خپل عمل دلاری مل
ځانله نه یم بی له تانه غم دی تل راسره مل دی
ګیله نه کووم جانانه خپل عمل راسره مل دی
زه وختي له خوبه جګ شوم ته ویده شوې رانه پاتې
دا ګونا وشوه له مانه چی می جوړ په زړه غوبل دی
زما سترګی لمر ړندی کړی ستا له ځمکی خبر نه شوم
تا دځان خونه کړه ورانه چی سور اور په کابل بَل دی
اوس دی لاس په لاس کی راکړه چی منزل ته کاروان سم کړو
شپه تورتم لاره ده ورانه پکی ورک زمونږ منزل دی
څلور لورې څارل کیږو دبیلتون کوشش موکیږي
لیاقت وښایه له ځانه نور دی واک او اختیار خپل دی
زه په خپل قول ولاړ یم زما مینه پښتنه ده
له پامیره تر بولانه زما کور زما بورجل دی
نور راپاڅه خدمتګاره دځلمو دقلم رنګ شه
ځان خبر کړه له جهانه خپل عمل دلارې مل دی
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی