د” حزب ملي ترقی وطن “
دمرکزي شورا غونډې ته
داجراﺋﻴﻪ شورا رپوټ
۲/۳/ ۱۳۹۲ کال
افغانستان ــــ کابل
د مرکزی شورا محترمو غړو او غونډې ته را بلل شويو حاضرو ملګرو !
محترمو خويندو او وروڼو !
نژدی اوه مياشتی وړاندی دهيواد د دوو سياسی خپلواکو،دموکراتو او ترقي غوښتونکو سازمانونو ترمنځ يووالی د هيواد دملی او ډموکراتو ځواکونو ديوموټی والی داړ تيا د درک پر بنسټ ،د ګټورې مبارزې د پاره دليکو د ټينکولو او درول لرونکی او اغيزمن ځواک د رامنځ ته کولو په مو خه منځ ته راغی چی په واقعيت کې نه يوازې د هيواد د ملی دموکراتو ځواکونو ترمنځ د تيت ؤ پرک والی د پای ته رسولو په برخه کې یوه غوره لاسته راوړنه وه ، بلکی زموږ د هيواد پربرخليک باندې د زياتې بې عدالتۍ او ستم په وړاندې د اولسي او دموکرات الترناتيف د ايجادولو په برخه کې يو غوڅ ګام ګڼل کيږی .
د يووالی کنفرانس چې د تفاهم په پايله کې جوړسو اود دووګوندونو ترمنځ د تشکيلاتی يووالی په لاره کې د لومړنی جدی ګام په توګه پای ته ورسيد، د ګوند مرکزی شورا يې د دندو او مکلفيتونو په سرته رسولو باندې وګمارله چې د يومسؤل ارګان په توګه د ګوند راتلونکی کنګرې ته د سرته رسيدلو دندو رپوټ ورکړی .
د ګوند مرکزی شورا د ګوند لومړنی کنفرانس ته په پام سره ، د ګوند اجراﺋﻴﻪ شورا مکلفه کړه ، چې د کنفرانس د پړيکړو دعملی کولو په لاره کې ګټور تدبيرونه او اقدامات ترلاس لاندی ونيسی . اجازه راکړی چې د اوومياشتو په بهير کې دهغو کارونو په اړه چې د کنفرانس د پريکړو د پلي کولو په برخه کې سرته رسيدلي دی ، لنډ رپوټ وړاندې کړم :
تر کنفرانس وروسته د حزب د اجراﺋﻴﻪ شورا او دارالانشاء نوبتي او فوق العاده غونډې پرخپل وخت جوړې شوي او ګوند يې د يوې دايمی دندې په توګه رهبری کړی دی .
ګوندي اجراﺋﻴﻪ شورا د وظيفوي مسؤليتونو په درک او پوهيدنې سره د ګوندي ورځنيو چارو پرخپل وخت دانسجام په موخه د ګوند د دارالانشاء په اړخ کې د ګوند له غړو څخه کميسيونونه جوړکړل ، دکار د بيلوالی او د دندو لايحې ته په پام سره د هرکميسيون دندې ټاکل شوی او د دوي د کار پر څرنګوالی نظارت شوی دی .
دغه کميسيونونه عبارت دي له :
د تشکيلاتو کميسيون ، د تبليغ اوفرهنګ کميسيون ، د تفاهم اواړيکو کميسيون او دمالي چاروکميسيون . يادشويو کميسيونونو پرخپل وخت په منظمه توګه غونډې جوړی کړي اوورته سپارل شوې دندې يې دخپلولايحو په اډانه کې له خپلو امکاناتو سره سرته رسولي دی .
د تشکيلاتو کميسيون خپلی غونډې هره اونۍ په پرله پسي توګه رابللی دي او دګوند د تشکيلاتی يو ځايوالی کار د پرمختيا څرنګوالی يې دهيواد په ولاياتو او له هيواد څخه بهر څارلی دی . د تشکيلاتی چارو د باوري انکشاف او پرمختګ څخه د باور دحاصلولو په موخه يې لومړۍ د کميسيون د دندولايحه برابره او دهغې په دوام سره يې د تشکيلاتي يوځايوالی کاری طرزالعمل ، تشکيلاتي شپږ مياشتنی تدابيری کاری پلان ، د ګوندي شوراګانو د دايمی فعالوارتباطي غړوټاکل ، داوسيدود ځايونو،د کار د ځایونو د شوراګانو او د ګوندي حوزو د کارد طرزپه اړه طرزالعمل ، د ګوندي غونډو او په هغوی پورې اړوند دواحدې اجندا د تدبيرونو طرزالعمل ، د ولايتونو،ښارونو، ولسواليو ، کليواو د نوروسيمه ييزو سازمانونو لپاره د دندو د ټاکلو په موخه د يومفصل کاری پلان برابرول او تنظيمول ، په ځينو ولايتی شوراګانوکې د تشکيلاتی يوځايوالی پروسې د چټکتيا په موخه داجراﺋﻴﻪ شورا دغړو له خوا د ګوند د باصلاحيته غړو د سفرونو تنظيمول ، پروخت دلارښوونکو مصوبو استول ، د ګوند د کاری ظرفيت لوړول ددې کميسيون دکارونوله جملې ګڼل کيږی .
