ولی په ښځو کی پیغمبر نه پیدا کیږی
( څارګري لوبي)
خزانو ورونه پرانستل :
احمد بادیب یوڅه وخت دسعود ی عربستا ن دښووني او روزني دڅانګی ښوونکی
وو.دده دزده کونکو په منځ کی یوهم اسا مه وه،دوي دواړه له یوی سیمی (یمن)-
څخه راغلي وه.په دی ورستیو کی هغه دسعودی عربستان د ټولواکی دڅارګري
څانګي لوی درستیز ټاکل سوی وو،دوي دواړه په خپلو کی دومره سره نژدی شوی
وه چه ده به ویل پراسامه مین یم . بادیب د۱۹۸۰په سرکی دسعودی عربستان —
دڅارګريمشر تر کي لفیصل په ډالرو با ر پا کستا ن ته واستاوه،سعودی ترسیا —
ډیر دپاکستانی څارګرو ملا تړکاوه.بادیب بیخی نو ي له امریکا څخه دلرګي
په صندوخانوکی راوړل سوي (۱۸) لکه ډالر په تجارتي الوتکه کی کراچی ته-
بارکړل.اختر، احمد بادیب په راولپنډی کی له جمهورريس ضیا سره یوی غونډی
ته بوت.ده وویل:سعودی عریستان پریکړه کړي چه پاکستاني څارګرو ته ——
نغد ډالر وسپاري تر څوپاکستان وکړای شی له چین څخه پرنورووسلوبرسیره دقیق
توغندي ویشتونکي وپیري،دده دنغدوډالرودالومړي قسط وو.بادیب وایي هغه ماښام
چه زه اوضیا په خبرولګیاوه،د (ای،ا س، آی) جنرالانوپه نږدي بله کوټه کی دبادیب
بکسونه مات کړل دډالروپه ګڼلو – يې پیل وکړ،ده هڅهکوله ،په داسی حال کی –
چه له جنرال ضیا سره په له ادبه ډکه فضا کی ګړیږي،په یوه سترګه هغوي هم وڅاري
بادیب وايئ له ضیا څخه یئ غوښتنه وکړه،ښاغلي جمهورریس اجازه راکړی وګورم
چه که جنرالانوډالرشمارلي وي،په هغه بله کوټه کی یئ هغوي ته په نیمایئ ټوکه وویل
(هغه ګڼل شوي دي،بیخی نوي بانکنو ټونه دي،پرله پسي شماره یئ همهلته ده.) له ده سره دبا نک دما مورپه شان چلند وسوو.ترکی الفیصل یوځل دسیا مامورانوته
وویل:موږ عملیات نه کوو،موږ نه پوهیږوچه هغه څنکه کیږي،په کوم څه چه موږ
پوهیږوهغه دډالري چکونو لیکل دي.داختر دیومرستیال په خبره پر دولتمداري برسیره
ترکی اواختردواړه داسلامي ورورولي پراهمیت چه ځمکني پولي نه پیژنی کلک باور
لاره.دشاه نایب،شهزاده فهدخپلی څارګری څانګی ته واک ورکړچه داخترڅارګری
څانګوته دخپلوشتمنو خزانوورونه پرانیزي.دوي دورورولی ګډي ریښي لری، —
دواړه ځوان بیټکاوه ملکونه دي چه ددین په مرکزي رول ولاړدي،په تیره کی–
سعودی دخپلی ټولواکی دامنیت ساتلودپاره پاکستانی سرتیري اجیرکړی وو.
دهند اوپاکستان ترمنځ د۱۹۷۱ په جګړه کی سعودی هوایئ ځواکونو په پټه دکراچی
اسمان پوښلی وو.سعودی ځکه له روس نه ډاریده چه دفارس خلیج دتیلو زیرمي تر
ګواښ لاندی رانه شی،ځکه نو ټولو پاکستان ته دمخکینی کرښی په سترګه کتل.
جلال آباد دلوبی دډګرپه توګه:
د۱۹۸۹ په اخیرکی دسیا له خوادافغانستان دپاره دڅارګري مشروټاکل سو.ددوي
په وړاندوینه کابل په څواوونیوکی نسکوریږی،نوبیابه دوي دځمکی له لاری کابل ته
ځی.هغه دقوماندانانو(۴۰)کسیزي ډلی ته ځانګړی اجوره ورکوله،وړوقوماندانانوته
دمیاشتی (۵۰۰۰)،نوروته دمیاشتی(۵۰۰۰۰)ډالرورکولکیده،ددوي یوشمیرله —
حکمتیارسره کارکاوه.مسعودته دمیاشتی(۲۰۰،۰۰۰)ډالرورکولکیده،(سيا )خبروه
چه پاکیستاني څارګرهغه ته ترټاکلی برخي لږورکوي.په دی هیله چه هغه درسد
لویه شمالی لاره وتړی.داټولي اجوري له پاکستاني څارګروڅخه پټي وي.دوي ته
وسایل ورکړه شوي وه چه دامریکا دسفارت له څارګری څانګوسره په پاکستان
کی شفري اړیکي ټینګ کړي.
