AM

شرح

د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حمید ګل په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو کې به د ډاکټر عبدالله عبدالله بریالي توب د دغه ملک له سولي سره لویه مرسته وکړي.

جنرال ګل اوس د پاکستان د استخباراتو یو په کور ناستی پخوانی غړی دی لیکن ویل کیږي تر اوسه هم د ملک دننه او د باندي د پرخ نفوذ خاوند کس دی.

پر هغه نیوکه کیږي چې لا هم د ملک او ګاونډیانو په چارو کې نیغه مداخله کوي او د تقاعد له اصولو څخه بربنډ سرغړاوی یی پیل کړی دی.

له هغه څخه پر پاکستاني او افغان  طالبانو اود هغوي پر مشرانو د اغیز په برخه کې د یوه کلیدي کس په توګه یادونه کیږي.

۷۷ کلن حمید ګل چې  د ګاونډیو ملکونو په دننه کې د پاکستان د نفوذ د پراخولو په برخه کې د یوه منل شوي مشر په توګه ترینه یادونه کیږي دغه څرګندوني د افغانستان د ولسمشریزوانتخاباتو له دوهمي دوري څو ورځي دمخه کړي دي.

د پاکستان اکس پریس تربیون ګروپ په حواله جنرال حمیدګل د پخواني شوروي پر ضد د جګړې پر مهال له شمالي ایتلاف سره د نږدي همکارانو له ډلي شمیرل کیده او له ډاکټر عبدالله عبدالله او احمد شاه مسعود سره یي په ځلونو لیده کاته درلودل.

خو هغه ته د افغانستان په دننه کې له کلونو راهیسي به ډیره بده سترګه کتل کیږي او هغه ته د افغانتسان د بربادولو او په تیره بیا د طالبانو د ملاتړ او پالني ګوته نیول کیږي.

جنرال حمید ګل ویلي چې داکټر عبدالله عبدالله یو ښه جنګیالی دی او خلګ یی له پخوا پیژني او له هغه سره نور ښه جنګیالي هم په ټاکنیزه ډله کې شامل دي لکه د ګلبدین حکمتیار قوماندان محمد خان او بل جنګیالی قوماندان محمد محقق چې ټول خلګ یي پیژني.

ګل ویلي چې عبدالله عبدالله کولای شي چې سوله راولي ځکه هغه یو جنګیالی دی او اشرف غني ځکه سوله نه شي راوستلای چې هغه ډیره موده امریکا کې تیره کړي او دا یوه غیر جنګي کس لکه اشرف غني ته ګرانه ده چې له طالبانو په څیر جنګیالو سره د سولي خبري او  ډیالوګ پر مخ بوزي.

جنرال ګل ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يی د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو تر منځ څو ځله پنجشنیر ته سفر کړی او هلته یي له احمد شاه مسعود سره کتلي او ډ اکټر عبدالله عبدالله د مسعود له لوري د ده د نظارت دنده لرله او هره ورځ به یي ورسره کتل.

په عین حال کې جنرال حمیدګل خبرداری ورکړی چې که نوی ولسمشر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي دا به جګړه نوه هم پراخه او وغزوي.

د پاکستان او سیمي د چارو پاکستانی امنیتي او د ستراتیژیکو چارو  شناندې عایشه صدیقي بیا اکس پرس ټربیون ته  ویلي چې پاکستان به لا هم او په راتلونکې کې هم پر افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي ځکه دا هیواد له هند سره ډیري ښې اړيکي لري او اسلام آباد د هند له نفوذ څخه ویره لري.

میرویس جلالزی

Comments are closed.