رپوټ

د و ، ت ، م ، ګ د اوکراین د ګوندي څانګې

رپوټ

د ۲۰۱۴ م م کال د فبرورۍ د میاشتي په ۱۳ مه نیټه د اوکراین د ګوندي څانګې غونډه د ادیسې په ښار کې جوړه شوه . په غونډه کې چې حاجې محمد جان یي مشرتوب کولو ، ټولو۷ تنو برخه اخستې وه . غونډه د و ټ ، م ، ګ د وحدت د کنګري د پریکړو او مصوبو نه په ملاتړ او د هغوي د پلی کولو له پاره جوړه شوي وه . غونډی ته  د اوکراین د ګوندی څانګي مسؤل او د وحدت د کنګری ګډون کوونکې حاجې محمد جان رپوټ وړاندي کړ . هغه د کنګري فیصلي غوره وبللي او د دواړو ګوندونو ترمنځ یووالی یي یوه بیساري مهمه پیښه وبلله . هغه غونډي ته وویل که د کنګري فیصلي تطبیق شي ، د افغانستان په ډموکراټیک او سیاسي جنبش کې زیات تغیرات راتللی شي . هغه د جمهوري ریاست له پاره په انتخاباتو کې د ګوند د ګډون فیصله وستایله  او هغه نوماند چې زموږ ګوند یي تر شا ودریږي د مناسب پروګرام په لرلو سره تر نورو غوره وباله . هغه وویل چې د امنیتې تړون په اړه د ګوند پریکړه د نړیوالي ټولني سره د همغږۍ په مانا ده او داسي یو تړون ته په اوسنیو حالاتو کې اړتیا شته .

په غونډه کې نورو ملګرو هر یو جماالدین خان ، ډګروال ولي جان ، انجینیر امان الله ، استاذ منګل ، انجینیر نعیم او انجینیر صابر  خبري ، وړاندیزونه  او انتقادونه  وکړل . هغوي وویل چې : د ګوندي ونډي دراټولولو اندازه باید نوي شي هغه باید دومره وي چې د ورکولو توان یي په ګوندیانو کې موجوده  وي . ملګري باید په څو ګروپونو کې وویشل شي چې د افغانانود بیلا بیلو برخو څخه جلب او جزب وکړي او هغوي ته د ګوند اهداف توضیح کړي . د مرکزي شورا شمیر زیات دی او هغه باید راکم شي . د مرکزي شورا غړي لږ تر لږه ۵۰ په سلو کې ځوانان تشکیل کړي . د مرکزي شورا غړۍ لمړۍ باید په خپل سازمان کې وټاکل شی او بیا وروسته د مرکزي شورا غړیتوب ته انتخاب شی . د ګوند مسؤل له دوه واري زیاټ ټاکنو ته نه شی ودریدلی . زموږ عمومې غونډه بایدجوړه شي ، تشکیلاتو ته نوي بڼه ورکړو ، یانې ټاکنې وکړو او نور .

غونډه د ۴ ساعتونو له پاره ادامه لرله . د تودو خبرو اترو او د ملګرتوب د روحیې د څرګندولو څخه وروسته  د یو پریکړه لیک په صادرولو سره غونډه پاي ته ورسیده . 

د اوکراین ګوندي شورا

 

 

Comments are closed.