په څرګنده بايد ووايو ، چی د تشکيلاتي يو ځايوالی کار ته په ځينو ګوندی شوراګانو کې په شورا و شوق سره هرکلی وويل شو او په چټکۍ سره سرته ورسيد ، خو له بده مرغه په ځينوګوندي شوراګانو کې د تشکيلاتی يو ځايوالی پروسه ، لکه څرنګه چې هيله کيده په چټکۍ سره عملی نه شوه . يو شمير ولايتی شوراګانې شته چې زموږ دغوښتنو سره سره اوسربيره پردې چې دواړه جوړښتونه دخپلو اکو تشکيلاتو لرونکي او دملاحظی وړدي تراوسه هم د بيلابيلو دلايلو له امله پردې بريالی شوی نه دی چې په دغه ستر او با ارزښته کارکی خپل فعال رول ولوبوی . هيله ده چی نننۍ غونډه د دوي پرتحرک باندې اغيزوښندی څو د تشکيلاتی يو ځايوالی دعملی کولو په لاره کې غوڅ او ګټور کاروکړي .
په دې اړه بايد لنډ وويل شي چې اوس د تشکيلاتی يوځايوالی کار د ګوند د سياسی جوړ ښت په ټولو برخوکی په سلوکی تر (۹۰) پوری سرته رسيدلی دی چې خورا جدی پاملرنې ته اړتيا لري .
د عدلیې په وزارت کی د ګوند راجسترول زموږ د واحد ګوند يوه له غوره ، ټاکونکې او رښتينۍ تبارزور کونکی دندی څخه شميرل کيده چې بې له ځنډه مودهغی قانونی پړاوونه وهلی وای . خوله بده مرغه چې د ځينو قانونی معاذيرو او زموږ د بې تفاوتۍ په وجه تراوسه دهغی په سرته رسولو بريالی شوی نه يو . د ګوندونو د راجسترولو د کار د وروسته پاتی والی يوله مهمولاملو څخه داؤ چې د عدلیې وزارت د ګوندونو د تاسيس ، راجستر او ثبت د مقررې په نهمه ماده کې بدلون د يوشمير تخنيکې دلايلو پر بنسټ د دغه مامول د پلی کولو په لاره کی خنډوګرځيد . د دغه بدلون له مخې سياسی ګوندونه مکلف شول چې هرګوند په جلا ډول لږ ترلږه په شلو ولايتونو کی ګوندی دفترونه پرانيستی او فعال ولری . دې کارموږ اړايستو چی په لومړی ګام کی دخپل پخوانی هويت په اړه د راجستر شووګوندونو په توګه مخ په وړاندی اقدامات وکړو . د ګوند اجراﺋﻴﻪ شورا ځان مکلف ګڼی چې د مرکزی شورا له نننۍ غونډې وروسته د واحد ګوند د راجسترکولو پروسه په ډيرکم وخت کې بشپړه کړی .
د ګوند د سياسی او ټولنيزو ستنو دپراختيا او د نورو سياسی ګوندونو او بنسټونو سره د ليدنو د پراخوالی په برخه کې کلک او پياوړی ګامونه اخستل شوی دی چی دهغو له جملی نه له بحران څخه د ژغورنی جبهه د افغانستان د ملی دموکراټو ځواکونو ترمنځ د تفاهم د تامينولو په لاره کی د پاملرنی وړلاسته راوړنه ګڼل کيږی . له هماغه پيله د بيلابيلو اړخو ترمنځ سياسی لوبی پيل شوی چې په ماهيت کې له دغه کار سره په ټکرکې وی . يوازی د لس سياسی ګوندونو اويوشمير د پاملرنې وړټولنيزو سازمانونو او مستقلو سياسی ، ټولنيزو علمی او فرهنګی شخصيتونو وکولای شول چې د جبهی د مرامنامی او اساسنامی په طرحو او دعمومی غونډو په جوړولو باندی توافق وکړی او د جبهی بنسټ کښېږدی .
جبهی په وروستيو اوومياشتو کې د افغانانو د ملی حرکت په نامه ، چې د پاملرنی وړشميرسياسی ګوندونو او مستقلو شخصيتونو او ټولنيزو سازمانونو ورکی غړيتوب درلود ، د پاکستان د راکټی بریدونو پروړاندې چې د ننګرهار، کنړ او نورستان پرولايتونو يې وکړل ، يو حرکت تنظيم کړ او داعلاميو پرخپرولو سربيره يې دوه ځلې دولسی جرګی له مشرتابه او ځينو وکيلانو سره وليدل او زموږ پرهيواد یې د پاکستان تېری محکوم کړ، د افغانستان له جمهوری دولت څخه یې وغوښتل چی د هیواد په اساسی قانون کی د درج شوو ارزښتونو په پام کی نيولو سره خپلی دندې سرته ورسوی او دخپلو نيکونو له خاوری دفاع وکړی .
