په پيښور کې پر بشير احمد بلور د تروريستی بريدپه اړه
دوطن د ترقۍ ملی ګوند اعلامیه
کابل – افغانستان
25/ 12 /2012
د وطن د ترقۍ ملی ګوند په پیښور کې د نشنل عوامی پارټۍ پر ضد هغه تروریستی بريد په کلکه غندی چې د ارواښاد بشیراحمد بلور او د هغه د سنګر د ملګرو د شهادت او ټپی کیدو لامل شو .
د وطن د ترقی ملی ګوند دارالانشأ د نشنل عوامی ګوند مشر، ښاغلی اسفند یار ولی خان او د دې ګوند مشرتابه ډلې ته او همداراز د ارواښاد بشیر احمد بلور د درنې او ويرژلی کورنۍ ټولو غړو په ځانګړی ډ ول د شهيد بلور ورور ښاغلی غلام احمد خان بلور ته د خپلې غمشریکۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوی.
موږ ددې خونړۍ پیښې ټولو شهیدانو ته د لوی خدای له درباره مغفرت، ټپیانو ته روغتيا او د هغوی د کورنیو پاته غړو ته جمیل صبرغواړو.
د وطن د ترقۍ ملی ګوند دارالانشأ