حکيم روان
د هېواد دملی او دموکراتيکو ځواکونو د پوهاوی
اتحاد او يووالی د کميسيون له خوا په جوړه شوی
غونډه کې د وطن د ترقی ملی ګوند دهيأت د نظر ټکی
دروان ۲۰۱۳کال د مارچ ۳۰
هالند
(شفاهی خبرې په ليکنه کې)
درنو حاضرينو ، قدرمنو وطنوالو ، اجازه راکړی ستاسوسره له انفرادی ستړی مه شی وروسته يو ځل بياټولو ته د زړه له کومی ستړی مه شی ووايم او له موکې نه په استفاده سره د هېواد دملی او دموکراتيکو ځواکونو د پوهاوی ، اتحاد او يووالی د کميسيون د مشرتابه درنو دوستانوته له دې امله د خپلې مننې مراتب وړاندې کړم چې ددې موکه يې برابره کړه چې ستاسو په شان دوستانو سره له نږدې آشنا اود زړه خواله وکړم .
ګرانو دوستانو ! ما بيانيه نه ده ليکلی او نيت مې نه درلود چې بيانيه ورکړم . خو د غونډې محترم رئيسه هيأت له ما وغوښتل ، تر څو د وطن د ترقی ملی ګوند په استازيتوب څه ووايم .
ما نه غوښتل چې تر ځانه د هوښيارو خلکو او درنو شخصيتونو مخ ته ودريږم او بيانيه ورکړم . خو د دوستانو په هيله به يو څو بربنډې او ترخې خبرې وکړم ، هيله ده چې څوک خفه نه شی ، ځکه دا هغه څه دی چې په مونږ ټولو پورې اړه لري .
زمونږ خلک د روښانفکرانو له تشو خبرو او اوږدوبيانيو څخه ستړی شوی دي . زه که څه هم ځان روښانفکره نه بولم ، خو ستاسو له جملې حسابيږم ، هم له اوږدو بيانيو او تشو روښانفکرانه خبرو څخه ستړيا احساسوم . په بيانيو کتابونه ليکل شوی دی اوپه کتابونو کتابخانې ډکې دی ، هره کتابخانه په مليونونو باارزښته کتابونه او معلومات لری
دا ټول کتابونه اوعلمی معلومات د انسان د هڅو او زيار محصول دی
خو د نړئ پر مخ تر ننه د انسان لمن د جنګ تراژيدۍ نيولی ده . انسان د انسان وينې تويوي . دا ځکه چې همدا انسان ، همدا پوه او روښانفکره انسان په خپلو لارښوونو او ښو اوږدو او خوږو خبرو عمل نه کوي . نو بې عمله خبرې زما په اند نه يوواځې ګټه نه لري ، بلکې د ښو خبرو ارزش هم را ټيټوي . دا چې زمونږ خلک له بيانيو ستړی دی او نااميده دی زمونږ د خبرو او عمل تر منځ واټن ددې سبب شوی دی چې خلک له بيانيو ستړی دی . او زما ستړياء هم توجيه لري .