د يادونی وړده ، چی له بحران څخه د ژغورنی جبهی سالم دريځ د خلکو ترمنځ د جبهی موقف ټينګ کړی دی ، دهيواد په مسئلوکی يې د يوه ګټور او اغيزمن طرف په توګه مطرح کړی دی .
هم مهال پرګوندونو باندی د حکومت زياتيدونکی فشار چی لږ ترلږه دهيواد په شلوولايتونو کې ګوندی دفترونه پرانيزی، ددې لامل شو څو د “حزب ملي ترقی وطن” استازی چی له بحران څخه د ژغورنې په جبهه کې غړيتوب لری ، له نورو ګوندونو او ايتلافونو سره چی ملی او ترقی غوښتونکی ګوندونه ورکی شامل دی خبری اتری وکړی او د حکومت په وړاندی يې خپل ګډ غبرګون د مطبوعاتی کنفرانس په جوړولو او د ګډی اعلاميی په خپرولو سره وښود چی د ديرشو ګوندونو څخه زياتو ګوندونو ورکی ګډون درلود.
د ننګرهار د ګوشتی ولسوالۍ پرحوادثو سربيره پرکنړ او نورستان باندی د پاکستان راکټی بريدونه او د پاکستان تيری د يوی اعلاميی په ترڅ کې وغندل شو او د حزب ملی ترقی وطن سايټونوته وسپارل شو ، البته تراوسه هيڅ مهمه حادثه په هيوادکې نه ده پاتی شوی چې دهغی په وړاندی مناسب غبرګون او خپله سالمه موضوع ګيری يی نه وی ښودلی .
د يادولو وړده ، چې د ملی يووالی د ګوند او دخلکود انقلابی ګوند سره چی له بحران څخه د ژغورنی جبهی غړيتوب يی ترلاسه کړی دی، ليدنو د دی امکان رامنځ ته کړچی په جبهه کې د موجود بحران له امله د جبهی د ورانولو مخه ونيسو او له نورو ګوندونو او سياسی ايتلافونو سره دانتخاباتو د قانون او په کنفرانسونو او ورکشاپونو کې چی د بهرنيو موسسوله خوا جوړيږی د ګډون په اړه دجبهی ګډه موضع ګيری اودافغانستان د مدنی ټولنو او د مدنی ټولنو دعدالت غوښتنی کميټی په عمومی غونډوکی زموږ د کوند دغړوفعال ګډون هغه څه دی چی دهيواد په اړوند و مسالوکی دګوند فعال شته والی بيانوی .
د ګوند د تفاهم او اړيکو د کميسيون خبری اتری د ترقی غوښتونکو او دموکراتوګوندونو د ايتلاف سره او همدارنګه له وطن ګوند او دوطن ملی ګوند سره د يوه واحد ګوند دجوړولو په موخه لاتراوسه روانی دی .
ګوند د فرهنګی او تبليغی چارو په ډګرکی هم فعال دی. د “حزب ملی ترقی وطن ” د فيسبوک پاڼی د کار پيلول ، دګوند د رهبری دغړو په ګډون د پالتاکی غونډو جوړول چی د ګوند اروپايی شورا ورسره مرسته کړی ، د ګوند په نشراتی ارګان پيام ملی کی د ګوند د مرامنامی خپرول ، داجراﺋﻴﻪ شورا ديوه غړی په مرسته داساسنامی اومرامنامی خپرول ،په بيلابيلو انـټرنټی سايټونو کې دګوندی اسناد وخپرول ، دانتخاباتی سيسټمونو او په هغه جمله کی دافغانستان دانتخاباتی سيستم په اړه د سيمينارونو جوړول ، د تلويزيون او راډيو ګانو په ګرديو ميزونو او په نورو مختلفو مواردوکی د ګوند د رهبری شورا د يو شميرغړو ګډون ، زموږ د ګوندی فعالينو له خوا په بهرنيو نشراتو او سايټونوکی دمقالو خپرول ، دګوند داروپايی شورا له خوا د اروپايی هيوادونو له يو شمير سازمانونوسره د روابطو ټينګول اوهغوی ته د ګوند ورپيژندل ، په نړيوالو کنفرانسونو ، سيمينارونو او ورکشاپونوکی چی د بيلابيلو موضوعاتو په اړه جوړشوی دی، د ګوند د ځينوغړو ګډون او په مختلفو مناسبتونو داعلاميو خپرول چی دملی او نړيوالو مهمو مسالو په اړه زموږ د ګوند دريځ څرګندوی؛ ټول هغه څه دی چی زموږ د ګوند اتوريته او باوريی په خلکو او دهيواد په سياسي محافلو کی زيات کړی دی . کولای شو ووايوچی زموږ حزب د اکثروګوندونوپه پرتله له تبليغاتی پلوه فعال دی ، خو دا په دی معنانه ده چی زموږ په کارکی به نيمګړتياوی نه وی . دګوند دغړو له خوا دخلکو تر منځ دشفاهی تبليغاتو نشتوالی ، چی خلکو ته ګوند وروپيژنی او ټولنه دهغه فعال شته والی احساس کړی ، د یوه منظم ګوندی آ موزش د سیسټم نیستی ، دګوند دنشراتی ارګان ، ملی پیام منظم نه خپرېدل هغه نیمګړ تیاوی دی چی د رفع د پاره یې باید مشخص تدابیر ونیول سی .
