د وطن د ترقی ملی ګوندد اروپايی شورا د
خواخوږۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ سره خبر شو چې محترم حاجی صالح محمد د ( ۹۰ ) کالونو په عمر په لرغونی او تاريخی کندهار کې د خپلې کورنۍ له تاوده چاپېريال او ژوند سره د تل لپاره وداع وکړه .د ارواښاد جنازه د کندهار په ارغنداب کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه . انا لله و انا اليه راجعون .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا د ارواښاد درنې کورنۍ او په ځانګړی توګه د ارواښادمهرابان ورور ، قدرمن او وياړلی ملګری سردار محمد « ولی » ته ددې ويرجنې پيښې له امله خپل د زړه له کومې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوی او د مرحوم روح ته د دعا لاسونه لپه کوی .