د مبارکۍ پیغام
د اګست ۷مه ۲۰۱۳ م
د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا د نیکمرغه کوچنې اختر د را رسېدو له امله د ګران افغانستان مسلمانو خلکو ، ګوندي مشرتابه ، ګوندي سرسپارلو غړو ، د نړۍ مسلمانانو او د خیر ښیګڼې ټولو نهادونو او د هغو غړو ته چې د دغو بزرګو شپو او ورځو په درناوي اړو هېوادوالو ته راز راز مرستې رسوي ، د زړه له کومې تودې مبارکۍ وړاندي کوي .
زموږ خلک او ګوندیان دا اختر په داسې حالاتو کې پیلوي چې له یوي خوا د افغانانو وینه بهول ادامه لري او له بلي خوا د بربنډي لاسوهنې په توګه ګاونډیانو او یو لړ نورو هېوادونو خپلو تیریو ته په بیلا بیلو برخو کې پایښت ورکړی . هغوي نه غواړي افغانان سوله ولري ، د ښوونې او روزنې څخه برخمن شي او په هر اړخیزه توګه یي بډاینه نصیب شي .
موږ باور لرو چې دا تیاره به پاي ومومې او دوښمن به تورمخی پاتې شي . له دې کبله موږ د روان ناورین د ژر تر ژره پایته رسېدو له پاره د هېواد خلکو او خپلو ګوندیانو ته د یو موټې پاتې کیدو او زیات هوښیاریدو وړاندیز کوو .
په پاي کې تاسو ته یو ځلې بیا د اختر مبارکۍ وایو او هېله څرګندؤ چې خداي ( ج ) دې زموږ اخترونه د خوښیو په اخترونو واړوي .
اختر مو مبارک شه
د وطن د ترقۍ ملي ګوند د اروپا شورا