مالی کمیسیون هم یو لړفعالیتونه کړیدی . د وظایفولایحه او د حق العضویتو د ورکړی طرزالعمل یی ترتیب کړی اویوشمیر ګوندی سازمانو ته استولی دی . د نوی دفتر په تنظیم کی یې لازم کوښښ کړی دی چی د ستاینی وړ دی . خو په مالی چارو کی یو لړجدی او دایمی ستونزی سته . د مالی چارو تصفیه چی له مهمو ګوندی وظیفو څخه ده ، په یوه منظم ګوندی سیسټم نه ده بدله سوې او لږ اهمیت ورکول کیږی حتی هېره سوې ده . د ګوندی سازمانو مسؤلین د حق العضویتو د تصفیې د پوښتنو عادت له لاسه ورکړی دی او د هغه سره یې منفی معافیت پیدا کړی دی . ګوندی غړی د دې پر ځای چی دا نیمګړ تیا رفع کړی ، چنې وهی اوپلمې کوی . ګوندی غړی باید د مالی حالت په باره کی له ځانه دا پوښتنه وکړی چی ایا د دې وضعیت ادامه ملګری قانع کوی ؟ تاسی ملګری باید پوه سی چی اوسنی اکثره لګښتونه د ګوند د هغو غړو له حق العضویتو اواعانو څخه پوره کیږی چی له هیوادڅخه د باندی په ګوندی سازمانو کی تنظیم دی او موږ دهیواد د ننه ګوندی غړی عجب ! بې تفاوته ژوند کوو. په دې باره کی دګوندی غړو او دګوندی سازمانو د مسؤلینو توجه جداً را جلبوم .
ګرانو ملګرو !
دګوند د موجود حالت ګزارش همداؤ چی تاسو ته وړاندی سو. اوس به نود هیواد دجاری وضع په باره کی څومطلبه عرض کړم .
د افغانستان ناورین د دوو مخالفو او متخاصمو خواؤد مخامخ کیدلو منطقي پایله ده . تحول او بدلون ، آزادي او مدني حقوق، پرمختګ او ټولنیز عدالت ته لیوالتیا له یوه پلوه اود تحول اوبدلون ضد لیوالتیا، زورزیاتې ، تور استبداد او خود خواهي له بل پلوه.
هرکله چې حرکتونه او جنبشونه په هیواد کې د بدلون په موخه په لاره واچول شي، په لنډ وخت کې به تاريك فكره ارتجاعي ځواكونه سمدلاسه راڅرګند او له هر لورې به ورته پیسې او وسلې راسر شي ترڅو د ترقي اوپر مختګ مخه ډب کړي.
دغه مخامخ کیدل ، په مرئی او نا مرئی ډول تل شتون درلود خو د یونیمې پیړۍ راهیسې د افغانستان د خپلواکې خوښونکي پاچا امیرشیرعلي خان په واکدارۍ کې ښكاره شول . همدارنګه د همدغه قماش د یوشمیرعناصروڅخه ، داسلامي نړۍ بې ساری نابغه سید جمال الدین افغان د بدلون غوښتونکي آند له امله د هیواد څخه وشړل شو او افغان خیرغوښتونکی پاچا يي د نوموړي د مرستو او همکاریو څخه بې برخې کړ. د افغانستان تاریخ ، په توپ پورې د تړلو، د مخوفو بند يخا نو او پر هیواد د مینو افغان وګړو د حماسو او کړنو تل پاتې بیلګه ده.
زموږ دهیواد سیاسي تاریخ ددې حقیقت شاهد دی چې تل د مستبدو واکدارانو تر څنګ داسې کسان او کړۍ هم وی چې د استبداد د عمر د اوږدولو په موخه یې په ځان پلورلو او خیانت لاس پورې کولو اوهغه کسان یې چې د هیواد د پرمختګ ، د وګړو د ژوند د ښه والي، د استبدادي واکدارحکومت د قدرت د محدودولو ، دحکومت پرکړنود څارنی او په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د خلکود سیاسي فعال ګډون غوښتونکی وه او دا ټکی یې د فرهنګ ، اندونو او سیاسي خرد جز وه او په دې برخه کې یې د خپل ځان او مال د ورکړی څخه ډډه نه کول، د نافرمانۍ، بدعت او بې دینې په تور تکفیر کړي دي.
