د افغانستان د ولسمشرۍ د ۱۳۹۳ کال ټاکنو له پاره
د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم څخه د ملاتړ غونډي د ګډونوالو
پیغام
په برتانیا کې د اوسیدونکو افغانانو ټولنه ، په تیره بیا افغاني سیاسي ، فرهنګي ، ټولنیز نهادونه ، د اقتصادي ساحي د فعالیتونو خاوندان او مینه وال او خپلواک شخصیتونه د افغانستان په تاریخ کې د واک د لمړي ډموکراتیک لیږد اود رڼو ټاکنو د سرته رسولو له پاره ورځې شماري. موږ باور لرو چې ډیري کمزوري ټاکني د یو پیاوړي انتصاب په پرتله د خلکو په وړاندي د مشروعیت له پلوه ډیر ارزښت لري.زموږ په اند د افغانستان د ولسمشرۍ د ۱۳۹۳ کال ټاکنو له پاره ټول نوماند ټیمونه د درناوي وړ دي. په ځانګړي ډول د ډاکټر اشرف غني احمدزي نوماند ټیم چې دعلمي او کاري توانمندۍ لوړ معیارونه لري او د میثاق ملي په څیر یوه علمي ، هراړخیزه او پلي کېدونکي برنامه یي تر لاس لاندي نیولي ده . د نورو نوماندانو او د هغوي د کاري برنامو د ژوري کتنې او پرتلي وروسته موږ دي پایلي ته ورسیدو چې : لمړۍ د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ټیم او دهغې د برنامي څخه ملاتړ وکړو ، دویمه دا چې د ولسمشرۍ په روان ټاکنیز کمپاین کې د ټیم د بریالي کیدو او د هغې د برنامي د پلي کېدو له پاره عملي ملا وتړو. د ۲۰۱۴ م کال ټاکني د افغانانو له پاره ډیري مهمې دي ، ځکه چې له یوي خوا د ناټو او نړیوال سوله ساتې ځواکونه له افغانستان څخه وځې او هېوادوال د خپلواکي دفاع تجربه خپلوي او له بلي خوا په ډموکراتیکه توګه واک لیږدول کیږي. که دا تجربه بریالئ راووځې د هېواد او وطنوالو ملي پرستیژ په بین المللي ډګرکې ډیر لوړیږي. زموږ په باورکه ټاکنې رڼې وشي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي نوماند ټیم ټاکنې وګتي ، د دي امکان شته چې د اوسنې فساد ، خپلوۍ پالني ، د مخدره موادو د کارو بار او نورو منفي پدیدو د جرړو د ایستلوزمینه برابریږي. خلک او هېواد په سیاسي ، ټولنیز ، اقتصادي او فرهنګي لحاظ د زیات پرمختګ په لوررهې کیږي او د افغانستان د وسله والو ځواکونو د سیستم په کمې او کیفې پیاوړتیا کې بدلون راتللی شي. د وسله والو مخالفینو او د هغوي د سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړو سره د جوړونکي دیالوګ امکاناتپرله پسې زیاتیږي ، د امنیتې تړون په اړه رامنځته شوی بن بست له منځه تللی شې او د نړیوالي ټولني سره د افغانستان د مخ په زوړ اړیکو د بیا رغېدو دروازه پرانستل کیږي. له دي کبله په برتانیا کې د خلیل زاد ټیم ، کلتوري فرهنګي ټولنه ، د وطن د ترقۍ ملي ګوند ، د افغانستان ملي اسلامي جنبش ، د حق او عدالت ګوند او د اسلامي وحدت ګوند ـ بهرنۍ څانګي ، افغان سوشل کلب ، افغان خپلواک شخصیتونه او متشبثین ، په ګرانو هېوادوالو، که د هېواد دننه دي یا بهر غږ کوي چې د سترو ملي پلانونو د تطبیق او په دي لړ کې د تحول او تداوم د رامنځته کېدو په موخه د افغانستان د ولسمشرۍ د عالي مقام له پاره د ډاکټر اشرف غني احمدزي اود هغه د ټیم د بریالي کولو په لور مثبته رایه ورکړي. د هېوادوالو رایه د یادشوي ټیم په وجود کې د افغانستان څیره بدلولی شي. بنآ د نننۍ پرتمینې غونډي هر ګډون کوونکی په خپله خوښه څرګندوي چې په مادي او معنوي لحاظ د کمپاین تر شا ودریږي او د خپل نوماند ټیم کلک ملاتړ کوي. په پاي کې موږ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د کمپاین د سمبالولو اړوندو نورو موسسو او ادارو ته ، د افغانستان د حکومت او دولت ټولو هغو نهادونو ته چې د ټاکنو په اړه هېواننې مکلفیتونه لري په کلکه وړاندیز کوو چې د رڼو ټاکنو د سرته رسولو له پاره لازم تدبیرونه ونیسې. همدارنګه په نړیواله ټولنه غږ ګوو چې د شفافو ټاکنو د یقیني کولو په هکله د خپل اغیز څخه کار واخلي ، د هر ډول لاسوهنې د مخنیوي لاري چاري خپلي کړي. د هېواد د مدنې ټولنو او سیاسي ګوندونو بشپړه پاملرنه را اړؤ چې خلکو ته د منلو وړ ټاکنو په ملي کار کې خپله وطنپالونکې ونډه واخلي .په خپلو هيوادوالو غږ کوو چې شفافې ټاکنې د دوي په لاس کې دي ، که خلک مرسته وکړي هیڅوک درغلي نه شي کولی، له دي کبله خپله رایه وڅاری چې ستاسو د نوماند په پته وکارول شي.
په ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ( تحول او تداوم ) د ټیم د بري په هېله !