د غمشريکی او ډاډګيرنې پيغام

د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا

د غمشريکی او ډاډګيرنې پيغام

 ۲۱اګست ۲۰۱۳

په ژوره خواشينۍ سره مو د هېواد د نامتو او پياوړی سياسی او ټولنيز شخصيت محترم عبدالرحيم هاتف د مړينې زړه بګنوونکی خبر تر لاسه کړ . انا لله و انا اليه راجعون .

په داسې حال کې چې زمونږ هېواد او اولس د خونړی او تباه کوونکی جګړې په اور کې سوځی، ګاونډيان ورباندې تيل پاشی، ترڅو د يوې مخې ټول پاتې مادی او معنوی ارزښتونه پوپناه کړی . زمونږ د جکړې ځپلی هيواد په برخليک غله ، انسان وژونکی ، د مرګ او وينو استازی واکمن دی، باندينی او ورسره داخلی دښمنان د هيواد د خلکو او قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهی، روښانفکری ډلې ټپلې د بې باوری په بحران لاهو، په روښانفکرانه رنځونو او د ځان غوښتنې په لړزانو تبو اخته دی. د ستر وطن پالونکی ، مدبر او غښتلی سياسی ، ټولنيز او فرهنګی شخصيت محترم هاتف مړينې د افغانانو په ويرژلو زړونو د وير او ماتم نوی څپه خوره کړه . ګران هيواد او ربړيدلی افغان ولس يو مصلح او نوميالی ځوی د لاسه ورکړ، چا سره چې د هېواد د خلاصون حکمت ورسره وو او لکه د زرګونونورو شهيدو آرمانونو په څېر يې د ځان سره خاورو ته يووړ.

د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايی شورا په داسې حال کې چې ددې سترې او جبران نه منونکی ضايعې له امله د محترم هاتف د درنې کورنۍ ټولو غړو او هېوادوالو ته د خپلې خواشينۍ او ډاډګيرنې تاوده مراتب وړاندې کوی، د هېواد د نوميالی بچي تلپاتې روح ته دعاکوی او د پاک خدای له درباره ورته د فردوس جنت غوښتنه کوی .

له موکې څخه په استفادې سره د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا ددې ګوند د مرکزی شورا د سياسی اجنداء دمرکزی مسألې له مخې د تل په څېر يو ځل بيا د هيواد د خلاصون ، دخونړی جګړې د پای ته رسيدو ، د سولې، امن او ټيکاؤ د ټينګښت ، قانون د واکمنۍ، د لوړو ملی مصالحو څخه د دفاع  او ټولنيز عدالت د تأمين له پاره په ټولوسياسی ګوندونو، سازمانونو، کړيو، سياسی او ټولنيزو مؤثرو شخصيتونو دملی يووالی اوپيوستون او پراخ عملی اتحاد له پاره غږ کوی .

د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا

Comments are closed.