دریمه برخه:
۳-چا پکښي مزې وکړې ا وڅوک پکښي خرا ب سول؟
داپوښتنه دوې برخي لري:
الف – چا پکښي مزې وکړې؟
کله چي غوا ړو یو ځا ی ته ولا ړسو ترهغه مخکي دا ضرور د ه پوه سوچی ا وس چیري یو؟ را به سولومړی دې خبري ته دابه روښانه کړوچي دولسونوتر منځ دبې باوریو ،خپل منځي جګړو ،هیواد خرڅونو اونړولو څخه چا ګټه پورته کړه ؟اوچا مزې وکړې؟ کله چي دغه پوښتني ته په انصاف سره ځواب ورکووباید لږترلږه دخپل هیواد دتار یخ څوپاڼي راواړو. تیرمو هم د اوس په شان تیرسویدي.که موږ ددغو لنډو۳۵جګړه ایزو کلونو جریان چي هرڅه زموږپه مخکي تیریریږي اولا يې دپای ټکۍ نه دئ ایښول سوئ، وګورۍ ،څوک څوک وه؟ اوڅوک څوک سول؟ پس یقیني ده چي پخواني موهم پدغه شان یوڅوک سوي بوله.
نه بارید از آسمان برسرش
یاخودش دوزد بودیاپدرش
بدبختانه چي زموږدهیواد تاریخي خط السیرداسي راغلۍ دئ چي لږ شمیر حکمرانان په تیرتاریخ کي لروچي دپردونوکرنه وه.بلکي زیات واکداران مو دیوه نه دیوه خارجي دښمن حکومت دپټو شبکو سره نوکرۍ کړي دي . هر خارجي زبرځواک چي زموږ هیواد ته راغلۍ دئ په بیلو،بیلووختونو کي دخپل ضرور ت اوتوان په پیمانه زموږ په هیواد کښي دنن ډیري کورنۍ ترحمايې اوتربیي لاندي نیولي دي.
بیله شکه افغانانو(ولس) هروخت خارجي تجاوزته غاښ ماتونکۍ ځواب ویلۍ دئ.افغانانو په تشو لاسو او نا متناسب وسله وال ځواک سره د خپلو سر ښندونوپواسطه د جنګ په ډګرکي دښمن ته ماته ورکړیده داهم رښتیا ده.
په زیاتي خواشنی سره ترجګړې وروسته يې د خپل هیواد واک د خارجی ترحمايې اوتربیې لاندي (نوکر) صفته افغان ته سپارلۍ دئ. دتاریخ په اوږدو کي هرزبرځواک خپلي منظمي لښکري زموږ دخاوري ایستلې دئ، مګر خپل افغاني جاسوسي کورنۍ يې د پاچا، صدراعظم ، وزیر،مشر ، خان، ملک ، آغا،شیخ،ملأ ،پیر اوفقیرپه نومونو پرایښي اوحمایه کړیدی.
دغه ستا په ړنګ جهان کي چي وداني بنګلې دي
دمعمار دلاس تڼاکي دمزدورتودې خولې دي
هرهغه امپراتور،پاچا ،رئیس جمهور او آمیرچي دخپل اقتدارپروخت ولس دپوهي اوبیداری جلأ ساتلۍ ، دولس دپوهي په لاره کي يې عملي کامونه نه دي پورته کړي هغه آزاد ،حکومتونه اودملت نماینده حکومتونه نه ؤ ،بلکي وابسته ،دپردونماینده اودپردو دګتو ساتونکي نوکر حکومتونه وه.
دافغانانو په قضایاوو کي ښکیلو خارجي طرفینو خصوصاً په وروستیو اواوسنیوجګړوکي دبریالي اوګټه وړونکي طرف مقصدونه حاصل سوی، دوی ګټې وکړې . دخپلو پیسو، وسلو او مخکني استخدا م کړل سوافغانانو په واسطه يې زموږ بیچاره دعلمه لیري ساتل سوي ولسونه دځانو په ګټه ښه استعمال کړل . داسلام دنوم څخه په ګټه پورته کولوسره دغو استخدام سوو فایده و کړه. خارجانو خپل سیال او حریف (روس) مات کړئ ،زموږهیواد يې راخراب اودسرسړي يې راته ووژل.
