دويمه درجه پاکستانی طالب ووژل شو

دويمه درجه پاکستانی طالب ووژل شو

اسلام آباد: ولی الرحمن د پاکستان د طالبانو دويمه درجه سړی د چارشنبې په ورځ د درون ( بې پيلوټه الوتکې ) په يوه بريد کې ووژل شو . دا خبره د پاکستان درو مختلفو امنيتی چارواکو کړي ده . که ددوی معلومات سم وي ، نو دا په پاکستانی طالبانو ډېر دروند ګوزار دی . د حکيم الله مسود په وخت کې داسې انګيرل کيده چې له هغه وروسته به ولي الرحمن دده ځای ناستی شی .

په ولی الرحمن بريد د شمالی وزيرستان په غرنۍ سيمه کې د پاکستان په شمال غرب کې شوی دی . په ولی الرحمن سر بېره څو کسه نور هم ورسره وژل شوی دی .

د چارشنبې وختی د پاکستان د خارجه چارو د وزارت وياند د درون بريد وغانده او هغه يې د پاکستان پر حريم او خپلواکی تيری وباله .

د پاکستان د می د مياشتې د ۱۱ نيټې تر پارلمانی ټاکنو وروسته دا د درون لومړنئ بريد دئ . د ټول ټاکنو په بهير کې د امريکايي درون الوتکو بريدونه د ټاکنيز کمپائن مهمه موضوع وه .

د پاکستان امنيتی چارواکو او د شمالی وزيرستان خلکو وويل چې دوه راکټه د چشمې د کلی په يوه خټين کور وتوغول شول ، چيرې چې ولی الرحمن او دده ملګری ناست وو .

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما يوه اونۍ وړاندې د درون څخه د ګټې اخيستنې سخت شرايط اعلان کړل . د درون په تېرو بريدونو کې لسګونه بېګناهان وژل شوی دی چې د پاکستان د غوسې بهانه يې جوړه کړی ده . بې پيلوټه طيارې بايد د جنګ د سيمو نه د باندې په هغه صورت کې وکارول شی چې تر بريد لاندې کس دقيقأ د القاعدې د ترهګرې ډلې او نورو تروريستی ډلو سره اړيکې ولري .

Comments are closed.