درنو دوستانو ! تاسې تر ماښه پوهيږئ چې انسان د اوږدو ز مانواو بې شماره پيړيو راهيسې د عدالت آرمان په زړه کې روزي او د عدالت د تأمين په لاره کې سرښندنې کوي . د حق او زور ، آزادۍ او جبر يا استبداد تر منځ جګړې او تضاد تل د انسان د تفکر محور جوړ کړئ دئ . مونږ پوهيږو چې ددې تضاد حل په آنی صورت او ناڅاپی توګه ممکن نه دئ ، ځکه ددې مسألې حل د ټولنې د فرهنګې ودې له سطحې سره ټينګه اړيکه لري او فرهنګی وده يوه ورو او اوږدمهاله پروسه ده . پوښتنه پيدا کيږي چې نو تر کومه بايد انتظار وباسو ؟
لومړی ، انتظار په کار نه دئ . که مونږ د خپلې ټولنې رښتيني روښانفکران يو ،نو بايد د خپلې ټولنې د واقعيتونو پر بناء ، د ټولنې په ګټه ، ددې واقعيتونو دتغير قانونمندی پيداکړو . بله پوښتنه داده چې ايا داکار مونږ کړئ دئ ؟
زمونږ له نظره، نه يواځې دا کار نه دی شوئ ، بلکې اوس هم نه نيت او اراده لرو چې دا کار وکړو او نه ددې کار عملی توان لرو . بيا نو ولې ځانونه روښانفکران بولو؟
دنر په شان زور دي که کچالو
مونږ د خپلو واهی خيالاتو اوبې بنسټه احساساتو په سيوره کې په يوه وروسته پاتې ټولنه کې ، چيرې چې فيوډالي او ماقبل فيوډالي ټولنيز اړيکی واکمن دی، د هغه څه پر خلاف چې مونږ خپله ايديالوژی بلله ، کمونيستی جنډې راپورته کړې . په داسې حال کې چې ددې ايديالوژۍ بنسټ ايښودونکو دا جنډې د پرمختللو سرمايه داری ټولنوله پاره اختراع کړي وې . او مونږ څه وکړل ؟ مونږ په داسې حال کې غو ښتل خپله ټولنه د منځنيو پيړيو له مناسباتو کمونستی آسمان ته پورته کړو
چې پخپله کمونستان نه وو . دروغ ، منافقت ، دوه مختوب ، توطيه کول ،تهمت تړل ، بدنامول ، تهديدول ، توهينول ، تحقيرول ،يکه تازي ، ځان غوښتنه ،قدرت طلبی، چاپلوسی او تملق که کمونيستی وي نو کمونيسم د استبداد دويم نوم دئ .
د ټولنې د واقعيتونو او د هغه د تکامل د قانونمنديو پرخلا ف عمل همداسې بګنوونکی نتايج لري لکه چې وينو يې .کاشکې ددې تراژيدۍ څخه چې زمونږ تېروتنې يې غوښينه برخه جوړوي ، مونږ د روښانفکرانو په څېر لازم درسونه آخيستی وای . زمونږ يو شمېر په اصطلاح روښانفکران تر ننه په هماغه پرونی خره سواره دي .
دلته يو دوست د ښځو او ځوانانو نه شتون وغانده او ويې ويل چې: « زمونږ په نننۍ ناسته کې يوه ښځه او يو ځوان حضور نه لری ، په داسې حال کې چې دوی زمونږ د ټولنې عظيم اکثريت جوړوي او مونږ ټول تر پنځوسو او شپيتو د پاسه عمر لرو. بله خبره داده چې زمونږ اولادونه زمونږ نه منی او آن چې پر مونږ خاندي .»
دا چې ټولنې زمونږ و نه منل ، ګناه د ټولنې ده!!!!!! چې اولادونه مو نه مني ګناه د اولادونو ده !!!!! يواځې مونږ ملايکې يو او زمونږ مظلومې ښځې ملايکې دی چې زمونږ د برده ګۍ او غلامۍ ځنځيرونه يې په غاړو، لاسونو او پښو کې شرنګيږی . ځوانان چې مونږ ويني او زمونږ قضاوتونو او تحجر ته ګوري ، چارچاپيره نړۍ او پرمختګونه ويني ،خدای مه کړه ، ړانده خو به نه وي چې مونږ پسې ځي .
اې خلکو ! په رښتيا سره غواړو چې هيواد مو له بحرانه وژغورو ؟ که داسې وي بايد په ځانونوکې تغير راولو، تر څو دخپلو اولادونو د پاره نمونه او مثال شو، داسې تغير چې د بشري ټولنې د نوی واقعيت سره سمون ولری او په ځانونو کې داسې وړتياوې وروزو ، څو د ځوان نسل باور خپل کړواو د نوی نسل سره د نېکمرغه راتلونکی پر خوا وخوځيږ و د اوسنی بحران حل د هغو تغيراتو له برخليک سره تړلی دی چې زمونږ بدمرغه ټولنه ورته له نږدې دوو پيړيو راهيسې انتظار باسي . زما په نظر ددې تغيراتو مخکينۍ شرط په مونږ او تاسو کې د تغيراتو راتلل دی .