د افغانستان بهرنيو دښمنانو زموږ په هیواد کې د خپلو ناوړو ګټو او د کورني استبداد و بقا ته د مرستې په موخه د دغو لارو چارو څخه ګټه پورته کړې ده اوزموږ د هیواد په کورنیو چارو کې یې د لاسوهنې اوهمدارنګه د یوشمیر کورنیو پلورل شویو خلکو او ډلو له لارې د رښتینو آزادي غوښتونکو خلکو په وړاندې خنډونه جوړکړي دي. نننی تباه کونکی ناورین د هیواد د ناخلفو زامنو له لارې د بهرنیو د پرله پسې لاسوهنو، نامشروع غوښتنو اوګټو، له کورني استبداد څخه د ملاتړ، د ملي یوالي د له منځه تللو او د دي مودي په لړ کې داصلاحي ریفورمونو او بدلونونو د مخنیوي ښکارندویي کوي. ترټولو خو وحشتناكه داده چې موږافغانانو تراوسه له دي دردونكي تراژیدی څخه هیڅ زده نه کړل.
بهرنیو قدرتونو زموږ په ټولنه کې د وروسته پاتې قومي او قبیلوي اړیکو څخه په ګټې اخیستنې سره وکولای شول زموږ په هیواد کې ملي نفاق او ملي بې ثباتي ته لمن ووهي او زموږ په هیواد کې د خپل سیاسي شتون لپاره موکه برابره کړي. دهیواد وروستيو سیاسي پیښوپه اثبات رسولې ده چي جګړه، بې ثباتي، ناامني او بې عدالتي یو څرګند خارجي لامل لري. د مداخله کونکو هیوادونو او په ځانکړې توګه د پاکستان او ایران لخوا زموږ په کورنیو چارو کې بې شرمانه لاسوهنې داسې کچې ته رسید لې چې حتې د دغو هیوادونو مشران د خپلو پټو او افغاني ضد پلانونو او لاسوهنو د پټولو اړتیا هم نه ویني او برعکس هغه خپل طبیعي حق بولي.
د دغوهیوادونو په څرګنده لاسوهنې او د امریکې سره زموږ دهیواد د امنیتي تړون په اړه د دوې د مشرانو څرګندونې او ویناوې زموږ د تاریخي هیواد په کورنیو چارو کې د بربنډې لاسوهنې ښکاروندویي کوي. پاکستان په افغانستان کی ستراتیژیک عمق اویو داسی دولت غواړی چی د دوی په خوله وی . څو په نتیجه کی د دوی دلاس آله وی .
– د افغان وسله والو ځواکونو سمبالښت باید د دوی په مشوره ترسره شي.
– د وسله والو ځواکونو په وزارت خانو کې باید مسوولین د پاکستاني ترهګرپالو مشرانو سره په سلا او مشوره تعین او وګمارل شي.
– د افغان پوځ پوځي زده کړیالان دې یواځې په پاکستان کې د آی اس آی ترنظر لاندې زده کړې وکړي.
– د افغانستان د کانونو په داوطلبۍ کې دې پاکستان لومړنی حق ولري.
– د افغان دولت د بهرني سیاست په برخه کې باید د پاکستان د ناپاکه هیلوسره سم، د هندوستان سره اړیکې محدودی او دهند شته قونسلګرۍ دې په افغانستان کې وتړل شي او یادې تر څارلاندې ونیول شي
– د طالبانو سره د سولې په پروسه کې باید پاکستان ته کلیدي رول ورکړل شي.
– دافغانستان پر هغو سیندونو چې اوبه يې پاکستان ته بهیږي د بندونو له جوړولو ډډه وشي.
ایران دافغانستان د ملي حاکمیت ،ارضي تمامیت ، ملي ګټو او ملي سولې پر وړاندې د پراختیاغوښتونكو ورته سیاستونو موقف لري.
د اوږدو کلو راهيسي افغاني سیاسي او ډیپلوماټیکي هڅي پر اټومي پاکستان او پر اټومي کیدو نکي ایران هیڅ ډول اغیزه نه لري. د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان او ایران پټې او څرګندې لاس وهنې دوام لري. د ترهګرواو سړي تښتونکو د روزنې برسیره دهیواد په ختیځو سرحدي سیمو کې یې ورځ تربلې زیاتېدونکی لاسوهنی او تیرې کونکی مخکې تګ او دافغانستان په خاوره کې د پوستو جوړول او د کونړ ولایت پریو شمیر کلیو د توغندیو توغول د تیري کونکي سیاست ښکاروندویي کوي .
د ایران دولت د افغان دولت ، مدني ټولنو او د بشري حقونو د ملاتړو ډلو، د پرله پسې غوښتنو سره سره، بياهم افغانان په رنګارنګ پلمو ډله ډله وژنی . دایران او پاکستان دولتونه زموږ د کورنیو مزدورانو په مرسته نه پریږدي چې افغانان د انسانیت او بشریت عادي ژوند ته راوګرځي.
