تړون

لندن ۱۵ مارچ ۲۰۱۴

تړون

دولسمشرۍ له پاره د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند ( تحول او تداوم ) ټیم د ټاکنیز کمپاین ملاتړ غونډي  چې د مارچ په ۱۰ مه په لندن کې جوړه شوه ،  وښودله  که د افغانانو د راټولولو په موخه وړ شعار او یا یو تعریف شوی هدف وړاندي کړل شي ، زیات افغانان پري راغونډیدلی شي . که یو هر اړخیز پروګرام او د هغې تر شا یو پیاوړی ټیم چې د خلکو باور تر لاسه کړي هېوادوالو ته ور وپیژندل شي ، خلک له هغې ملاتړ کوي . همدارنګه کهد یو لړ سیاسي ، فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو او هم خپلواکو شخصیتونو ترمنځ د اتحاد اویایووالي  په اړه د ډاډ وړ یو میکانیزم تر سترګو شي ،وطنوال هغې ته په افغانستان کې د ملي فکټور د تشې د ډکولو د پیلامي په توګه ګوري . پورتنۍ پایله په ټوله کې د ټاکنو ، په تیره بیا د ۲۰۱۴ م کال د ټاکنو د اهمیت او اړتیاڅخه حکایت کوي ، چې د اشرف غني احمدزي د پیاوړي نوماند ټیم او د هغې د هر اړخیزي پلي کېدونکي برنامي ( میثاق ملي ) برجستګې په کې له ورایه څرګندیږي . هر ډول ټاکني د سیاسي او بیلابیلو نهادونو د ټاکنیزي انډیوالۍ یو ځانګړی چاپیریال لري . کله کله د ټاکنیزي انډیوالۍ عمر ډیر لنډ او کله هغه اوږدمهالي وي .

ټاکني هم خوږ برئ او هم تریخ باخت لري . د ټاکنو په کارزار کې د دغو پدیدو منل پراخه سینه غواړي . له دي کبله په برتانیا کې د تحول او تداوم د نوماند ټیم د همکارۍ ګروپ په لاندي ډول خپلي مشوري وړاندي کوي :ولسمشرۍ ته د ټاکنیز کمپاین او په هغې کې د نوماندو ټیمونو د سیالۍ د پرتلي نتایج ښیې چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم د راروانو ټاکنو وړونکی ټیم مالومیږي . په داسې حال کې چې موږ ستاسو په غوڅ بري پوره باور لرو ، وړاندیز کوو چې د بریالیتوب په صورت کې ستاسو ټیم باید د خلکو سره کړي وعدي له یاده ونه باسی او د پخوا په څیر د نورو بریالیو ټیمونو نیمګړي تجربه تکرار نه کړي چې هر څه په خپلو کې سره وویشي او هېواد والو ته په دي اړوند د پراخې حوصلي لرلو ارزو وکړي . همدارنګه خداي مه کړه که زموږ د خوښې ټیم ماتې خوري ، بیا هم پیشنهاد کیږي چې اوسنۍ منځ ته راغلی نوماند ټیم خپله ټاکنیزه انډیوالي په یوه داسې پراخه ، پخه او اوږده انډیوالۍ واړوي چې د ډیر وخت له پاره پایښت وکړي او خلکو ته جوته کړي چې دوي تیار دي د افغانانو د څو لسیزو بې باوریو د لیري کولو له پاره د هېوادنیو مسأیلو په حل کې شریک کار وکړي.

موږ په برتانیا کې د تحول او تداوم ټیم د همکارۍ ګروپ ، د څه مودي را په دیخوا د ګډ کار کولو په ترڅ کې دي نتیجې ته ورسېدو چې د برد او باخت په دواړه حالتونو کې به خپلي اوسنۍ منځ ته راغلي انډیوالۍ ته چې دافغان کډوالوپه منځ کې یي موږ ته ځانګړی موقف رابښلی  ادامه ورکوو. د دي انډیوالۍ په برکت به  د کډوالۍ په شرایطو کې راپیښي مسألي حلوو ، د بیلابیلو نهادونو د رانږدي کولو او په ملي روحییه د افغانانو د روزلو وطني کار ته به په ټول ځواک ادامه ورکوو . د موقع نه په ګټه پورته کوونې ، یو واري بیا تاسو ته ډاډ درکوو چې ستاسو په ټاکنیزو منډو ترړو کې به فعاله ونډه اخلو او د خپل نوماند ټیم د بریا له پاره نه ستړی کېدونکی هڅه او هاند کوو.

 

برۍ زموږ په برخه دی

په برتانیا کې د تحول اوتداوم د ټیم د همکارۍ ګروپ

 

 

 

 

 

 

 

 

Comments are closed.