آياپه رښتيا سره مونږ د يوې مدني ټولنې غوښتونکی يو،چيرې چې هر انسان آزاد او د ټولو انسانی حقوقو خاوند دئ او هلته چې ټول د قانون له مخې برابر حقوق ، وظايف او مکلفيتونه لري ؟ که ځواب هو وي نو په مدنيت کې غريزي ژوند د عقل تر فرمان لاندې راځي . لاکن زمونږ عقلونه ، ددې بګنوونکو تراژيديو بر سېره تر ننه د قدرت طلبۍ ، تباه کوونکو ځان غوښتنو ، انتقامګيريو او نورو وحشيانه ابتدايي غريزو تر درنو سيورو لاندې دی . که په رښتيا سره غواړو چې يوه مدنی ټولنه ولرو ، نو ددې لپاره لازمه ده چې لومړی د خپلو حيوانی غرايزو سره خدای پامانی وکړو .
آيا مونږ په برابرۍعقيده اوباور لرو ؟ زه وايم چې نه ! مونږ په خوله وايو خو په عمل کې بل څه کوو . زمونږ د باور له مخې مونږ تر هر چا ښه يو . مونږ تر هر چا بايد امتياز ولرو . زه تر هر بل چا ښه يم ، زما ګوند تر هر بل ګوند ښه دئ ، زما باورونه تر هر بل چا ښه دي ،همداسې لايتناهی زه، زه او زه ……. مونږ همدې زه تباه اوبربادکړو ، همدې زه پخپلو کې وجنګولو، مونږ يو او بل سره ووژل ، يو او بل مو سره بنديان کړل ، توطئيې مو د يو بل پر ضدوکړې ، په خپلو منځو کې مو د يو بل پر ضد کودتاګانې وکړې ، د خپل ملګري په ستوني مو پښې کښېښودې ، ددې ټولو ناکردو په نظر کې نيولو سره چې پخپلو کې مو کړی دی ، د ټولنې سره د ناکردو قياس مشکل نه دئ . آيا د دې اخلاقو او ځانګړتياؤ سره د مدني ټولنې پر خواتللای شو ؟ آيا دا هر څه مونږ په ډاګه کول اوکه د مختلفونومونو او پردو لاندې مو پټول ؟
آيانن مونږ په پاک نيت له کورونو راوتلی يو ؟ اتحاد کوو؟ او که په دې نيت راوتلی يو چې مونږ ځان محور کړو او نور په ځان راوڅرخوو ؟
زه په خپله کله چې له کوره راوتلم ، د ځان سره مې فکر وکړ چې نن د اتحاد په نوم غونډه ده . سترګو ته مې هغه نه کلن ، لس کلن او يوولس کلن افغان ماشومان ودريدل چې وحشی طالبان يې دولت او امريکا ته د جاسوسۍ په تور غرغره کوي . د خدای د پاره څنګه دا ځمکه نه چوي او څنګه نړۍ په يوه وار اور نه آخلی او نه لولپه کيږي ؟ دا زمونږ د معصومو او بيګناه، بې کسو او بې وسو ماشومانو حال دئ . هغه چې په جنګونو ، بمباريو او چاودنو کې له منځه ځی ، د هغه حساب بېل دی .
