د وطن د ترقۍ ملي ګوند د کنګرې مصوبه
د ۱۳۹۲ کال د قوس ۲۸ نېټه
د وطن دترقۍ ملي ګوند کنګره په د اسی شرايطو کې جوړيږي، چې زموږ هېواد د هرې ورځې په تېريدو سره د ۱۳۹۳ کال د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته نېږ…دې کيږي او په تېرو ټاکنو کې بې ساري درغلۍ ددې سبب شوې چې زموږ خلک پرټاکنو باندې خپل باور دلاسه ورکړي. هغوي ويره لري دغه پروسه تکرار نه شي او د هېواد پر برخليک باندې تپل شوي مافيايي ډلې د ګاونډيو هېوادو سره په تړاو کې يو ځل بيا په ټاکنو کې د درغلۍ له لارې زموږ د خلکو او هېواد په برخليک باندې تحميل نه شي.
د موجودي سياسي لوبې د ګاونډيو هېوادونو سره په تړاو کې له يوې خوا، او د هرې ورځې په تېريدو سره د امنيتی، سياسي او اقتصادي بحران پراخوالی له بلې خوا، زموږ خلک او هېواد له ستر ستونزمن حالت سره مخامخ کړی دی.
په داسي شرايطو کې د کنګرې جوړول اسان کار نه و. د ولايتي کنفرانسونو له خوا ټاکل شوي استازو د ټولو کړاوونو او ستونزو په منلو سره وکولای شول چې په کنګره کې ګډون وکړي. او د ګوند د مرکزي شورا، د تفتيش او څارنې د مرکزي کمسيون ګزارشونه و اوري. په دې کې شک نه شته چې ګوند په نېږدې يو کال کې زياتې لاسته راوړنې لرلي، خو په عين وخت کې د ګوند د مرکزي شورا او د ولايتی شوراګانو په کار کې جدي ستونزې هم موجود ي دې. د کنګرې ګډون کوونکي هغوی ته په پام سره لاندې پريکړې کوي:
۱- کنګرې د ګوند د ۱۳۹۱ کال د ميزان د ۱۴ نېټې کنفرانس په تصويب شوی اساسنامه او مرامنامه كي نوی تعديلات (بدلونونه) تصويب او دموادو د پلي کولو د غوښتني په لاره کې مبارزه، د ګوند د ټولو غړو او شوراګانو جدی او حتمی دنده بولي.
۲- کنګرې د مرکزي شورا ( ۱۷۰ ) تنه او د کنترول او څارنې د مرکزي کمسيون ( ۹) تنه غړي وټاکل.
کنګره ټولې شوراګانې او د ګوند غړي مؤظف کوي تر څو د هغې پريکړې په جدي توګه رعايت او پلي کړي. او په عين وخت د ګوند اجرائيه شورا ته دنده سپاري څو له مرکزی شورا څخه يو کس د ياد شوی کميسيون د مشر په توګه وټاکي.
۳- کنګره د ګوند مرکزي شورا مؤظفوي څو له ګوندونو او همغږو سازمانونو د تفاهم موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د خپل کار اغېز منتوب پر خپل وخت تامين کړي.
۴- د ګوند مرکزي شورا په خپل کارونو کې نيمګړتياوو ته په پام كي نيولو سره د خپل کار په طريقه او ستيل کې د کار د اغېزمنتوب د تامينولو لپاره نوی نظر وكړي، د ګوند دټولنيزو بنسټونو د پراختيا او د ګوندي سازمانونو د شبکو د پراخوالی په موخه د کار اغېزمنې طريقې وكاروي.
۵- د مرکزي شورا ولايتي شوراګانو ترمنځ اړيکې بايد ټينګې شي او په داخل کې دشته بې نظميو د پای ته رسولو لپاره بايد زمينه برابره شي. سربېره پردې په ګوندکې د نظم او دسپلين را منځ ته کول يو له جدي، اساسي او غوڅو دندو څخه دي، چې د ګوند غړي او شوراګانې يې بايد رعايت کړي.
۶- په ګوند کې د يوه منظم مالي سيستم جوړول، د مرکزي شورا او د سيمه ييزو سازمانونو يو له جدي او اساسي دندو څخه شمېرل کيږي. کنګره د ګوند مرکزي شورا او سيمه ييز سازمانونه پر خپل وخت ددغه سيستم پرجوړولو ګماري.
۷- کنګره د ګوند د مرکزي شورا دريځ چې ۱۳۹۳ کال د جمهوری رياست په ټاکنو کې له ډاکتر اشرف غنی څخه ننګه کوي تاييدوي او د ګوند له ټولو غړيو او شوراګانو څخه غواړي چې په خپلو ټولو امکاناتو سره له هغه ملاتړ وکړي.
۸- د ګوند کنګره د ګوند له دريځ څخه د افغانستان او د امريکا د متحده ايلاتو ترمنځ د امنيتی او دفاعی تړون د لاسليک کولو په اړه چې د مشورتی لويې جرګې له پريکړو سره سمون لري ملاتړ کوي.
۹- د کنګرې برخه وال د هېواد له ټولو ملي او دموکراتو ګوندونو او سازمانونو څخه په دوستانه توګه غواړي چې تر خپل منځ موجودتيت او پرکوالی د يوه واحد ګوند او يا د يوې واحدې جبهې د جوړلو له لارې د هېواد په راتلونکو بدلونونو کې د اغېزمن هدف په موخه پای ته ورسوي.
۱۰- په پای کې د کنګری برخه وال په داسې حال کې چې دغه نيک او غوره ګام د هېواد د ملي دموکراتو ځواکونو ترمنځ دتيت پرکوالی په پای ته رسولو کې غوره ګڼي او د ګوند ټولو غړوته په دې اړه مبارکي وايي له هغوی ټولو څخه غواړي چې د هغمغږو ګوندونو او سازمانونو غړواو فعالينو ته د صفا او صميميت لاس وراوږد کړي، هغوی يووالی او اتفاهم ته راوبولي.
ومن الله التوفيق