حکيم روان
تروريسم د پاکستان دويم نوم دی
په دې وروستيو کې د پاکستان د « دينی علمأو مشر » او په حقيقت کې د پاکستان د نظامي استخباراتو ( آی-اس-آی ) نوکر طاهر اشرفی او د پاکستان د جمعيت العلماء د تروريستی ډلې مشر مولانا فضل الرحمن زمونږ د تاريخی هېواد ګران افغانستان په اړه له دښمنيو او شيطانيو ډکې اسلامی ضداو انساني ضدڅرګندونې کړی دی .زمونږ هېواد د تروريسم يا په بل عبارت د پاکستان د تېريو قربانی دئ . ځکه د تروريسم يا پاکستان هر شيطاني عمل او نظر د افغان وطنپالونکو د پراخو غبرګونونو سره مخامخ کيږي ، چې البته دا يو طبيعی امر دی .خو دپاکستان له خوا په افغانستان کې د خپلو تېريو د توجيه کولو هڅې کوم نوئ کار نه دئ . دوی چې افغانستان او نړئ ته تروريسم او ځان مرګي بريدګر روزي او صادروي ، نو د هغو په موخو هم فکر کوي . انګريزي استعمار چې پاکستان د هغه ځای ناستی دی او تر ننه د هغو شيطاني سياستونه او په سيمه کې د هغو موخې تعقيبوي ، هم په افغانستان باندې د تيريو او د هغه په داخلی چارو کې د مداخلو له پاره رنګا رنګ بهانې او دلايل وړاندې کول . نن پاکستان په افغانستان کې د خپلو تېريو او ناروا لاسوهنو د پاره په هماغه لاره روان دی چې انګريزي اسلاف يې ور باندې روان وو .
د پاکستان د دينی علماؤ مشر د آی-اس-آی په دستور او لارښوونه په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه کوم چې د آی-اس-آی له خوا پلان او عملی کيږی،ځکه روا وبلل چې په افغانستان کې امريکايان موجود دي . خو دې بې سترګو او بې قضاوته ملاهېره کړيده چې که امريکا او امريکايي ډالر نه وای چې هر وخت يې آي-اس-آی ددوی خولو ته ورآچوي نن به اشرفی او فضل الرحمان د خوګانو په شان نه واي پړسيدلی . ملا اشرفی ځانمرګی بريدونه په پاکستان کې حرام وبلل، ځکه چې ځانمرګی خو پاکستان د نورو هېوادونو لپاره روځي . دا دوه مخي پاکستانی ملايان د خوارانو زامن د ځانمرګو بريدونو له پاره روزی ، خپل اولادونه لندن او واشنګټن ته د درس او تحصيل د پاره ليږی چې بيا په پاکستان کې پارلمنټ ممبر شی ، بيريسټر ، ډاکتر او انجينير جوړ شی . که په لندن ، واشنګټن ، پاريس او نورو ځايو کې نه وي ، نو د نورو د وينو په بيه په جوړو شوو ماڼيو کې په امن ، ناز او نعمت کې ژوند کوي . ددې شيطان صفته ملايانو مسلماني هماغه د شيطان عبادت دی چې خداي تعالی ور باندې لعنت کړ. دوی فکر کوي چې تر اوسه خدای پر دوی لعنت نه دی کړی ، خو تر دې لعنت نور تور وی که سپين چې د آی-اس-آی نوکرۍ او د خدای او د هغه د بندګانو دښمنۍ ته يې اړ کړي دی .
ولې آی-اس-آی خپلو پريکړو ته د اسلامي فتوا نوم ورکوي . ځکه لارنس هم د اسلام څخه د خپلو استعماري اهدافو له پاره استفاده کوله ، نن د لارنس بچيان د هماغه تاکتيکونو څخه کار آخلی .د پاکستان شيطان صفته ملايان له خدايه نه ويريږي او د افغانستان دمسلمان او مظلوم ولس په وينو لا هم نه دی ماړه شوی او غواړي چې په افغانستان کې د مسلمانانو وينو تويونو ته ادامه ورکړي . دې تورمخو شيطانانو ته ستر پښتون صوفی شاعر عبدالرحمان بابا وايي :
د ريا له زاهدۍ زما توبه ده چې يې کاندي څوک په رسم په عادات
په ورځ پندونصيحت وايي وبل ته په شپه ناست وي د مغان په خرابات
دين يې دام وي د دنيا په مخ کې ايښي په را آړوی وحشيان د مخلوقات
د آي-اس-آی نوکران د افغانستان او پاکستان د خلکو له ديني عقايدو او سپيڅلو مذهبي احساساتو ناوړه استفاده کوي . ماشوم او تنکي اولادونه يې د خپلو ناپاکو او شيطاني موخو له پاره د بمونو خوراک کړي .دوی د دين په قصه کې نه دی ، بلکې خپل تور او ناوړه ضد انسانی او ضد اسلامی استخباراتی موخې تعقيبوی او ددې کار له پاره يې د ستر رحمان بابا په قول د اسلام څخه دام جوړ کړی دی او د مسلمانانو له پاکو او معصومانه دينی احساساتو څخه د آی-اس-آی د نظامی اهدافو، خپلو معاشونو د لوړولو او پرازيتي ژوند د ادامې له
پاره سوء استفاده کوي .