زه چې له کوره راوتلم د هغه دهقان بې سره تنه مې سترګو ته ودريده چې مجاهد قوماندان اوس د هيروئينو او آپينو قاچاقبر يې سر له تن څخه غوڅ کړی وو، بزګر د قاچاقبر پيشکی پيسې د کور د اړتياؤ له پاره مصرف کړي وې او د آپينو فصل يې دولت اړولی وو . د دهقان ميرمن او اولادونه يې هيروئين سالار مجاهد د ځانه سره ګروګان وړي دي او تر اوسه يې برخليک مالوم نه دئ . ديرش کلنې تراژيدۍ زمونږ د کاڼو زړونه اوبه او ويده وجدانونه بيدار نه کړل . اوس هم مونږ له منافقت لاس نه آخلو . خپل اغراض او خپلې واقعی غوښتنې او اهداف غواړو له نورو پټ کړو او د هغه پر عوض خلکو ته نور څه ور وړاندې کړو
په ډېر معذورت سره ، محترم دوست ، قدرمن سرور منګل صاحب زمونږ عاليقدر مشر په خپلو خبرو کې د خپلو يارانو د قناعت له پاره تأکيدأ وويل چې : « مونږ يواځې په شکل کې تغير راوستی ، زمونږ د افکارو او اهدافو مضمون هماغسې دی چې وو . »
دا څرګندونې ثابتوی چې زمونږ ظاهر او باطن يو نه دي .که بدلون اړين وي نو ولې يواځې شکل نوئ کوو او مضمون زوړ پرېږدو ؟ ماناداچې په
دې کار سره خلک غولوو . خو خلک وايی چې د آخرې زمانې يوه نښه داده چې ، يو څوک په لاره تيريږي ، نور ور باندې پوهيږي چې د کوم هدف پر خوا ځی او په فکر کې يې څه دی ؟ خلک زمونږ او د بل هر چا په نيتونو او موخو پوهيږي . ديرش کلنې جګړې ټول خلک ډېر حساس او شکاک کړی دی . مونږ خپل ځان دومره ښه نه پيژنو ، لکه خلک چې مونږ پيژني . زمونږ خبرې بايد په عمل کې تبلور پيدا کړي . زمونږ د خبرو او عمل يووالی ، په خلکو کې زمونږ په اړه د باور د پيدا کيدو له پاره يواځينۍ د اطمنان او ډاډ وړ وسيله ده .
که په سياست کې منافقت ناوړه او نامطلوبې پايلې لری ، نو ولې د منافقت څخه ډډه ونه شی ؟ ولې بايد منفی او زيانمنې تجربې په بيا بيا تکرار شی ؟ آيا مونږ له دې پړاؤ څخه تېر شوی يو ؟ په خواشينۍ سره بايد ووايو چې نه ! مونږ د واک له اخيستلو وروسته ټولو هغو ارزښتونو ته شا وګرځوله چې د واک د مخه مو د هغه په باب سورې نارې وهلې .مونږ خپل ټول متحدين وځپل ، ددې لپاره چې واک انحصاری کړو، واک چې د خلکو مال دی ، مونږ د واک سره څه وکړل ؟ او د خلکو سره مو څه وکړل ؟ ځانونه او ټولنه مو په دې برخليک اخته کړه . نور عوامل به هم وي ، خو زه په هغه څه غږيږم چې نېغ په نېغه مونږ پورې اړه لري . استبداد خو څه ښکر نه لری ، استبداد د واک انحصار دی د يوه فرد ، يوې ډلې ، يوه ګوند او يوې طبقې په لاس . په دې کار کې مونږ له اوله تر پايه نامی پاتې شو . تر مونږ وروسته تر مونږ بدتر وو ، خو دهغوی په راوړلو او نصبولو کې هم زمونږ له منځه فرصت طلبونامردانو برخه واخيسته ، زه تر مونږ وروسته د مجاهد-طالب –مجاهد رژيمونو د ناکردو په هکله څه نه وايم او تر دې بله توقع هم په کار نه ده ، خو د يوه شاعر په دې شعر اکتفاء کوم .
برحذر باش از هر آيت له، شيخ وملا که اين ناکسان آفت مردم اند.
راګرځم زمونږ د غونډې د اجندا اصلی موضوع ته :
که نفاق بد دی او ويجاړوونکی پايلې لری ، نو ولې تر ننه په نفاق کې يو؟ نږدې ټوله موده ، له پيله تر پايه مونږ يواځې د نفاق شاهدان يو .آيا دا کار د هوښيارانو کار دئ ؟ که مونږ د روڼ آندو په څېر د نفاق په لعنت او د يووالی په برکت باور ونه لرو ، څنګه کولای شو خلک د يووالي سترې او جوړوونکی چارې ته راوبولو ؟ زمونږ دهېواد او خلکو په وړاندې د ستونزو دنګ غرونه ، يواځې او يواځې زمونږ د هره اړخه متحد او يو موټي ولس د مټو په همت هواريدلای شی .