د افغانستان اود شاوخوا وضعیت زموږ څخه غواړي چې د احساسا تو او روشنفکرانه بلند پروازیو پرته په هوښیارۍ او بیدارۍ سره د روان ناورین څخه د وتلو لارې چارې ولټوو. شته وضعیت موږ ته رازده کوي چی که په رښتیا په خپل هیواد کې د بهرنیو سیستماتیکو لاسوهنو اود مزدورو، معامله ګرو ډلو او فاسدی واکدارۍ د بندیدو غوښتونکي یو، باید په سرتاسري یووالي او یو موټې کیدو سره د بهرنیو لاسوهنو بستر اوزمینې چی د منځنیوپېړیو وروسته پاته والی ، قبیلوي شوړیدلې فرهنګ او مناسبات، ملي نفاق او د ټولنیزې بې عدالتې د پایښت په ګټه انحرافی او عقبګرا افکار دی ، پر ضد یې لستوڼي را بډ وهواو د ټولو افغانانو په ګډون د ملي جوړښت لپاره مبارزه او فعالیت پیل کړو.
د یا دونۍ وړده چې د افغا نستان ناورین کورني او بهرني ا بعا د لري. زموږ هیواد د ختیځ او لویدیځ په سړه جګړه کې دانساني ضد ګټو او قربانيو مرکز وګرځیدی او د دغې جګړې ناوړه او پاتې شونې وضعیت اوس هم د هیواد په وینو ککړه لمن او دافغان ملت ټپي وجود لانه دې خوشې کړی.
نو د هیواد پالو افغانانو د نده ده چې د قید او شرط پرته د اتحاد او همبستګي د ټینګښت ترڅنګ د یوه عمومي جنبش په لاره اچولو سره د روانۍ پیل شوی پروسې د پیاوړتیا او پراختیا، دهیواد څخه د نړۍ والې ټولنې د ملاتړ د اغيزمن والی او دوام، د یوې انساني اخلاقي د ندې په شان سولې ته د رسیدلو، دغیر قانوني سازمانونو او وسله والو مافیايي ډلود له منځه وړلو، د خلکو په رښتینې ارادې سره د ملي حاکمیت د ټینګښت، د بیارغونې او زیربنايي اقتصادي ودې او د افغانستان د زوریدلو خلکو د سعادت او پرمختګ لپاره د ځانګړو تدابیرو په نیولو سره د ځنډ پرته لاس په کار شي.
د یوې لسیزې څخه د ډیر وخت راهیسې نړیواله ټولنه د ترهګرو ډلو او جګړه غوښتونکو طالبانو او القاعدې سره په مبارزه بوخته ده. دغه مبارزه د امریکې او ناټو د دوه مخي سیاست له امله د پام وړ بریا ته نه ده رسیدلې. ځکه هغوې د پاکستان له رول څخه چې د ترهګرۍ او بنیاد ګرايی حامي اوتشویق کونکي هیواد دی، سترګې پټوي. د دې پرځای چې پاکستان تنبیه اومجازات کړي ، اقتصادي اوسیاسي بندیزونه پر ولګوي، غواړي په ساده توګه یېد ترهګرۍ سره مبارزې ته را وبولی . دغه هڅې د وخت د ضایع کولو پرته بله ګټه نه لري. دابه زموږ خوشبيني وي چي هیله وکړو، څو پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ او مشرۍ څخه لاس په سرشي.
نړیوال هیروي چې پاکستان خپله بقا او شتون په تندلارۍ او ترهګرۍ پورې تړلې بولي. نړیواله ټولنه ځان تلقینوی چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ترهګرۍ او بنیاد ګرايي د کمپلکس ( پاکستان) سره نه بلکه د القاعدې او طالبانو سره مخامخ دی. په داسې حال کې چې د پاکستان لپاره، القاعده او طالبان د یوې وسیلي پرته نورڅه نه دي. په دې ډول د افغانستان ناورین په بهرني بعد کې دوام لري.
دافغانستان وسله وال پوځ چې د نړیوالې ټولنې ترقيموميت لاندي دي او د سمبالښت او د محاربوي مهارتونو د لوړاوي مسوولیت یې په غاړه اخیستې باید تر ټولو لومړی يي سیاسي تړاو ته پاملرنه وکړي. وسله وال پوځ ته باید د تنظیمونو او سیاسي ګوندونو، لار موندنه په بشپړ ډول د هیواد د قوانینو پربنسټ بنده شي.
متحد او یو موټې وسله وال پوځ، باید د قومي، سیمه ایزو، مذهبي او ژبنیو مخالفتونو د ننګونو څخه پاک اوسي. د افغانستان وسله وال پوځ باید زموږ د تاريخي ګران هیواد افغانستان د ځمكني بشپړتيا د دفاع په موخه یو پیاوړی سپر اوسي او د ملي حاکمیت، ملي مصالحواو ګټو اوزموږ د ډ ير قومی ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو ساتونکی وي.
