ولسمشرۍ ته د ډاکټر اشرف غنی احمدزي
د نوماند ټیم د ټاکنیز کمپاین د ملاتړ غونډي
رپوټ
په برتانیا کې د اوسېدونکو افغانانو د ټولني یو شمیر سیاسي ، ټولنیزو ، فرهنګي او د اقتصادي ټولنو استازو ، خپلواکو شخصیتونو او په ټوله کې ولسمشرۍ ته د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ( تحول او تداوم ) ټیم ملاتړو او مینه والو د ۲۰۱۴ م کال د مارچ د میاشتي په ۱۰ مه نیټه د مازدیګر په ۵ بجو د لندن د ښار په زړه وړونکې کوندیش بنکوتینګ هال کې یوه لویه غونډه جوړه کړي وه . غونډه په داسې حال کې چې د هغې ګډونوالو ، د افغاني ټولني د ټولو روښانفکرانو د ګتګوریو استازیتوب کولو او په خپل نوعیت کې د ملي یووالي د تمثیل له لحاظه لمړنۍ با اهمیته افغاني ناسته وه ، د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم د ټاکنیز کمپاین څخه د ملاتړ او هغې ته د معنوي ځواک بښلو او عملي مرستو د رسولو په موخه رابلل شوي وه .
په داسې حال کې چې غونډه د محترم معارج له خوا پر مخ وړل کېدله ، په لمړي سرکې د قران عظم الشان څو مبارک ایاتونه ولوستل شول . وروسته له هغې غونډي ته چې شمیر یي څو سلګونو تنو نارینه او ښځو ته رسېدو ، د ولسمشرۍ له پاره دتحول او تداوم د پیاوړي نوماند ټیم مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په ژوندي بڼه په پنځو برخو کې ډیره علمي اوعملي هر اړخیزه ویدیویي وینا واوروله . په وینا کې د ټولو افغانانو له پاره که د هېواد دننه دي یا بهر څرګند پیغامونه موجود وه ، یاني هغه دي ته ګوته ونیوله چې که بریالی شي د بهرنیو چارو په وزارت کې دبیروکراسۍ د له منځه وړلو په موخه افغانانو ته د سفر په نیت د پاسپورتونو د اعتبار موده لسو کلونو ته پورته کوي او هم بهر میشتو افغانانو ته د دي زمینه برابروي چې د هېواد په ټاکنو کې خپله رایه وکارولی شي . همدارنګه هغه په بهر کې ځوانانو ته د زده کړي او کاري زمینو د پېدا کولو ژمنه وکړه . هغه زیاته کړه چې د هغه په حکومت کې به هیڅ افغان له بل افغان څخه لوړ ، او هیڅ افغان به له بل افغان څخه کښته نه وي . په ټاکنو کې د بریالي کېدو په صورت کې به د هېواد دري لږکیو یاني ښځو ، ځوانانو او نیستمنو ته ځانګړي پاملرنه کیږي . ښځو ته به په لمړي ګام کې د مور ، خور او ماندیني په توګه درناوئ کیږي . په واک کې د ښځو ، ځوانانو او د ټولني د نیستمني طبقي ګډون په واقعیت کې په واک او دولت کې د خلکو د ګډون مانا لري .
غونډي ته د وطن د ترقۍ ملي ګوند په استازیتوب نوروهاب څپاند ، د خلیل زاد د ټیم په مشرۍ همایون تاچ ، د حق او عدالت د ګوند په مشرۍ حبیب الله جانبدار ، د ملي اسلامي جنبش په مشرۍ همایون سرخابي ، د اسلامي وحدت ګوند په استازیتوب شریفي ، د کلتوري فرهنګي ټولني په استازیتوب غلام محمد کامه وال ، د افغان سوشل کلب په مشرۍ سمسور فیض ، د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم په استازیتوب ضمیر میهن پور ، د علي احمد جلالي د ټیم په استازیتوب احمدزي ، د افغاني میرمنو په استازیتوب زرکي خور او یو شمیر نورو افغانانو د مستقلو شخصیتونو په توګه ویناوي وکړي . هر وینا کوونکي د خپل اړوند نهاد او یاهم د خپل ځان په نمایندګۍ د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم او د هغې د ټاکنیز کمپاین څخه کلک ملاتړ اعلان وکړ او په دي برخه کې یي د هر ډول بریالیتوب د ممکن کولو وعدي ورکړي . غونډي ته د وینا کولو له پاره ډیرو افغانانو ځانونه ثبت کړي وه ، اما د وخت د لږوالي له لحاظه ځینې ویناوي ونه شوي ، په هر حال موږ ته د دغو وینا والو وطنپالونکۍ احساس له ورایه څرګند دی .
په پاي کې محترم امین عصمت د غونډي پیغام ولوست . په پیغام کې د ټاکنو په اهمیت ، په هېواد کې د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو په اړتیا او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم د ټاکنیز کمپاین د بریالیتوب په هوډ ټینګار شوی ؤ .
غونډه د ماښام په ۱۰ بجو د اجندا د پلان شوي موادو د موفقانه پلي کولو په ترځ کې پاي ته ورسیده .
په درناوي
د غونډي د تدارک کمیسیون