محترم منګل صاحب په خپلو خبرو کې وويل چې : « دوی محترم داکتر
صاحب حبيب منګل ته مشوره ورکړه چې تر هغو د کنګرې په لور لاړ نه شی ، تر څو د ټولو يارانو او ملګرو مشورې سره شريکې شوی نه وي
خو دوی زمونږ مشورې ته غوږ ونه نيو او کنګرې ته ولاړل ، خو د کنګرې
څخه منشعب راووتل »
زه په داسې حال کې چې د کنګرې څخه ددې دوستانو په منشعب راوتلو باندې د زړه له کومې تأثر څرګندوم ، يوې غمجنې او تراژيکې لړۍ ته ستاسو توجه او پام جلبوم . هلته کوم فوق العاده څه نه دی پيښ شوی ، بلکې دا ډول پيښې زمونږ د غير واقعبينانه لافو پرخلاف زمونږ د وروسته پاتې قبيلوی ژوندعادی برخه جوړوي . د دموکراتيک خلق په غملړلی دوران کې د ګوند د رياست پر سر بې پايه شخړې او دهغه جبران
نه منونکی پايلې مونږ بدرګه کوي . آيا د مرامی ټکو په سر اختلاف وو؟ نه ! هيڅکله نه ! مرامی ټکی زمونږ د ټولو شريک دی . له لومړی مشروطيته راواخله ، تر ننه د هيواد د ټولو ملی او وطندوستو ډلو ټپلو، ترقی پسندو او عدالت غوښتونکو ګوندونو مرامی ټکی سره يو دي ، خو رهبران مو جدا دی . دا انشعاب هم د رهبرئ په سر شوی دی . کله به د ګوندونو ليکې د پوخوالی هغې پوړ ته رسی ، چې په ځان مين رهبران له صحنې وباسی او د وطن د سوری سوری بدن او خلکو د دردونو د درملنې او التيام له پاره د ورورۍ او انسانيت په فضا کې پرېکړې وکړي او په نه ماتيدونکی يووالی سره د خپلو پرېکړو د عملی کيدو له پاره لستوڼي را ونغاړی . لکه چې دې تجربې وښوده او مونږ عادت لرو چې منفي تجربې تکراروو، يو جمعيت د رهبر لپاره يو بل جمعيت نفی کوی او رهبر ته پر جمعيت ترجيح ورکوی . په دې ډول نفاق او انشعاب ته ځی
اوس هم جامعه تر رهبره قربانی کوو، مونږ د ټولنې له پاره ګوند نه جوړوو، بلکې د رهبر د پاره ګوند جوړوو، داسې ګوندونه لکه چې تجربو ثابته کړی ده د خلکو او ټولنې په درد نه خوري .
دلته غواړم ستاسو درنو دوستانو سره د وطن دترقی ملی ګوند تجربه شريکه کړم :هغه وخت چې د ننني ګوند يوې برخې د ملی ګوند په نوم فعاليت کاوه ، ددې ګوند په کنګره کې د ګوند مشر محترم عبدالرشيد آرين د ګوند د رياست له دوو لنډو دورو وروسته د اساسنامې د مادې مطابق د ټاکنو په پايله کې له خپلو مسؤليتونو خلاص او پر ځای يې محترم عبدالحی مالک غوره شو . آرين نه يواځې انشعاب ونه کړ ، بلکې تر په خوا په زيات شور او شوق ، توان او انرژي د خپل ملګری عبدالحی مالک تر څنګ د ګوند له پاره په کار او فعاليت بوخت شو .