حمیدګل وړاندیزوکړپرجلال ابادستربریدبایدپیل سی،دوي به هلته نوی حکومت-
جوړاودکابل په لوروخوځیږي.دوي دیا غیانو مشران په یوه شوراکی سره راټول
کړل،سعودی عربستان پنځه ویشت میلونه ډالرورکړل چه دهغه په زوردمنخمهال
(افغان حکومت)کابینه په یوبل ومني،کمځواکه مشران به هریوخپل وارتیروي، –
واک ته به دمسعود،حکمتیارمخه نیسی.پیچلی حالت وه،دخپرونوشورماشوروه.
دپاکستان نوی ټاکل شوی لومری وزیره بینظیر بوتو وه،۳۶ کلنه په ځان کی ورکه
دحکومت کولو ازما یښ یئ نه لاره ،له یوی لسیزي وروسته ټاکنو څخه دآمریکا په
ملا تړناسته وه ، دا په امریکایئ دوستانو غره وه ،په هغو یئ ځان د پوځ له مشرانو
ساته .هغی یووخت خپل سلا کار ته وویل(زه شک لرم چه دي کسا نو(څارګر) به
که پوهیدلای چه موږ بریا لی کیږوټول ټا کنو ته غا ړه ایښی واي )دسلاکارپه خبره
همداڅارګردي چه وټول ټاکنوته لوری ورکوی،ارزوني وړاندي کوي. هغي ته په
بهرني کړنلا ره کی لومړ ی ننګونه افغان جهادوه، دی دمارچ په (۶)نیته په-
اسلام ابادکی دڅارګرو دافغان بیرو یوه غونډه راوبلله چه پرجلال اباد دبرید په
هکله دحمید ګل پر وړاندیزغوروکړي.یوه پوښتنه داوه آیا پاکستان اوښایئ امریکا
دڅارګروپه لاس جوړسوی حکومت په رسمیت وپیژنی اوکه انتظاروباسي چه په
افغانستان کی دننه ځمکه ونیسی؟ څارګروپخوالانژدی(۷۰۰۰)سړي دجلالاباد –
پر شاوخوا راګرځولي وو.حمیدګل بوټو په دی ډاډکړه چه جلال اباد به په
یوه اوني کی دیاغیانوپه لاس ولویږي خوپه دي شرط که نوموړی تر یوي کچی
ویني تویولوته اجازه ورکړي،بوټووایئ(دڅارګرودمشر سترګي له ورایه ځلید ي)
دومره پیاوړی ګړیده چه ماویل یوه اوني څه چه په (۲۴)ګړیوکی به پریوزي.
(تور)هم مرستی ته ورودانګل،ټولو(آسمانی کاوبای،پکول،لوی پرتوګو،اوپټکیو)، ګډ پلان جوړکړ،غونډه ښه په درب روانه وه.
یاغیان دجلال اباد څنډوته ورسیدل،خوهلته په ټپه ودریدل،دچا ځواکونه دي-
چیرته وي،پردی نه سره جوړیدل.څارګرافسران هم دافغان بریدیزځواک په
یووالی بریالی نه سول.خو حمید ګل بیا هم دی ته سرنیولی ووچه خامخا به
پریوزي.
په هر حال دانه منظمي بی دسپلینه ډلي وي چه هره یوه یئ دخپل ژوند —
ژغورلو دپاره دبل وینو ته تږي وه.قوماندانانوویل دوي نه غوښتل داسی
جګړه وشی ځکه چه دهغي دپاره یئ وسله اواړینه ښوونه نه درلوده.په دی
جګړه کي تر(۱۰۰۰۰) پوري سړي ووژل شول.په کابل کی روسی سفیر
ورانتسوف وویل:پرجلال اباد چه افغانانو څومره ګولي اوباروت وکارول
دستالینګراد په جګړه کی له کارشووباروتواوګولیوڅخه څلور ځلي ډیروه.
ځکه دروسی اوجرمني ځواکونوپه پرتله افغانانوته داوسلي اوباروت وړیا
په لاس ورتلل ځکه خویئ داسی په خلاص مټ کارول.
هلته یوترهیدلی(وارخطا)ډګروال ولاړوه،رحیم وردګ ورغلی څه یئ –
ورته وویل: له ده څخه پوښتنه وشوه څه دی ورته وویل،ده وویل ما د
پاکستانی څارګری ودی ډګروال ته وویل:تاسوتراوسه هیڅ جګړه نه ده
ګټلی اوس ته په کوم زړه دلته راغلی یئ داسی چاته قومانده ورکوي چه
تر اوسه یئ هیڅ جګړه نه ده بایللي .