څارګري لوبي دوهمه برخه
زمری که دڅارګرونانځکه:
ګروموف د(۴۰)لښکرقومندان یوازی د پوځی څارګری په هکله لیکی:
نه غواړم ځانګړی شمیر یئ وښیم،ځکه هغه سیستم لاتراوسه فعالیت لری
یوازی دومره وایم چه سلګونه افسران،واړه ظابطان اوسرتیري چه دڅار-
ګري په برخه کی یئ کارکاوه د(۴۰)لښکرسترګي اوغوږونه ګڼل کیدل،
په افغا نستان کی زموږ د(۹)کلن شتون په لړکی دمجاهدینو داسی کو چنی
منځنی یالویه ډله نه وه چه مشرانو دی یئ د(۴۰)لښکرله استازوسره د –
مرستي تړون نه وی لاسلیک کړی.که له دغسی هڅوپه تیره بیاله قوماندا
نانوسره موله مخامخ کتنو څخه ډه ډه کړی وای، نوترزیاتی کچی به موپه
خپل لاس په افغانستان کی دشوروی پوځونو دکار په لارکی خنډونه اچولی
واي …افسران له دوه کلن چوپړ وروسته وطن ته ستنیدل ،خوداړیکو لړي
له یوه نه بل ته په میراث پاته کیده…د«ژوندلارې» په اږدوکی چه له کابله
ترسالنګه اوبیا ترمذه اوږده وه…موږښه ټینګ اړیکی نیولي وو.له هغو ډلوسره
چه دکابل په شمال اوختیځو څنډوکي دسروبی تر کاسی(بند) دکابل جلال اباد
دلویې لاری په اوږدوکي هڅاند وه دمرستي اړیکي منځ ته راغلي وه .
په (۱۹۸۲) کی موږخپل لوی مقصد ته ورسیدو.له احمد شا مسعود سره مو
داسی ټینګی اړیکی پیدا کړی چه ان له افغانستان څخه دشوروی پوځونود-
وتلو تروخته پرخپل حال پاته شوي …په(۱۹۸۲) کی د(۴۰) لښکراستازوپه
ځانګړی توګه له مسعود سره یو تړون لاس لیک کړ،دهغه له مخه مسعود–
ژمنه کړی وه په سهیلی سالنګ کی چه دهغه بی تاجه پاچهی ده پر شوروی
پوځی کتارونویرغل ته اجازه نه ورکوی…دلاسلیک شوی تړون له مخی مسعود
خپلو وسله والوبانډ ونوته داسی امر وکړچه دحکومتی سربازانو په دښمنی دی له
جګړي څخه لاس واخلي اوخپل ټول ځواک دی ددښمني ډلي اسلامي ګوند دبانډونو
پر ضد جګړي ته اړم کړي.دا تړون بیلا بیل اړخونه لری چه منځپانګه یئ په –
لاندني ډول وړاندی کیږي.
الف:په افغانستان کی داوسیدونکی شوروي(۴۰)اښکراواحمد شامسعودترمنځ تړون
دجمهورريس دپرله پسی غو ښتني پربنسټ،دشوروي اتحاد استازو،پرله پسي هلی ځلي
وکړي چه له احمد شامسعود سره اړیکي ونیسی،دشوروي حکومت پر لور دهغه —
مرسته راوهڅوي.شوروي پوځي قوماندانې دخپلو اړوندویانو له لاري دنجیب الله په
سپارښت له احمد شامسعود سره اړیکي ونیول،دخبرو منځ پانګه وړاندی سوه،چه د
شوروي سفارت مهر پر کښینول شوی وو.
له احمد شا مسعود سره دخبرو وړټکولاس وند:
۱-دیوموټی افغانستان په دننه کی وتاجک میشتو سیموته دننني خپلواکي ورکول. .دبدخشان،تخار،کندز،بغلان بشپړ ولایتونه دپروان اوکاپیسا دځینو برخوپه
ګډ ون د سیمه ځان واک ،دننني خپلواک «خود مختار» حکومتونه جوړول
۲- دجمهوري ریاست،ملي شورا اووزیرانوپه شوراکی تاجک توکم ته ځانګړی ونډه
ورکول .
۳- درباني په مشرتابه اسلامی جمعیت دیوخپلواک،برابرونډي ګوند په توګه پیژندل.
۴ -داسلامی جمعیت پرتشکیلاتی بنسټ دتاجک توکمی پوځی ځواک جوړښت ، د
افغانستان په وسله وال پوځ دهغه ورګډ یدل.ددی ځواک دنده ملي ګټي«مطلب تاجک
توکم »ګډي ګټي دکابل-حیرتان دلاری په ګډه ساتل.. .
. ۵ – تاجک ځانواک «خودمختاره» سیمی ته دسولی بیرته راګرځول
۶- د شمال ختیځ داقتصادی پرمختګ دپاره ددولت مرسته،دطبي مرستواودپولی د
سوداګري پراختیا .
دالاسوند شوروی لوی سفیریوری ورانسوف،جنرال وارنی کوف وړاندی اود —
افغانستان جمهوریت له مشرتابه سره په ګډه جوړکړیدی.