د افغان حکومت د سولې او متارکې د اعلانونو سره سره د آی-اس-آی په دام کې نښتې طالبان او خدای دښمنه او اسلام دښمنه تروريستان او د هغوی مربيان لکه طاهر اشرفی ،فضل الرحمان ، سميع الحق او داسې نور د خدای او د هغه د رسول د احکامو پر خلاف د جنګ د ادامې ، ځا نمرګو بريدونو ويرې او ترهې د اچولو فتواګانې صادروي . ددوی په زړونو کې د خدای نه د ويرې ځای د آی-اس-آی د کلدارو او ډالرو بنډلونو نيولی دی . دې وحشيانو په دې ضد انسانی او ضد اسلامی فتوا سره خپل انسانيت تر سوال لاندې راوستلی دی . همدارنګه د ټول افغان مسلمان ولس لعنت به دا د شيطان ملګري تر جهنمه پورې بدرګه کوي . د اشرفي ډرنامې ( فتوا بلل کيدای نه شی ،ځکه فتوا په اسلامی اساساتو ولاړه وي ) يو ځل بيا وښوده چې پاکستان له اوله تر ازله د افغانستان دښمن دي او له دښمن څخه بله توقع کيدای نه شی .
د افغانانو له پاره ددې تش په نامه فتوا پيام دادي چې له پاکستانه يانې له شره د خير هيله مه کوئ . پاکستان او تروريسم نه بېليدونکی دی . که تروريسم حذف شی مانا دا چې پاکستان خپل موجوديت بايلود . ددې له پاره چې افغانستان او افغان د پاکستان يا تروريسم له شره وساتل شی ، يواځې او يواځې د افغان ملت واحده ملی اراده ، يووالی او زيان نه منونکی پيوستون د پاکستان يا تروريسم يرغل په شا تمبولی شی . نو ځکه افغانانو ته پکار ده چې د دېرشو کالو له تراژيديو لازم درسونه واخلي ،دوست او دښمن وپيژني ، يوه بل ته لاس ورکړي او له هغه غولوونکی سرابه راووځي ، کوم چې د پاکستان د آی-اس-آی شراچوونکو نوکرانو زمونږ ولسونو ته جوړ کړئ دئ او زمونږ خلک دهغو په تيارو او ناپايه کږليچونو کې ورک او سرګردان ګرځي .
ددې تش په نامه فتوا بل پيام بشريت ته دادی چې تروريسم حيا نه لري ، په څرګنده چېغې وهي چې دوی د ځانمرګو بريدونو تر شا ولاړ دی . اعتراف کوي چې دوی زمونږ د تنکيو بچيانو قاتلين او زمونږ د هېواد ويجاړوونکی دي . اوس په نړيوالو ده چې د طاهر اشرفی ، فضل الرحمان ، سميع الحق ، حقاني او نورو لاسونه د تروريستانو په څېرتر شا تړی او کنه ؟ نړيوال په ټوله نړئ کې تروريستان لټوي چې مجازات يې کړي ، خو ځايونه او پتې يې ورته مالومې نه دي . آيا د اشرفی ادرس هم مالوم نه دی ؟ د فضل الرحمان ، سميع الحق او نورو پتې هم نه دي مالومې؟ نړيوال به هيڅکله د آی-اس-آی په څېر پراخ او ځواکمن تروريستی سازمان پيدا نه کړي . دا هغه سازمان دي چې په نړئ کې د ټولو واقع شوواو راتلونکو بګنوونکو تروريستی پيښو ذمه وار دئ . القاعده او دې ته ورته په لسګونو او سلګونو تروريستی وسله والې ډلې لکه لشکر طيبه ، لشکر جنګوی ، جيش محمدی ، سپاه صحابه ، دعوت اسلامی ، جماعت اسلامی ، تحريک طالبان او نور د آی-اس-آی بچيان دي .
درنو نړيوالو !
