د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا
له خوا
د تسليت پيغام
د روان۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۰ نيټه
په ډېره خواشينۍ سره مو د قدرمن او پياوړی ملګری ، پاخه او خواږه دوست نوروهاب « څپاند » دکشر ورور ، ځوان جميل « څپاند» د بې وخته او ناببره مړينې بوګنونکی خبر تر لاسه کړ . دا خواشينونکی خبر د څرک په څېر د محترم څپاند د دوستانو او ملګرو په منځ کې تاؤ او را تاؤ شو او د ټولو زړونه او فکرونه يې غمجن او د ږلۍ په شان وځپل .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا د هېواد څخه د باندې ددې ګوند د ټولو سازمانونو د ټولو غړو په استازيتوب ددې نه هيريدونکی وير په ځوروونکو شيبو کې خپل بې ساری دوست او قدرمن ملګری نوروهاب «څپاند» ، د ده ځوانو وروڼو اصيل «څپاند» او نصير «څپاند»، همدارنګه د محترم « څپاند » صاحب د درنې کورنۍ ټولو غړو او دوستانو ته خپل د زړه له کومې تسليت مراتب وړاندې کوي او ځوانيمرګ جميل «څپاند» ته د لوی خدای له درباره د برين جنت غوښتنه کوي . انالله و انا اليه راجعون .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا