د جبل السراج ايتلاف د بيا را ژوندی کيدو هڅه

انتخاباتی ایتلاف که دجبل سراج ایتلاف بیا راﮋوندی کیدل :”لیکونکی: نصیراحمد “څپاند

31 augustus 2013 om 11:03

 انتخاباتی ایتلاف که دجبل سراج ایتلاف بیا راﮋوندی کیدل

 

 

زمونږ دګران هیواد افغانستان جغرافیی موقعیت او په سیمه کی یی ستراتیژیکی اوجیوپولیتیک ارزښت او دسرشاروطعبی منابعو په درلودلوسره همیشه دسیموهیوادونو او په سرکی د ستروقدرتونواوامپراطوریو تربرید سیاسی مداخلواوتیریو لاندی راغلی دی او هرځل یرغلګرو تاریخی ماتی خوړلی اوخپلو شومو اهدافو کی شرمیدلی اوناکامه شوی دی. مګر څپلو نا پاکواهدافوته درسیدلو په خاطریی همیشه خپلو مداخلاتوته ادامه ورکړی او خپل تالی څټیی يی فعال ساتلی دی. هماغه دانگریز پخوانی فارموله یی په کار اچولی ده یعنی تفرقه واچوه او حکومت کوه.چی دهمدغو مداخلو به نتیجه کی زمونږ هیواد ویجاړ اوتباهی سره مخ شو او مونږ دخپلی خاوری لويې برخی له لاسه ور کړی. دتاریخ په اوږدوکی د دغوتوطیوپه نتیجه کی زمونږ ملی یوالی او وحدت ته  ډیری نه جیبران کیدونکی صدمی رسیدلی دی. دشاهی نظام- جمهوری نظام- دیموکراتیک نظام‘ جهادی اوطالبی نظامونو په سقوط کی یی ډیر رول درلود. دجبل سراج ملی ضد او د پردو او ګاونډیانوله خوا جوړ ې شوی توطيې هیواد  د تباهی ،قومی ، مذهبی ، ژپنيو او سمتی تعصباتو په لور بوت،

دهیوادملی اوتاریخی اردو يې متلاشی او ټول زیربنایی تاسیسات  يې ويجاړ او په هيواد کې يې د کورنۍ جګړې اور ته لمن ووهله ، د ملی روغی جوړی  ملی او وطنپالونکی اجنداء او دملګرو ملتونو دسولی پروګرام يې په ناځوانۍ سره د پردو په ګټه ناکام کړل . په غيرتی او باعزته افغانانو باندی دظلمونو انتها وشوه ، حتی دغوږونو پزو،پرسرونو د میخونو وهل،دانتخاب مرګ او رقص مرده  فلمونو جوړول   کوڅه په کوڅه د مختلفو شوکمارو ډلوحکومتونه او پاچاهی، پر مظلومو ښاریانو دراکیتونو بارانونه د ډیری افغانی خویندواومیندو  بی پتي او بې عزتی وشوه   چی  شه مثال یی  د مظلومی او معصومی شهيدې ناهید نمونه ده  چې د شيطانی هوسونو او د انسان په څيره کی د وحشيانو د تجاوز او تيری نه د خلاصون له پاره يې څان قربانی کړ . د جبل السراج ا يتلاف دې ته ورتو نامرديو په هیواد  کې د معزونو فرار سیاسی خلا او انارشیزم ته زمينه برابره کړه . دطالبانو درﮋیم دسقوط څخه وروسته دبن کنفرانس چی دخارجیانو اوګاونډیانولخوا دغیر متجانسو څیرو سره رامینځ ته شو دغو توطیو او مداخیو ته لا موقع او زمینه برابره کړه او هیواد کی یی قومی ، مذهبی ، سمتی،‌ژبنی اختلافاتو ته لمنه ووهله او دبی اتفاقی اور یی بیا راتازه کړو. ګاونډیانو په تول قوت سره خپلو مداخلوته دخپلو تالی څټو به  ذریعه  ادامه ورکړه .د ښاغلی حامد کرزی په حکومت کی دغه توطیی او مداخلی بلکل اوج ته ورسیدلی حتی بربنډی شوی. دخارجی اوګاونډیو هیوادونو جاسوسانو او تالی څټو دهیوادحساسو ادارو ته لکه ملی امنیت،دکورنیو چارواو ملی دفاغ وزارتونو،اطلاعات او کلتور، پارلمان ،مشرانو جرګې اوحتی دجمهوری رياست اپارات ته لاری  پیدا کړی. دهیواد یو تعداد مشهورو تلویزیونونو ته یی به ظاهره دیموکراسی د ودی او پراختیا په نوم ډیر مالی لګښتونه اختصاص کړل مګر په باطن کی يې د خپلو کلتوری اوژبنیو  موخو لپاره به کارواچولی چی محصول یی  زمونږ د خوږې دري ژبې په عوض د ایرانی اصطلاحاتو پکارول دخصوصی تلویزنونوبرخه وګرځیدله . دترجمی اودوبلی چاری هغو کسانوته سبارل کیږی چی ایرانی لهجی یادی ولری او په ډیر لوړ معاش به کار ګمارل کیږی. دتیرو انتخاباتو کمیسیون هم د ګاونډيانو او مداخلګرو تر مستقیمی اغیزی لاند ی راغلو او داسی کړنی  يې وکړی چی تاریخ به یی یادې ساتی  . د هيواد د لوی اکثريت پښتون قوم سيمې يې په لوی لاس بې ثباته کړي او په دې وسيله غواړي چې د دموکراسی حقانيت او مشرعيت تر پوښتنو لاندې راولي . غواړي داسې وښيي چې جهادی انارشيسم د ژوند او بقاء قابليت لری . همدا علت دی چې هروالی صاحب پر خپل سر خارج ته سفرونه  کوي او په هیواد کی د میشتو سفارتونو له لارې روا او ناروا  اړیکی اوتماسونه ټينګوی اوزمونږ د خارجه  چارو وزارت او د ملی امنيت رياست يې ننداره کوی او په چپه خوله کاڼوغوږونوو اوړندو سترګو ورته ګوری.