دخبرسرچینه:دترکستان دپوځي څانګي برید یزټولګي
په افغا نستان کی دشوروی پوځ د(۴۰) لښکرقومانداني
۱۹۸۲ میلا دی کال
احمد شا پیام رالیږلی چه پردي ټکو خبروته تیاردی،دغه رنګه نوموړی بل وړاندیز
هم وړاندی کړی.شوروی پلاوی منلي چه دمسعود له لوری ټاکل شوي ځای ته بیله
وسلي اوساتونکی ورځي (دامهال شوروی پلا وی شوروی لوي سفیریوری ام وران
سوف اودشوروي دفاع وزارت دبریدیز ځواک قوماندان وی ام وارنیکوف ) په دی
لیدنه کی مسعودته وړاندیز وکړچه دکابل دحکومت سره تړون وکړی چه دافغان –
اردو په مرسته دکابل-حیرتان لویه لاره وسا تي،یاداسی چه مسعود دی خپله یوا ځی
دالویه لاره وساتی،لیکلی ډاډ دی ورکړي چه داردو کاروانونه او ټولګي له نوموړی
لاری بیله خنډه تګ راتګ کولای شی.
ب – په افغانستان کی میشت شوروی ځواک اوپنجشیردمخالف
وسله وال ځواک ترمنځ دګډواړیکودشرایطوپه هکله پروتوکول
دښه نیت رامنځ ته کیدواوپه افغانستان کی دسولی ټینکښت په هیله ژمن لوریو دا –
پروتوکول لاسلیک کړ،چه پربنسټ یئ لاندینی دندي پوره اوتر سره شي.
۱ – په سهیلی سالنګ دهغه په ګاونډ،کابل -حیرتان د لویئ لاری په ګډون دپوځي
ګذارونو«عملیات» پوره درول.هغه سنګرونه اوسیمي چه داسلامی جمعیت د –
دپوځونواوډلوپه لاس کی دی،یاکلي پوځي چاوڼي اوسیمي چه دشوروي او افغان
پوځونو،پرپوله پرتوڅارندویانوترواک لاندي دي دهر ډول وسله وال برید بندول.
۲ -دپنجشیر وسله وال ځواک دتاجکانو-چوګنی ترمنځ داړیکو کرښه له هرډول
تاړاکونودشوروي پوځ اوافغان ځواکونوسره له رنګارنګ دښمنیوډکوکړنوڅخه
ډاډمن هوډ ورکوي.
۳ -شوروي لوری ژمن دی چه ددواړولوریودتړون پربنسټ ټاکلی شمیر اړتیاوي اوتجهیزات» ،اړین توکي اونورله ژمني سره سم پرخپل وخت وپنجشیر، او د
هغه سیمواودسالنګ لویه لاره کی پرتوسیموته برابرکړي.
۴ – نوروپوځو نواوپوځي ډلوته واک نه ورکول کیږی چه دی پرتوسیموته رادننه
اوپر شوروي اوافغان ځواکونوډ زي وکړي.که داسی کړنی ترسره شي،شوروی
پوځ تیاردی چه دپنجشیر له وسله والوځواکونوسره دهغوي دغوښتنی پربنسټ د
هوایئ اوځمکني ځواک مرسته وکړي.
۵ – شوروی اوافغان ښارونډي چه په دی سیمه کی ورک دي دهغوي دموندلود
پاره دهلو ځلو اوپوها وي سره ګډول.
– -داندیښنود ډیروا لي له امله دنویو پوځي ګذارونو«عملیات» درول،په سیمه
کی دسولي دټینګښت ویوبل ته دسلاورکولو اونورودپاره ګډي غونډي رابلل – داپروتوکول چه دتاجکانو-چوګنی شاوخوا«۳۰»کیلومتری سیمه په برکی
نیسي اعتبارلري.ددي پولي ها خواته شوروي ځواک اودپنجشیروسله وال ځواک
کولای سي خپلو مخا لفینوته که اړینه وه پوځي ګذارونه ورکړي.
۸ – داپروتوکول اوتړون له لاسلیک وروسته سمدستي په عمل کی پلی کیږی.
دخبرسرچینه:په افغانستان کی دشوروی پوځي بریدیزګروپ. دسامبر۱۹۸۸م
دالاسونددجنرال بی،وی.ګروموف،دافغانستان ددفاع وزیرجنرال شهنوازتاڼی
او احمد شامسعودلاس لیک کړی ده.
روسانواومسعود کڼي جارکړ
داوخت دسالنګ لويئ لاري ځانګړی اهمیت لاره،دولتي ځواکونودکابل ښاریانو
خوراګي توکي اولوژستیکي اړتیاوي،شوروي ځواکونوعلاوه پرنورودتیلوپایپ
لاین ساتلو دنده لرله.جهادي ډلوپردی لویه لاره پاټکونه اچولی وه تلاشي یې
کولي،جیبونه یې لوټول،دلاری محصول ، دخلکو یرغمل اوجریمه،پرتجارتي
اولوژستیکي کاروانونوبریدونه،چورچپاول دجهاد ګټورشکلونه یې مخته وړل.