ددوی دکار نتیجه اوثمره د( بن کرغیړن کنفرا نس) وو. چي په عمل کي يې ثمره تاسي وینئ چې کرغیړنه را ووته. د ا فغا نستا ن وا ک يې هغوا شخا صو ته پلا س کي ورکړي چي دوی له ډیرپخوا څخه په خپلو شبکوکي روزلي وه.اوټول بد نا مه ،پیژندل سوي څیرې وې.دغه داخلي اوخارجي پرواک سپاره ګټندویان دي. نوپه هغه ملک کي چي افتخارپه ذلت، اوسر لوړي په سرټیټي حاصلیږي،هلته به نوڅو ک ګټندوی وي؟آه داتمیز دچاه سره دئ؟ څوک به دا سره جلأ کوي ؟.جنګ تمویلونکي اوجنګ رهبري کونکي دباندني اوکورني ګتندویان دي نه ولسونه.
ب:- څوک پکښي خراب سول؟
روښانه خبره ده چي هروخت اوبیا په دغو څو(۳۵) کلونوجګړو کي دافغانانو (راست اوچپ )دواړه طرفه په دې جګړوکی ووژل سول اوخراب . وطن اوعامه شتمني چي دټولو افغانانو مشترک مال وو، دخاورو سره خاوري سوې . په مجموع کي مکتب لوستي اوهغه افغانان خراب سول چي هیواديې آزاد او آباد غوښتۍ . یولوری د هغو په کافر،کمونیست ، اوجاسوس خلګوته معرفي کړل سول،مشران يې ورووژل اوکشران يې دربدره اوآواره کړل.
بل لوری يې په مجاهد اوطالب کي وطن پرست اوپه پردوپوري تړلي بیله مړو نورټول په اشرارو، توپکيانو ،غلو ،توپکسالارانو وروسته په ،تروریست،القاعده ،قاچاقبر اومافیا په نومونو دادئ تراوسه ټکول کیږي. دراست اوچپ اړخونو ترمنځ یولوڅ تفاوت داؤ ،چي دمجاهدو په نوم مشران له پخوا څخه دپردونوکران وه ،هغوی اوکورنۍ يې نه داچي خارجانووساتل بلکي ،دپریمانه مرستو اوډالروپه زوريې دخپلونور اهدافو دپاره،اشراف اوواجب الاحترام وساتل.خو په مجموعي توګه يې ټوله افغانان جهانیا نو ته ترسپکو هم سپک وروپیژندل.معلومه ده چي ولسونه ټول سره یوځای ګډ وسوځل سول، نورنه چاته نوم پاته سونه افتخار.یوازي دجنګ تمویلونکي ،اوهغه په نوم افغانان بریالي دي . با ید افغانان دژوندپه رازونو پوهه سوې وي .
دتیراو اوس وخت په فرقونو پوه سي .راځی کامیابي خودناکامي زیږنده ده .آیا څوک سته چي موږله دغه مظلومیته خلاص کړي؟ آیا لا فکرکوي چي داهرڅه دناپوهی پربنیاد زموږپه هیواد کي سرته رسیدل اویا رسیږي؟ نه داسي نه ده جأ بر،هرڅه اګاهانه ، دپلان له مخي پربې وزله دعلمه لیري اولس باندي تطبیق کوی .
داخبره دلمر په شان روښانه ده دافغانستان په خاوره کي که دعربو سره جګړې سویدي، که دسکندر،چنګیز، الاکو،تیمور، نادر افشار، انګریز ،روس اویا اوس دناټوپه وړاندي جګړه. هرو خت داولسونه دي چي داورپه لمبوکي سوځي،وژني اوخوارۍ يې دولسونو په برخه وي ،قهرماني ،بریا اوښادئ دڅوتنواوپردیووي.دښمن ته دعلم اوپوهي څخه دولسو نو دلیري ساتلوفایده همدغه وه.
ددریمي برخي پای