زموږ د هیواد وسله وال پوځ با ید د سولي د بر قراری، د ډ یموکراسې د ټینګښت او ټولنیز عدالت د تامین په هکله د خلکو د پرحقه نيكو هیلو په واقعيت سره د بدلولو سره په ریښتنې توګه مرسته وکړي.
د مسوولې دولتي دستګاه برسیره، ملت او وګړي هم د روان ناورین د پای ته رسیدو په موخه د یوه داخلي عامل په توګه کلیدي رول لري. خو په خواشینې سره چې د اساسي قانون د څلورمې مادې پرخلاف د افغان ولس دحقه امیدونو او هیلوخلاف حکومت ددي مسالي سره د تنظیمي اړیکو او نامشروع مصلحتونو پر بنسټ چلند کړی دی.
هغو كسانو چې له ډیرې مودې په خلکو ظلم او تیرې کړی او پيژندل شوي عاملین دي ، په څرګنده وینه تویونکي او د بشري ضد حقونو ترسره کونکي دي، په دولتي دستګاه کې د معاملو له لارې ځای پرځای شوي او ملي حاکمیت چې د خلکو حق دی، له هغه څخه د یوه شخصي ملکیت په توګه ګټه اخلي او معاملي پرې كوي.
مفسده او نااهله اداره د نړۍ والې ټولنې د میلیاردونو ډالرو د حیف و میل برسیره، دافغانستان دخلکو شخصي او عامه ملکیتونه چور او چپاول. فساد او بډې د دولت اصلي نښه جوړوي، او له همدې امله یي په نړۍ کې بد نوم او لویه رسوايي ترلاسه کړی ده. خو په حقیقت کې دولت په خپله د تجرید او سیاسي انزوا لپاره لاره هواره کړی او دخلکو د ملاتړ او پشتیبانۍ څخه يي ځان بې برخې کړي دي.
که موږد نننۍ فاسدې ادارې پرځای چې یومافیايي بانډ ته ورته ده، یوه مسؤله، كارنده او واك لرونكي اداره درلودلاې اود یو ملي حکومت په څېرچې د خلکو د رښتینې ارادې ښکاروندی وی ، د ولسونو دردونو ته ملهم شوی وای او دخلکوپه خوښه او د هغو د آ رزوګانو د سر ته رسولود پاره یې کاركولاي، نو افغان ولس به په خپل پراخ ګډون سره، روان ناورین د نړیوالې ټولنې په مرسته حل کړی او له بیګانه طالبانو سره روانه جګړه به د افغانستان په ګټه پای ته رسيد لې وای او د څو وروستیو کلونو لاسته راوړنې به څوځلې زیاتی او آ سیب نا پذیره وای. نو دا د افغانستان د کورنی تراژیک روان ناورین داخلي بعد دي .
که د واقعیتونو په حقیقت پوه شو، د ستونزو د حل په موخه یو ګام نیژدې كيږو. کله چې مجرم د جرم مرتکب شي، قانون د هغه لاس ولچک کوي او د قانون د حکمونو سره سم مجرم محکوموي.
د یوه وسله وال تیري کونکي د برید په وړاندې په تش لاس نه شوکولای له ځانه دفاع وکړو. د تیري کونکي جګړي ځواب دفاعي جګړه ده. د سولې لپاره جګړه، دخلکو دامنیت د ټینګښت اودهیواد څخه د دفاع عادلانه جکړه، یوه برحقه او روا جګړه ده. په هرډول چه وي جګړه، جګړه ده.
د جګړې د مخنیوي لپاره باید له هرې لارې چارې ګټه واخیستل شي. خو دهیواد ارضي تمامیت، ملي حاکمیت، ملی ګټې، سوله ، ډیموکراسي او ټولنیز عدالت هغه ارزښتونه دي چې د دفاع او ساتنې په لاره کې یې قربانۍ ته اړتیا وی.
موږ د سولې په لاره کې د طالبانو سره د افغان دولت او ملګرو هیوادونو د هر اړخیزوهڅو ملاتړ کوو، خو دهغې سولې لپاره چې یو ګام وړاندې ولاړ شو نه چې یو ګام شاته ولاړ شو. زموږ په اند د تیرو لسو کلو لاسته راوړنې په هیڅ ډول د معاملي وړ نه دي، له دې پرته به د روان بهیر په دریدو سره د تیرو لسو کلو لاسته راوړنې په سیند لاهو شي او د یوه نوي ناورین لپاره به بله موکه وي.
د هیواد اساسي قا نون د ټولو ډیموکراټیکو ارزښتونو سره : د مطبوعاتو ازادي، په ټول هیواد کې پارلماني او ریاستي ټاکنې، د ښځو د حقوقو تضمینول، د ډیموکراسۍ ټینګښت او پراختیا، د پوهنې او اقتصادي پرمختګونه هغه ارزښتونه دي چې هغو ته درناوي باید د سولې د خبرو اترو لپاره اساس وګرځي .
