په امريکا او کاناډا کې د وطن د ترقی ملی ګوند د شورا له خوا

دوطن دترقی ملي ګوند

دامریکا او کاناډاشورأ

په متحده ایالاتواوکاناډا کي میشت دوطن دترقی ملي ګوند ټولو غړيوته دګوند داجرائیه شورأ-26-11-1391تاریخ پریکړه لیک چي داعلاميي په شکل را ليږل سوی وو را ورسیدی. ټولو په یوه خوله ستاسي د دغه مثبت ګام څخه ( دوطن دترقی د ملي حزب  سره دافغانستان دخلګو دترقی سازمان ) یوځاي والي نه داچي یوازي زموږ دتائید وړوګرځیدئ بلکي موږ دغه عمل نیک ،غښتلي ،دوخت اوزمان  سره برابراقدام ګڼو.پد همدې توګه موږدپخواني (دخلګو دترقي دسازمان)  له مشرتابه او وطنپالونکو غړو څخه چي دوطن دترقی ملي  حزب يې دخپلوارزوګانو دپوره کولو له پاره غوره مننه کوو. مونږ ددی دوستانو سره یوځایوالۍ ته هرکلی وایوو.

ملګرو ! دوطن دترقی ملي ګوند سره ستاسي یووالي دا ثابته کړه چي د افغا ن طنپالونکو ځوانانو دهیلو دپوره کیدو ځای همدا حزب دئ. ځکه چي داحزب علاوه پرزیاتونوروښیګڼوچي لريې دا په افغانستان کي یوازنی اولمړنی حزب دئ چي دخپل حزب د مشرتابه دپاره يې په اساسنامه کي معین وخت قید سویدئ. دګوند دپاره دیوه شخص همیشه ،دوامداره او ابدي مشرتوب چي  دسلطنت مفهوم يې لاره ، هغه مردود ګڼل سویدئ.دګوندسره ستاسوځوانانو یوځایوالي موږ نوره امید واره کوي چي نورځوان کدرونوبه هم دغه  ستاسي لاره تعقیب کړي،داحزب ستاسي دئ اوزموږهیله همداده چي ګوند یوه ځوانه ، ایمانداره ،صادقه ،فعاله،په نوې عصري  تفکر اوتیکنالوژی سمباله رهبري ولري. زموږدګوندي مشرتابه دې اقدام ثابته کړل چي زموږ اوسني ګوندي مشرتابه په کامله  توګه ددې چوګه ده چي ځوان کدرونه جلب کړی اوهغه وړتياوې پکې وروزی چې کرار کرار زموږ دګوند او بلأخیره دټولني په تجریبه لرونکو او با تدبيره  مشرانو واوړي . مونږ باور لرو چې زمونږ ګوند به د افغانی ټولنې د عينی اړتياؤ په نظر کې نيولو سره د خپلو ټاکل شوو موخو سره سم د ټول افغان ولس د يووالی او اتحاد په لور کې لا اوچت ګامونه پورته کړي . مونږ پوهيږو چې زمونږ د ولس په مخکې دپرتوستونزو حل زمونږ د ټولوخلکو له خلل نه منونکی او  اوسپنيز يووالی پرته امکان نه لري . مونږ د خپل ګوند د عاقلانه سياستونو په رڼا کې د هېواد په ټولو وطنپالونکو ، سوله دوستو او عدالت غوښتونکو ګوندونو ، سازمانونو ، سياسی کړيو ، مدنی ټولنو،علمی او سياسی شخصيتونو غږ کوو چې دهېواد د برخليک  ، د خونړيو تپل شوو جګړو د پای ته رسيدو او د روان بحران او کړکيچ څخه د هيواد او هيوادوالو د خلاصون ، سولې او عدالت په خااطر بېلې ځنډه زمونږ د ګوند بلنو ته هرکلی ووايي او د خپل هېواد او ولس پر وړاندې خپل ايمانی او وجدانی ، وطني او ملی دين اجرا کړي .

په پای کې يو څل بيا د وطن د ترقی ملی ګوند مشرتابه هيأت او ددې ګوند ټولوغړو او همدارنګه د هېواد ټولو وطنپالونکو ته ددې ستر بري او زيري ورکوونکی ګام له امله د زړه له کومې مبارکی وړاندې کوو . 2013،03،08

مخ پر وړاندې د ټول افغان ولس د نه ماتيدونکی سراسری او ملی يووالی په لور!

په امریکا اوکاناډا کې دوطن د ترقی ملی ګوند دشورأ مشرتابه.

Comments are closed.