اوس چی ګران هیواد یوځل بیا د انتخاباتو په درشل کی دی  دتیرپه شان بیا سیاسی احزاب اتیلافونه او سیاسی جبهی ، سیاسی یوالی ته ځی، تش به نوم ملی ایتلاف دعبدالله عبدالله په مشری ملی جبهه داحمد ضیا به مشری، حزب وحدت دمحقق په مشری، جعمیت اسلامی د صلاح الدین ربانی په مشری. ملی جنبش دعبدالرشید دوستم په مشری، روند سبز دامرالله صالح په مشری او حزبنوین د ښاغلی یونس قانونی به مشری ، تر ټولو جالبه حزب متحد ملی د ښاغلی نورالحق علومی په مشری په حقيقت کې هماغه د جبل السراج بدنام اتحاد ، یو سلسله حرکتونه او خوځښتونه شروع کړی چی یو سری یه جرمنی کی دافغانستان به فیدرالی کیدو اوسیستم ته دتغیر به شعارسره راڅرګندشواو دهمدی سلسلی نور ملاقاتونه به دوبی او نورو خارجی هیوادونوکی دپاکستان داستخباراتو سره تنظیم شول. او دیاد ایتلاف غړو څوځلی  په جرمنی کی دخارجیانو سره مشترکی غونډی جوړی کړی. د پاکستان د صدراعظم به سیاسی او امنیتی چاروکی د مشاورو اوصلاح کار وزیرسرتاج عزیز دافغانستان دفیدرالی کیدلو  پلان اواجندا چی لمړی مطبوعاتو کی نشر شوه اوبیا یی دکابل سفر کی څان سره راوړه او دملی ایتلاف دمشرانو عبدالله عبدالله اومحقق سره  يې شریکه کړه دهمدی ایتلاف  د هڅو یوه برخه اولړی تشکیلوی. داسی شواهد هم ترلاسه شوی چی دیاد ایتلاف دمشرانو سره دګاونډیو هیوادونو استخبارات داسی نتیجی ته رسیدلیدی چی تاسی دیورند کرښه به رسمیت راسره ومنی موږبه افغانستان کی سیاسی واک تاسی ته درکړو. دا چی انتخاباتو ته وخت رالنډ یږی نوی ایتلافونه او جبهه هم راسره اعلان دموجودیت کوی جبهه اعتماد ملی ، اجماع ملی. اجندا ملی ،میثاق ملی، جبهه نجات ازبحران ،ملی مخور، ملی تحریک ، ملی غورځنگ اوداسی نورډیر سیاسی حرکتونه ګړندی شوی ډیر سیاسی او مستقل شخصیتونه لکه علی احمد جلالی، زلمی خلیل زاد ،حنیف اتمر ، اشرف غنی احمدزی اودی ته ورته نور شخصیتونو  غوښتل چی یو واقعی ملی ایتلاف رامینځ ته کړی ترڅو شفاف انتخابات تر سره شی او یو واحد اوټولواقشارو او خلکوته منونکی کاندید راوړاندی کړی.