د مبارکۍ پيغام

د مبارکۍ پيغام

 

 د طن د ترقۍ ملي ګوند بهر مېشي ګوندي سازمانونه ( اروپايي شورا ) د ګران هيواد په خورا پېچلو او له ننګونو ډکو حالاتو کې د خپل وياړلي ګوند د پرتمينې کنګرې د جوړېدو په مناسبت د خپل ګوند مشر، مرستيالانو، د اجرائيه شورا او د مرکزي شورا غړو، ګوندي ملګرو او مینه والو او د ګران هيواد پتمن ولس ته دزړه له کومي مبارکۍ وايي. اروپايي شورا په بشپړ باور ډاډ منه ده ، چې د کنګرې د پرېکړو او مصوبو فوکس به د ګران هيواد د روانو حالاتو په کره څیړلو او په ځانګړې توګه د هيواد نيو ستونزو په له منځه وړلو متمرکز وي.  ګوند به بیشکه د خپلوسپېڅلو موخو په هنداره کې د اوسنیو پیچلو حالاتو د قابو کولو او د روان ناورین د له منځه وړلو په هڅو کې خپل رغنده رول او اغيز ولري. له دي کبله موږ هم د دې ګوند د رسالت لرونکو غړو په توګه په پوره چمتو والي د کنګرې د تر لاسه شوو پرېکړو او مصوبو څخه خپله ننګه او هر اړخیزه ملاټر اعلانوو.                                                                            

په درنښت

د وطن د ترقۍ ملي ګوند اروپايي شورا

 

Comments are closed.