د نړيوال تروريسم اصلی ادرس د پاکستان نظامی استخبارات آی-اس-آی دی ، تجاهل العارف ته هېڅ ډول اړتيا نه شته . مونږ افغانان د تروريسم په اور سوځو ،
خو تاؤ يې تاسو ته هم رسيږي . نو راځي د افغانانو سره په يوه خوله په يوه ځل شفتالو وواياست . په ځانګړي توګه له دې امله هم چې نور په دې برخه کې ځنډ
له وړاندوينو بهر ګواښونه او پايلې لرلای شی . پاکستان د تل په شان د نړيوالو پر ږيره خاندي او لوبې ته د معمول سره سمه ادامه ورکوی . دامريکا متحده ايالاتو اسامه بن لادن د سپتامبر د يوولسمې د اصلی تورن په توګه په اسلام آباد کې وواژه ، د پاکستان حکومت ، پارلمان اوا ردو د امريکاعمل وغانده او تر ننه يې داکتر شکيل اپريدۍ د خيانت په نوم د بند د تمبو شا ته کښېنولی او د نامعلوم برخليک سره مخامخ کړئ دئ . پاکستان د نړيوالې ټولنې هر تروريستی ضد عمل
پر پاکستان تېرۍ بولي . ځکه خو تروريسم د پاکستان دويم نوم بللای شو .
بيا هم نړيوال تمه لري چې پاکستان دخپلې تروريسم ضد مبارزې ملګرئ کړي پارادوکس ! پاکستان د تروريسم پر ضد مانا دا چې پاکستان د پاکستان پرضد.
آياپاکستان به د نړيوالې ټولنې په بلنه ځان وژنه ومنی ؟
آيا په رښتيا سره نړيوال نه پوهيږي چې پاکستان د نړيوال تروريسم او بنسټ پالنې د روزنې او پالنې ، صدور او قوماندې مرکز دئ ؟
– اسامه بن لادن د القاعدې د نړيوالې شبکې مشر چيرې وموندل شو ؟ زما په ياد دي چې يوه ورځ د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف د ژورنالستانو ددې پوښتنې په وړاندې چې دده له نظره اسامه بن لادن چيرې دئ ؟ وويل چې بېله شکه د افغانستان په غرونو کې دئ . پرويز مشرف تر خپلې ږيرې لاندې اسامه ليده او ښه پوهيده چې اسامه بن لادن د اسلام برباد ( اسلام آباد) تر څنګ په آيبټ آباد کې خوندي د آي-اس-آی په سيوره ، په امن او آمان کې شپې او ورځې تېروي او له هماغه ځايه خپله شبکه رهبري کوي . د القاعدې سره اړوندو ټولو قوماندانانو ته د پاکستان په سفارتخانو کې ويزې ورکړل شوي دي . همدارنګه ، دوی د نړئ په مختلفو هيوادو کې نااميده او بنسټ پالنې ته متمايل بې تجربې مسلمان ځوانان پاکستان ته را غواړي ، د دوی له منځه هغوی چې د راتلونکو تروريستی پلانونو لپاره د کافی پوتانشيل لرونکی وي ، په پاکستان کې د آی-اس-آی د مخکې له مخکې جوړ شوی پلان له مخې ټاکلو روزنځايونو ته انتقال کيږي او هلته د تروريستي بريدونو له پاره د آی-اس-آی د مامورينو له خوا نظامی روزنه ورکول کيږي ،خو هغوی چې پوره تيار نه وي ، د مولانا فضل الرحمان او مولانا سميع الحق پورې تړلو مدرسو ته ليږل کيږي او هلته يې د راتلونکو بريدونو له پاره د مخصوصو کسانو په واسطه چمتو کوي .
