واګې د یو لړ کرغېړنو کړیو لاسته لوېدلي چې هغوی د بهرنې جاسوسي شارګونو څخه د خپلي بې پته بقا په خاطر تغذیه کوي. همدا کړۍ دي چې د پوهي رڼا زموږ د خلکو د سترګو څخه اخلي.
لکه څنګه چې د څا کيندونکی ځای په څا کې وي ، په همدې توګه پاړوګر د خپل مار له لاسه مري. هغو چې تر پرونه پورې ښوونځي ورانول او یایې د کابل د مکروریانو په څېر ودانۍ کوترخانې بللي ، نن چې په واک کې راغلي اوس د خپل واک په وړاندي ګواښګرو او یا ښوونځي سوځونکو ته په دار د خېژولو سزا غواړي. ښه بیلګه یې د افغانستان د اتحاد اسلامي د تنظیم مشر سیاف دی چې طالبانو ته کینه کوي او وایي:( این جنایتکاران نخست باید خوب کوفته شوند، دستان و پاهایشان شکستانده و بعدا در چار دروازه هاي کابل حلق اویز ګردند. ) ښاغلی سیاف داسې فکر کوي چې په داسي موضعګیری، خپلولو ښایي هغه د هغو جنایاتو له حسابه  بري الزمه شي چې ده او د ده ګوند کړې دي.
دلته به دلاروښانتيا له پاره د نړۍ د ستر متفکر البرت انشټاین او په شپاړلسمه پیړۍ کې د ایټالوي سیاستوالو د موندنویادونه وکړو: ( په یوه ناورین کې یوازي هغوئ ګرم نه دي چې جنایت کوي ، بلکې هغوئ هم ګرم دي چې دا هر څه ګوري او پرې سترګې پټوي.)       (د ظالم حاکم تر څنګ ناست رسمې او دولتې دیني عالم ، ځکه تر ټولو زیات فاسد او جنایتکاره وي چې د نوموړي ظلم ته دینې او قانونې صبغه ورکوي.)                         دا درسته ده چې طالبان د یوي تیاري پدیدي په توګه په هېوادکې د ښوونځیوله لارې دپوهي رڼا په خپلو سترګو نشې لیدلی ، اما دا د دې مانا نه لري چې ګواکې سیاف اونورو په دې لاره کې په تیرکې ګلونه کرلي.همداشان ددوئ ترڅنګ ددې ولس هروګړی چې داهرڅه ويني اوپرې سترګې پټوي هم ګرم دی.
ځکه پاکستان اونور خو، به هر څه د خپلو ملي ګټو له پاره کوي. لیکن دا ملاصاحب محمد عمر، هغه مجاهد او یا هغه طالب هم کوم وطن او یا کومې ملي ګټې لري او که نه؟ ایا د ټول افغانستان سوځل او په دې ټوګه د دیکتاتور ضیا ،روح ښاد ساتل په اصطلاح د دغو ملاصاحبانو او مجاهدينونو ګټې تشکیلوي؟ زما په اند دا هر څه د اسلام نه په ناوړه ګټې پورته کوونې د ځان او هغو له پاره ګټه کول دي چې دوي ورسره په تړون کې ښکېل دي. پاک قران ان د دینې تدریس له لاري مزد اخستل مجاز نه بولي ، د هغې تحریف او بیا د هغې څخه سؤ استفاده خو پریږده….
د پښتنو صوفې شاعر رحمان بابا هم دديني ارشاداتوپه رڼا کې وايي:
رحمان هسې بې وقوف سوداګر نه دی ـــ     چې د ژوند متاع بدله په دنیا کا
پایله: ښوونځي هیڅکله د کفر او الحاد مر کز نه وو او نه به په راتلونکي کې داسي وي. کفر او الحاد د هغه کړنو څخه را زیږي چې څوک د اوس په څیر اسلام د خپلو دولتې ، ګروپې او یا شخصې موخو له پاره وکاروي. دا ډول چلند نه یوازي په دینې لحاظ ټولنه د بحران سره مخامخ کوي بلکې د اسلام اعتبار، ته په نړۍ وال مقیاس ستر زیان هم رسوي. ولي ټول وخت دین په جګړه کې وساتل شي؟ او یا ولي په دین جګړه وتپل شي؟ ایا موږ اړتیا نه لرو چې په خپل وطن او نړۍ کې د سولي له پاره کاروکړو؟ افغانان بایدپه سليم عقل د دین څخه د ناوړه تفسیر او تعبیرکولو په لوبو کې، ځانونوته د زولانو د اچونو څخه ځان خلاص کړي ، خلک او د هغو پرګنې باید ډاډ پیدا کړي چې په اوسنیو شرایطو کې  یو شمیر هغه کړنې چې  د دولتونو ، خوځښتونو ، ګروپونو او یاهم ځانګړو اشخاصو له لوري ادامه مومې  او د افغانانو د هېواد اوسیمې د سولي او ټیکاو داعیي ته زیان رسوي ، د دوي له خوا د منلو وړ نه دې. افغانان باید دا خبره کلکه کړي چې په هر ډول مذهبې ، قومې ، ژبنې  نژادې اوسمتې تعبیرچې وي اود افغانانو ټاټوبی ورانوي دوي ته هیڅ ډول توجیح نه شي لرلی.
د حالات انځور دزړه خبرې :
        ماګرم مه بولئ خلکو آشنامې چې کړېږي – زما په حال قسم دی نن کاني هم ژړېږي
       چا پېره  مې چاودنو آسمان نه تندرونو –  دډزواوبمونوباران دی راورېږي
                          زما په حال قسم دی نن کاڼې هم ژړېږي
    وحشت نه دی نو څه دی،وحشي نه يم نوڅه يم ـ چې خپل وروراووراره مې په خپل لاس حلالېږي
                      زما په حال قسم دی نن کاڼې هم ژړېږي
  تند يه ! ته دې مات شي ،داستا تقدير دې وسوي – نصيب دې ليونتوب دی والله که به بد لېږي
                    زما په حال قسم دی نن کاني هم ژړېږي
چې هرګړۍ تېرېږي دنياواړه رغيږي معراج په لورخوځېږي
                                          زه ګيريم جنګ جګړوکې،خټين کورمم هديره شوه هغم پرمانړېږي
                        زما په حال قسم دی نن کاڼي هم ژړېږي
ګاونډکې مې مکتب دی کمال اومعرفت دی- پرماباندې حرام دی حرام نه کړم اخرت مې خرابېږي
                      زما په حال قسم دی نن کاڼې هم ژړېږي
 تر کومه به غولېږو منتر باندې چلېږو- دخدای له پاره ويښ شئ،بيده مرګ کې حسابېږي
                    زما په حال قسم د ی نن کاڼي هم ژړېږي
                  په درنښت (غرنی)

Comments are closed.