د تفاهم د کميسيون دوستان شاهد دی چې ددې کميسيون د فعالينو يوه لويه برخه په هيواد کې د افغانستان د ملی ګوند سره يوځای شوه . ورپسې د يوه کال د ننه ديووالی د پاره ددې ګوند مذاکرات د وطن د ترقی د رسمی ګوند سره چې د محترم دوکتور آصف بکتاش تر رياست لاندې يې فعاليت کاوه ، بريالي پای ته ورسيدل او ګوند نوئ نوم پيداکړ ، چې د وطن د ترقی ملی ګوند وبلل شو . ددې ګوند يوه معاون محترم عبدالرحمان صدری دګوند د اروپايی شورا په پالتاکی غونډه کې وويل چې زمونږ د نننی واحد ګوند پرونيو دواړو خواو په اونيو اونيو په مرامی ټکو او د اساسنامې په موضوعاتو بحثونه وکړل تر څو ګډې پايلې لاس ته راغلې . خو د رهبرۍ مسألې له دوو ساعتونو بحث څخه زيات وخت ونه نيو .د دواړو ګوندونو د رهبری هيأت په شريکه پريکړه محترم عبدالحی مالک د ګوند د رئيس او محترم دوکتور آصف بکتاش د لومړئ مرستيال په توګه وټاکل شول .
په دې ورځو کې د وطن د ترقی ملی ګوند سره د پوهنتون د محصلينو يو لوی سازمان چې د بحران څخه دنجات د جبهې غړيتوب يې هم درلود ، ددې ګوند په ليکو ورګډ شو .
د يووالی له پاره رښتينی اراده ، صداقت او رښتينولی ، د هېواد په وړاندې د مسؤليت احساس او په خپل رنځيدلی ولس ترحم او عاطفه بايد مونږ سره يو کړی .
د ديرشو کالو جنګونو ، وحدتونو او وحدت شکنيو مونږ ټول د يو بل سره او د يو بل له ځانګړتياؤ سره ښه آشنا کړی يو . هيڅوک ، څوک غولولی نه شی .
که امتياز غوښتنې او ځان غوښتنې تر پښو لاندې نه کړو ،او همداسې لکه تر ننه چې پر مونږ ټولې منفی ځانګړنې حاکمې او مسلطې دي ، ددې بدمرغيو څخه ځانونه خلاص نه کړو او د هر ائتلاف او اتحاد د پاره ، خلکو ته خدمت اساس او بنسټ ونه ګرځوو ، دا ډول ائتلافونه بې مانا ، د وخت اتلاف ، د ځان او نورو له غولولو غير بل څه نه دی او پايله يې نا اميدي او ناهيلي ده .
د وطن د ترقی ملی ګوند د هغو سياسی ګوندونو ،سازمانونو ، کړيو او شخصيتونو سره خپل سياسی اړيکی او علايق غښتلی او مضبوط احساسوی ، کوم چې په خپلو ملی او سياسی دريځونو ،عدالت غوښتونکو او انسانی باورونو کې ثابت او صادق وي .
د وطن د ترقی ملی ګوند زمونږ د ټولنې د شرائطو محصول ، دهېواد اصيل بچئ ، دخپلو غملړلو خلکو رښتينئ خدمتګار او ستاسو د وطن هستی او سرمايه ده . دې ګوند په هيواد کې د ناوړه حالاتو د تسلط سره سره وکولای شوه چې په لنډه موده کې د ګوند د ليکو د پراختيا، ټينګښت او غښتلتيا په برخه کې پاخه ګامونه واخلی او د وطنپالونکو د يووالی له پاره نه ستړي کيدونکی هڅې وکړي . د يوه ستر او سراسری ملی يووالی د تأمين په لاره کې کار او مبارزه د وطن د ترقی ملی ګوندله ستراتژيکو موخو څخه ده . مونږ باور لرو چې حتی يو ستر ګوند هم نه شی کولای په يواځې توګه ، روان بحران ته د پای ټکی کيږدی . وخت او اړتياوې ، مونږ او تاسې له قيده او شرطه پرته يووالی ته بولی .
د وطن د ترقی ملی ګوند په دې برخه کې نمونه او سرمشق ګوند دی . دا ګوند د ژوند له پاره سرمشق کړئ او ددې ګوند په ګام ، ګام کيږدئ .
د تاريخ او وخت غږ د زړه په غوږونو واورئ ، پخپل وطن او خلکو ترحم وکړئ او د يووالی پر خوا خپلې هڅې ګړندئ کړئ . په پای کې د غونډې کار ته برياليتوب غواړم او ستاسو له پاملرنې مننه کوم .
ژوندی دې وي افغانستان