په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د شته والی په اړه باید ووایو چی “حزب ملی ترقی و طن ” چی د خلګو له منځه را ولاړشویدی اود هغو یوه برخه ده ، د ټولو ولسونو او هیوادونو سره د نیکواو دوستانه اړیکو غوښتونکی دی . له دې امله چی زموږ په هیواد کی د پاکستان اوایران پراخی لاس وهنی او څرګند تیری دوام لری او په پاکستان کی د تروریزم مصؤنی ځالی اوله هغوی سره د پاکستان اودسیمی د نورو هیوادو مالی ، پوځی اواطلاعاتی مرستی لا تر اوسه د افغانستان ، سیمی او نړۍ د پاره د یوه جدی خطر د منبع په توګه ګڼل کیږی ، افغانستان د نړیوالی ټولنی د مالی ، پوځی اوتسلیحاتی مرستو دوام ته اړتیا لری .
“حزب ملی ترقی وطن” دغو خطرونو ته په پاملرنه سره چی افغانستان ترګواښ لاندی راولی ، له نړیوالی ټولنی څخه غواړی چی د افغانستان سره خپلو مرستوته دوام ورکړی . زموږ د هیواد د اقتصادی زیربناؤ په جوړولو کی کمک وکړی ، د سیمی د پوځی حالت سره برابرزموږ د وسله والو پوځونو تجهیزاو سمبالتیا وکړی اوخپلی ژ منی په سیمه کی د تروریزم د ځالو په له منځه وړلو اوپه افغانستان کی د ثبات او امنیت په تامین کی په سر ورسوی . زموږ د خلګو دا اندېښنې له منځه یوسی چی بهرنی ځواکونه د یو شمېر مفسد و ، قانون ماتونکو ، د املاکو دغاصبینواو د عامه شته منیو د لوټونکوڅخه ملا تړکوی . د پاکستان او ایران د مداخلو، لاس وهنو، تېریواو زموږ په خاوره کی د تاسیساتو د جوړولو په وړاندی سکوت غوره کوی . دا اندېښنې د دې سبب شوی دی چی زموږ خلګ په دغسی حالت کی نړیوالی ټولنی ته د شک ا و تردید په ستر ګه وګوری . د یادو شوو مسئلوپه اړه هرډول نه پاملرنه افغانستان یو ځل بیا د تروریزم ،دسیمی د هیوادود سیالۍ په ډګر اودسیمی اونړۍ د پاره د یوه جدی خطر په ځاله اړولای شی .
تردې مهاله د هیواد پارلمان د زورواکو او ټوپک سالارانو په لاس کې دی، چې د عامه او دولتي شته منیو د چور او چپاول، د نشه يي توکو او وسلو د تجارت او د بهرنیو څارګرو ادارو د بې حسابه پیسو له لارې د بې شمیره ثروت خاوندان شول
موږ په دې باوریو چې ډلې او ګوندونه د یو بل سره د مخالفتونو برسیره باید یوبل ته د ملی ګټو، موخو،ظرفیتونو په چوکاټ کې احترام وکړي. د دې لپاره چې په یوه باثباته سیاسي ټولنه کې ژوند وکړي، باید د دولت او ادارې د رهبرۍ لپاره په خپلوكي سره همکاري ولري.
په دې صورت کې د سیاسي ګوندونو له طریقه د خلکو نقش په اداره او د سیاسي قدرت په رهبرۍ کې څرګندیږي او دموکراټیک ارزښتونه په عمل کې په ریښتیني ډول پلې کیدای شي.
زمونږ ګوند باید دغه باور د خلکو په زړونو کې پیداکړي چې د خلکو یوالي او ملي پیوستون کولای شي د جنایت کارو او جګړه مارو د وحشي او خونړیو کړنو مخه ډب کړي. د خلکو اراده کولای شي ناشوني کارونه شوني کړي.
د خلکو قوت دی چې تاریخ جوړوي. د ملي پیوستون او سرتاسرې یوالي په لور مخ په وړاندې !
وخت د ژوند ازموینه د افغانانو پر وړاندې درولې ده. موږ هغه وخت دغه تاریخي ازموینه په بریالیتوب سره سرته رسولی شو چې هوښیاري او سیاسی تعقل مو ،د واک غوښتني، ځان غوښتني، امتیاز غوښتني او حاکمې طبیعي غريزي ځاي ونيسي. دهیواد په وړاندې د مسوولیت احساس اود سیاسي مسایلوحل، په افغان جګړه ځپلو خلکورحم او مهرباني، ځان تیریدنه ، اخلاق او انساني فضایلوسره کولای شو، شوني کړو.
زموږ ګوند د تل په شان یو ځل بیا ټول افغانان ملي وحدت او سرتاسري ملي یوالي ته رابولي او ټینګار کوي چې دغه امر د بل هر وخت په نسبت د منلو وړ ګرځیدلی وی.
ټول د ملي وحدت او سرتاسري ملي پیوستون په لور!