سورغر

سور غر د خپلواکی سمبول ۱
د جګو غرونو په لړ کې ، په برم پروت يم ، آسمان ته وتلی څوکې مې سړی د اريانتياپه نړۍ کې ډوبوي .طبيعی زېرمې ، ثمرلرونکی ونې ، ښکلي ژوي زما د غاړې هار جوړوي . زرغونې درې لکه د ونو څانګې هر لور ته کږې وږې ، شنې ونې تر رنګارنګ ميوولاندې په ځنګيدا ، د مرغانو سيلونه په هواکې دورې دورې ځي . دا نغمې ګړيږي :
هر پلورڼې ولې بهانده خاندي له خوښيه سر وهي په کنګرونو
په شاو خوا درو کې درنده چوپتيا فرمان چلوي ، ته به وايي ټول د لوي څښتن په ستاينه کې ډوب دي . چغالان او نور هر يو ځانله دسپلين او نظم لري . ددوي د لارښود دنده ده چې دوي له راتلونکو پيښو څخه خبر کاندي . د مچيو ، ميږيانو څخه مننه چې د لوړ تشکيلاتي جوړښت ازمايښت يې وړاندې کړ .
مرغان په مښوکو ، منګلو کې خپلو بچيانو ته دانې راچلوي ، هوسی په زرغونو وښو پسې تاوويږي ، مږان هم شنې پاڼې ، واښه لټوي ، کله کله دوه مږان يو له بله سره ښکر په ښکر شی ،لوبې کوي .ګيدړان مړه ژوي لټوي ، کله په اوبو کې پر کبانو ور غوټه شی ، يوه لپه اوبه ځنې تېرې ، خېټه يې ډکه خو کبان ځنې وتښتي .هر څوک خپل کار کوي . ځناور کار نه کوي ، د بل غوښې خوري ، دوي بېلې چوره په بل څه نه پوهيږي ، مست مست کيږي . پر هر چا چې ورټوپ کړي ژوندي ئې له ستونې تېر کړي ، يو خوري نور په رډ رډ ورته ګوري .
يوه ورځ يوه ډله کليوال ژوي د هوساينې د پاره غره ته راغلل، پړانګ په ورټوپ کړ ، د غوئي او پړانګ جګړه شوه ، غوئي چې له وګړو سره ژوند کړي بلکل بل څوک وه، جګړه يو په يو روانه وه ، په پای کې يې پړانګ و يو لوي کمر ته ټينګ تخته کړ . بله ورځ دژويو خاوند راغی وئې ليدل چې غوائي او پړانګ يو بل ټينګ سره نيولی خو دواړه مړه دي . ټول ژوي هېښ پاته شول چې مونږ يې په ټولو ځواب نه شو ويلاي ، هغه په يواځې سر مړ کړ . هی هی جوړ شو ، جرګې مرکې پيل شوې ، مونږ ولې پاته شو ؟ اخېر به څه کيږي ؟ له اوږدوعملی او نظري څېړنو وروسته ټول سره ټول شول ، ګډه پرېکړه وشوه :
که مونږ يو موټئ شو ، خپلې ټولې هلې ځلې د يوه هدف له پاره سره يو کړو ، دندې وويشل شی ، هر څه د آزادو ټاکنو پر بنسټ غوره شی ، مشرتابه د دوو دورو له پاره ، هره دوره د درو يا څلورو کالو په موده ،مشرتابه ته ځان ونوموي . تر غوره شوی مشرتابه او ټاکلي دورې وروسته ، نوي مشر وټاکل شی او تېرې څيرې په ټول ځواک د نوي غوره شوي مشرتابه شاته ودريږي ، هر څه به سم شی .
ستا په اننګو کې ګوره زما د وينو سره دی ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم .
که دا اصل عملی شی چې مشرتابه ټولنې ته مسؤل وي او ټولنه پر هر څه واکمنه وي نو ټولنه به په بيړه سره د پرمختګ پړاؤونه ووهي . داسې نه چې مشرتابه توره بلا شی .
د سره غره ټولو درو په يوه اواز دغه سندره غبرګه کړه :
زمونږ د پا کې خاورې دښمنان دې مرده باد وي
وطن دې زنده بادوي ، وطن دې زنده باد وي
سور غر ۱
د زابل ولايت مرکز قلات سهيل ته د سيورې او شنکی ولسواليو تر منځ ختيځ ، لويديځ لور ته غزيدلی ده ، په لويديځه برخه کې له بآري غره سره يو ځای کيږي ، دا غر بيا د شنکی او اتغر تر منځ لويديځ او ختيځ لور ته غزيدلئ ، ددې ولسوالی د پياوړي جنرال سيدال ناصر د زيږد ټاټوبی دي . د درې واړو ولسواليو اوسيدونکی هوتک دي . د سره غره نوم د بابا هوتک د خپلواکۍ په دې سندره ملی ادب ته ننوت :
په سره غره بل راته نن اور دی وګړيه جوړ را ته پيغور دی
په کلی کور باندې مغل راغی هم په غزنی هم په کابل راغی
نن د سره غره وياړلی نوم زمونږ په تاريخ کې د خپلواکۍ سمبول دی .

ولې په ښځو کې پيغمبر نه پيدا کيږي
څارګري لوبه
خزانو ورونه پرانستل:
احمد باديب يو څه وخت د سعودی عربستان د ښوونې او روزنې د څانګې ښوونکی وو . دده د زده کوونکو په منځ کې يو هم اسامه بن لادن وه ، دوی دواړه له يمن څخه سعودی عربستان ته راغلي وو . په دې وروستيو کې هغه د سعودی عربستان د ټولواکۍ د څارګرۍ د څانګې لوی درستيز ټاکل شوی وو . ده به ويل چې پر اسامه مين يم . باديب د ۱۹۸۰ کال په سر کې د سعودی عربستان د څارګرۍ مشر ترکی الفيصل په ډالرو بار پاکستان ته واستاوه . سعودي عربستان تر سي-آي-اې زيات د پاکستانی څارګرو ملاتړکاوه . باديب له امريکا څخه د لرګی په صندوخانو کې راوړل شوی ۱۸ لکه ډالر په تجارتي الوتکه کې کراچی ته بار کړل . اخترد هغه وخت د پاکستان د نظامی استخباراتو مشر احمد باديب په راولپنډی کې له جمهور رئيس ضياالحق سره يوې غونډې ته بوت .

Comments are closed.