د يمن د بحران په اړه

عبدالرشيد هاوند

د يمن بحران او افغانستان

دیمن دجنګ دیوه طرف پرحمایه باندي ملحوظات :
دخارجي ملکونوسره دافغانستان اړیکي یودبله دمتقابل احترام اوپه داخلي اموراتو کي د نه مداخلي پربنسټ بنا دي اوپه بین المللي متنازعومسائلوکي افغانستان دملي ګټوپراساس باید موضعګیري اختیارکړه سي . اوس نوکه چیري وګورو د یمن جنګ دمذهبي منافرت نتیجه نه ده بلکه په یمن کي علی عبدالله صالح دبرطرفۍ وروسته چه منصورهادی دهغه ځایناستی سوو نوموړي دملت سره د۹۰ورځو په جریان کي دعمومي ټاکنووعده کړیوه چه ترسره یی نه کړه همدا سبب ؤچه ټولې مخالفی قبیلي چه دژوند مشکلات یی تر پخوا ډیر سویوه ورته یولاس اومتحد سول اوپرحکومت دخلګواعتمادله منځه ولاړهغوی داحتجاج په شکل ددولت په مقابل کی ودریدل ، ددولت اومخالفینوترمنځ دټکرونوپه نتیجه کی امنیتي ارګانونو ددفاع توانایی له لاسه ورکړه چه مخالفینو دمختلفومنطقوترنیولو وروسته منصورهادي سعودي ته فراری کړ اوسعودی هم دیمن دحوثي شیعه قبایلو دټکوني په نیت دهغه دستي حمایت اوپرمخالفینویی هغه وخت بمباری وکړې چه دهیواد اکثره برخي دمخالفینو لاسته لویدلی وي .
دسعودی حکومت اودهغوی ائتلاف ، امریکا اواسرائیل داجنګ دشیعه سني فرقوجنګ تبلیغوي اوپدی تبلیغ هغوی دمسلمانانو ترمنځ وجنګ ته لمن وهي . داصحیح خبره ده چه دحرمینوشرفینو ساتنه دټولومسلمانانو مذهبي وجیبه ده خودلته دحرمینو اشغال اوله منځه وړل طرحه نه دي ځکه چه حرمین ودواړو هم سني اوهم شیعه ووته محترم اومقدس دي ولي داخبره چه شیعه قبیلي پرحرمینودحملي خیال لري  په دې اړه مستند شواهد وجود نلري . سعودی سلطنت په نړی کي یومذهبي دولت دی چه په مذهبي تعصب باندي ولاړیوداسي رژیم لري چه د مذهبي تندلاروپه حمایه متهم دی اوایران هم دشیعه فرقي متعصب رژیم لري اودشیعه تندلاروپه حمایه متهم دی نواوس که چیري ددغه متعصبو رژیمونوڅخه دیوه حمایت کوو آیا داددی معني نه ورکوی چه موږ په فرقوي جنګ کي افغانان ښکیلوو؟ آیا ملي ګټي دا ایجابوي ؟ آیا دیمن جنګ دمسلمانانو وفرقوي اختلافاتوته دفرقوي جنګونودپراخولو اووسعت ورکولو په مفهوم نه دی ؟
موږ پدی جنګ کی څه ګټه لرو؟
که داسلام اومسلمانی څه ددفاع مسئله وي خوترټولو ښه شعار داسلامي اخوت او ورورګلوی ږغ پورته کول دی نه په جنګ کي دیوه اړخ ملګرتوب . موږ څه مکلفیت لروچه دسعودي دسلطنتي خاندان دساتني اوحفاظت دپاره خپل اخلاقي اقتدار ته نقصان ورسوو اوپه ملک کي وفرقه وي جنګوته لاره خلاصه کو ؟

Comments are closed.