دهمدی هدف لپاره د تیری اونی به جریان کی د عبدالرشید دوستم او محقق به کورکی دجلسواوملاقانو اوتودواوتوندو بحثونو اوهمدارنګه د زلمی خلیل زاد او امرالله صالح تر  مینځ لفظی شخړو وروسته  کومی نتیجه ته ونرسیدل عبدالله عبدالله،یونس فانونی،محقق. امرالله صالح،قوماندان عطامحمد نور، احمد ضیامسعود او صلاح الدین ربانی او یوتعداد نور سیاسی جریانونو دانتخاباتی ایتلاف په نوم اعلان دموجودیت وکړواو دجبل سراج ایتلاف یادونه او ترخی خاطری بیا را تازه کړی چی خلک او ولسونه یی په تشویش کی کړل چی خدای مکړه هغه پخوانی تراﮋيدی او غمیزی بیا تکرار نشی. د اتحادونو او ايتلافونو جوړول د هر چا حق دی  مګر په هغه صورت کی  چی دی حرکت ملی اهداف درلودلی نه دهیواد دتجزیه اوقومی تفرقو. دبلی خوا  داحرکت پخواهم ازمایل شوی دی او وایی چی ازموده را ازمودن خطا است .دا ایتلاف د راتلونکی لپاره  کومه جامع ملی او معقوله طرحه او پلان نلری صرف  دګاونډیوطرحی اوپلانونه عملی کوی او خپلو شخصی منافعو دساتلو په فکر کی دی دوطن ، خلکو اوملی ګټو او ولس ته دخدمت احساس په دوی کی نه لیدل کیږی . په هرصورت ددی ایتلاف اعلان کیدولو سره  کبوتر به کبوتر او باز به باز ته لاړل تور اوسپین سره جلا شول دغه ایتلاف به دی شه  پوهیږی چی نه ورسره اولس شته اونه  انتخابات ګټلی شی صرف د راتلونکی حکومت کی د برخه تر لاسه کولو  او خپلو منافعو څخه د ساتنی لپاره دفشاره وسیله ګرځیدلی شی. مګر دا هم کیدلی شی دتیرو انتخاباتو ته په کتنی سره دا ایتلاف ډیرزرمات هم شی. به اخیرکی  زمونږ خواست مستقلو احزابوسیاسی اوملی شخصیتونو څخه دادی چی د دی فرصت ځخه په ګټه اخیستلو سره ټول ملی او مطرحه ګوندونه ،سیاسی جریانونه ،مدنی ټولنی ،مستقل سیاسی او ملی شخصیتونه سره راټول کړی اویو قوی سیاسی قوت او ایتلاف رامینځ ته کړی او یو واحد کاندید انتخاباتو ته راوړاندی کړی او ولسونه سره راټول او واقعی ملی پخولاینی او روغی جوړی ، خلکو ، وطن او ملی ګتو ته ژمن حکومت رامینځ ته کړی تر څو هیوادکی موجود فساد ختم او یو قوی اداری سیستم رامینځ ته کړی تر څو  هیوادوالو ته مصدر دخدمت وګرځی او دغه غمیزه ته دپای ټکی کیږدی

 

“لیکونکی: نصیراحمد “څپاند

 

 

 

Comments are closed.