خبرتيا
د افغانستان د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا د روان ۲۰۱۳ کال د دسمبر د مياشتې په اتمه د اروپا په وخت د ماښام په اتو بجو د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان سيمې او نړی سياسی او امنيتی حالات په هر اړخيزه توګه وڅيړل ، د ډير غور او دقت وروسته يې د افغانستان د مظلوم او جګړې ځپلی ولس په وړاندې د موجودو چلنجونو په نظر کې نيولو سره له افغان واکمنو وغوښتل، ترڅو ژر تر ژره ، بېلې بهانو او شخصی امتياز غوښتنو د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ امنيتی موافقه ليک د افغان ولس د لويې جرګې د پرېکړو سره سم ولسی جرګې ته د قانونی پړاؤنو د تيرولو لپاره وروليږی .
د افغانستان د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا د نظر په يووالی سره په دې هکله يوه اعلاميه تصويب کړه او په زغرده سره يې د نورو داخلی او خارجی عواملو تر څنګ افغان حکومت په دې پړ وباله چې په هيواد کې يې د اداری فساد کچه تر وروستی بريده رسولی د هيواد شتمنی يې تالان کړی ، دخلکو غوښتنو او اړتياؤ ته يې شا اړولی ، ټولنيزه بی عدالتی يې اوج ته رسولی، په دې ډول يې افغان ولس تر ستونی راوستی ، دخلکو کرکه او نفرت يې د واکمنی پر ضد هڅولی او طالبانو ته يې ددې موکه په لاس ورکړی ده چې د خلکو د ناراضه برخو له نارضايتی او پراخو محروميتونو څخه سوءاستفاده وکړی او د دښمنو ګاونډيانو په ګټه په هيواد کې د جنګ او نا امنی لمن پراخه وساتی .
همدارنګه په هيواد کې د راتلونکو ټولټاکنو په اړه پراخ بحث وشو او ګوندی سازمانونه وهڅول شول چې د خپلو امکاناتو او اړيکو څخه د خلکو د بيداری او په ټولټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره ګټه پورته کړی .
د وطن د ترقی ملی ګوند د خپلې کنګرې د دايريدو په درشل کې دی . د ګوند اروپايي شورا د ګوندي کنګرې څخه د ملاتړ په ترڅ کې د خپل ګوند دموکراتيک مسير وستايه او هغه يې په هيواد کې د يوې آزادې حقوقی او مدنی ټولنې د ايجاد او تنظيم له پاره الهام بښونکی زيری وباله . د وطن د ترقی ملی ګوند د يوه سياسی سازمان په څير د هيواد د سياسی ګوندونو په تاريخ کې د دموکراسی د اصولو د پيروی ريکارډ ټينګ کړ .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا د دې ګوند په مشرتابه هيأت له دې امله وياړی چې په هيواد کې يې د پراخو ناخوالو سره سره په ګوندی پريکړو کې د ګوند د ټولو سازمانونو او غړو عملی مشارکت په پرلپسې توګه تأمين کړی دی .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا ددې ګوند د را روانې کنګری ستر او تاريخی کار ته د برياؤ د غوښتنو تر څنګ د ګوندی کنګرې د پريکړو څخه مخ د واره خپل ملاتړ اعلام کړ او ګوندی مشرتابه هيأت ته يې د خپل وس په چوکاټ کې د هر ډول مرستو او ملاتړ ژمنه وکړه .
همدارنګه د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا د معمول سره سم ددې شورا د رئيس محترم جنرال کبير کټوازی څخه د هغه د صادقانه او وطنپرستانه هلو ځلو له امله د زړه له کومی مننه وکړه او محترم اسماعيل غرنی يې د يوې دورې له پاره د دې شورا د رئيس په توګه غوره کړ . د اروپايي شورا غړو محترم غرنی ته د نوو او مهمو دندو د موفقانه اجراء په برخه کې د برياليتوبونو غوښتنه وکړه او د خپلو هر اړخيزه مرستو په ژمنو سره يې د شورا غونډه د ملګرتوب ، صميميت او ګوندی ورورولی په فضاء کې پای ته ورسوله .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا