ژوندۍ هیلي

ژوندۍ هیلي
 بیا میني پسخږي سترګو سترګو کی بلل کوي
 بیا دچا په زړونو کی دمینو تخنول کوي
بیا پیالی دمیو ویشل کیږي خوماریانو ته
بیا دلیونیانو مینانو ازمویل کوي
بیا يي دوطن دمور په نوم نغمی تودی کړلی
بیا دلته وختونه د ذوقونو سمول کوي
ګوره اوس ولسه دزاهد ریا ښکاره شوله
بیا وطنپالونکي یوځای کیږي ویښول کوي
بیا دنیمو شپو دترږمۍ ښاپیري پاڅیدل
بیا په تورتمونو کی دلیارو لټول کوي
بیا ملاتړي راغلل دبزګرو خواریکښوخپل
بیا دساړه ژمي کنګلونه ماتول کوي
بیا که مینان خپلو کی یوشي دخوږی میني
بیا به آرمانونه تر منزله رسول کوي
بیا به لمر راګرم شي او واربه دخوارانو شي
بیا به خدمتګارخیال غزونی په غزل کوي
 دغه شعر دملي ګوند دلومړۍ کنګری په ویاړ لیکل شوی اوځینو بریښنا پاڼوخپورکړی ؤ دادی یوځل بیا ددغه ویاړلي ګوندددریمی
 کنګری په ویاړ خپریږي .هیله ده ملګری غفوری صیب يي په کنګره ولولي اودمساپروملګرو له خوا دکنګری بری وغواړي خدمتګار

Comments are closed.