آياپه دې کچه او پراختيا سره ګواښوونکی تحرکات او خوځښتونه کيدای شی چې د نړيوالو له تيزبينو سترګو پټ پاتې شی ؟
همدا اوس د اسامه بن لادن ځای ناستی مصری الظواهری د آی-اس-آی تر نظر لاندې د القاعدې نړيواله شبکه له پاکستانه نه رهبري کوي ؟
د لندن په تروريستی بريدونو کې د پاکستانيانو هر يوه محمدصديق خان ، شهزاد تنوير ، حسيب حسين او د هغو د نورو يارانو ګډون او د هغوی اعترافونه چې په پاکستانی کمپونو کې ددې بريدونو له پاره روزل شوی وو، هم کفايت نه کوی چې ووايو ، تروريسم د پاکستان دويم نوم دی ؟
د کانادا د تورنټو ترهګريز بريد چې د پاکستان د کراچي د اوسيدونکی قيوم -عبدالجبار په نوښت تر سره شو ، هم په دې دلالت نه کوي چې تروريسم د پاکستان دويم نوم وبولو ؟
کله چې خالد شيخ محمد دسپتامبر د يوولسمې متفکر او نوښتګر په ټوله نړۍ کې لټول کيږي او باالاخره په پاکستان کې نيول کيږي او ګوانتانامو ته استول کيږي ، هم يو غوره سند نه دي چې تروريسم د پاکستان دويم نوم وبلل شی ؟
خالد شيخ محمد هغه څوک دی چې محمد عطا،مروان الشهی،رمزی الشيبه ، زياد جراح او سيد بهاجي ته يې په کراچۍ کې د سپتامبر د يوولسمې نيټې د تروريستی بريد دنده ور وسپارله . ابو حفس يو بل عربی تروريست د راتلونکو
احتمالی بريدکوونکو ډله د اسامه بن لادن سره په قندهار کې او د خالد شيخ محمد سره په کراچۍ کې معرفی کړه . په کراچۍ کې د خالد شيخ محمد په واسطه د سپتامبر د يوولسمې تروريستي بريد ټول جزئيات محمد عطا او د هغه ملګرو ته توضيح شول . بياهم تروريسم د پاکستان دويم نوم نه دی ؟ په داسې حال کې چې د برطانيې د انټلجنس سرويس د دوامدارو همکاريو او ملاتړ ، د امريکا د ملياردونو دالرو او د سعودي د ملياردونو له برکته په پاکستان کې آی-اس-آی مچان هم تعقيبولای شی ، څنګه کيدای شی چې دا هر څه دې د آی-اس-آی له نظره پټ وي ؟
څوک چې شعور لري په دې پوهيږي چې ټول تروريستی فعاليتونه دآی-اس-آی تر مستقيم نظارت او لارښونې لاندې صورت مومی . بيا هم پاکستان بايد د تروريسم پرضد مبارزې ته دعوت شی او که بايد د تروريسم په تور نړيوالې محاکمې ته راکش شی ؟ په داسې حال کې چې پر افغانانو بر سېره د نړي نور خلک له هغه جملې څخه د پاکستان عوام هم د تروريسم قربانی دی ، بيا هم د پاکستان په هکله په ډاګه دوه مختوب او منافقت افغانان حيرانوي . د ټولو افغانانو په نزد، د پاکستان له نامردو مزدرانو پرته ،تروريسم د پاکستان ماهيت او د فاشيستان (پاکستان ) دويم نوم دی .
تر څو چې آی-اس-آی منحل او دړې وړې نه شی ، تر هغو به په سيمه کې امن ، سوله او امنيت ټينګ نه شی . آی-اس-آی د القاعدې مورد ه او د القاعدې په څېر يې نور په لسګونو او سلګونو تروريستی او وسله والې ډلې زيږولی دی ، بيا هم څه د شک ځای شته چې تروريسم د پاکستان دويم نوم نه دی ؟
د امريکا په نيويارک کې د ټايمز سکوير تروريستی بريدکوونکی فيصل شهزاد
د پاکستان تبعه يوه هفته د بريد نه مخکې په پاکستان کې د بريد دنده تر لاسه کړه . آيا ددې ټولو تروريستی بريدکوونکو حضور په پاکستان کې او د بريدونو د کولو د دندو سپارل په پاکستان کې تصادفی دي ؟
دا چې ابو يحيی الليبي د القاعدې د شبکې دويمه درجه مشر د درون په بريد کې په پاکستان کې وژل کيږي دا هم يو تصادف دی ؟ اوکه پاکستان په رښتيا سره د نړۍ د تروريستانو د تجمع ، روزنې او پالنې نړيوال مرکز دی ؟ دا او دې ته ورته سلګونه بېلګې او مثالونه ثابتوي چې تروريسم د پاکستان دويم نوم دی .
افغانان او نړيوال او همدارنګه د پاکستان ولس بايد د تروريسم يا آی-ای-آی په وړاندې د مشترک دښمن په توګه يو واحد صف جوړ کړی . افغانان د نړۍ د اولسونو ملاتړ دځانه سره لري او بايد باور ولري چې تروريسم ، ويره اچونه بنسټ پالنه او استبداد د تاريخ په حکم او د زمان د جبر له مخې خپل ګور ته ولاړ شی . يوويشتمې پېړۍ د بنسټ پالنې په ټنډه د مرګي ټاپه لګولی ده .
افغان وطن پالونکی بايد د بنسټ پالو غلو ، جنايتکارانو او مافيايی ډلو ټپلو تور مخي او فاسده واکمنی د خپل منځی ځواکمن اتحاد، يووالی او پيوستون په مټ راونړوي . او پر ځای يې زمونږ د زوريدلی ولس له پاره وړ، خدمت کوونکی ، رڼه او له هر ډول فسق او فساد نه پاکه واکمنی رامنځنته کړي .
د افغان وطنپالونکو د يووالی اوپيوستون له پاره مخ پر وړاندې !