له مسعودسره دتړون ترلاسلیک وروسته کله چه په ۱۳۶۱هجری کی دولتی
ځواک له پنجشیره ووت یوشوروي ټولګی دهغه خولی ته نژدی په ۱۲کیلومتره
عنابه کی ځای پرځای شو،چه دمسعود ساتونکی ګارد دنده یې درلوده.دی
ګارد سربیره پردي چه مسعودته یې وسلي ،توکي،پیسي او لوژستیکي زیرمي
ورپوره کولي له نو موړی سره یې یوځای داسلامی ګوند دډلو په ټکولوکی ونډه –
لرله ،روسی څارګری دمسعود په ډله کی دومره ریښي ځغلولي وي چه سړی
به ویل کڼي یې جارکړي ده.دوي له جهادي ډلوپه ځانګړی توګه داسلامی جمعیت
اومسعودډلی سره چه دروسي داسلامی جمهوریتونو پرپوله پراته وه پراخ اړ یکي
ساتل.دی لړي په پاي کی شما لي ټلواله راوزیږول.خودروس پرضد دمسعودد
ډلی جهاد دلته بلکل پاي ته ورسیده.په روسي ځواک میشتو سیمودړندوراکټونو
باران،ډرامه ډوله ننداري اوغولونکي ګذارونه ټول دلویدیځ،عرب بنسټ پالو،
پاکستان،ایران دچارواکواورسنیودغولولوا و د هغوي په سترګوکی دخاوروپاشلو
اوټګماریوماسیوابل څه نه وه.تردی تړون وروسته په پنجشیرکی دروس پرضد
جهاد،جګړه هاسي ښکره ور دروغ وه.ددوړواولوخړوترشا دوي خپله ملګرتیا
پټوله.له تړون وروسته دلاس اچوني پرځاي داسي ملګرتیا راوزیږیده چه تر
اوسه یې جنډه رپیږي.
له یوی خوادلویدیځ،نړیوال اسلامي ارپکوپروپاګندونه له بلی خوادروسیې دڅارګري
څانګوله موخی ډکوپټواوازوله هغه څخه زمری جوړکړ.دوي ددی ګترشا خپلی –
اجنداوي لرلي ،همدا لامل دي چه رسنیوته ددولت له څلورګونوبنسټونوڅخه یوبنسټ
ویل کیږي .
ټول پوهیده چه دتیګو په منځ کی یوه اورپکی ډله چه زیا تره خلګ یئ په زورپرځان
راټول کړيدي څنګه کیدلاي سي دافغا نستان دپیا وړی وسله وال پوځ اویا دشوروي اردوپه مخ کی ودریږي.هغه پر طالبانویوډزهم ونه کړ.ګروموف دشوروي دڅلویښتم لښکرقوماندان چه مسعود یې وروسانوته رااړولی وه وایې: ساده کي به وي که ووایو
چه دشوروی پیا وړی پوڅ دمسعوددډلی دریښی ایستلو توان نه لاره…مسعود پوهیده
دڅه شی اجاره لری او دڅه شي نه .
له حیرتان څخه تربګرام پوري ۵۰۰کیلومتره نل لیکه غزید لې ده چه له کږووږو ناوو،غرونو،دښتو،له خلګوڅخه تشوسیمو،دانګوروله بڼونواونوروڅخه تیرلږي،په
جهادکې داسي زمری پیدانه سوچه هغه ته په کږه سترګه وګوري.
پتمن جنرال سید عبدلقدوس«سید»د«جنګ هاي کابل»لیکوال لیکي:
ما دوسله وال پوځ دافسرانو له خولي اوریدلي وواوښاغلي اعظم سیستانی هم دخپل
ثرپه مقدمه انقلاب ثور…کی لیکي دافغان وسله وال پوځاوسره پوځ دګذارونو په
پایله کې مسعود په یوکلی کلا بند شودولتی ځوا کونودکلا شاوخواله اشرارو پاکه
اوغوښتل يئ کلا ته ننوزي هغه ژوندی ونیسې خودشوروي قواله لوري لارښود
راغی چه نورعملیات شوروي ځواکونوته پریږدي.دافغان اردوافسران چه دډیرو
سرښندنوپه پایله کې دې ځای ته رسیدلي وه بیخي خواشیني سول.شورو ي پوځونه
راورسیدل،کلاته ننوتلول،پنځه شپږتنه یئ ځان سره پورته کړل،چه په هغوکي یو
سړی یئ مسعودووپه دي ډول دهغه دنیولوپرځای دهغه دهغه دتیښتي خبر خپورسو
دا هغه وخت دی چه نوموړی له شوروي پوځ سیره دمرستې تړون لاسلیکوي او–
هغه دراتلونکئ بدیل په توګه په خپله غیږ کې نیسې .دوه تنه روسی ساتونکي د–
باډی ګارډ په نامه ورته غوره سول چه دطا لقان اوتخاردتیښتي تروخته ورسره
پاته سول.